په مزارشریف کې د کانونو د ۱۴ تنو څارونکو لپاره تخنیکي روزنه

نن د بغلان، بلخ، فاریاب، کندز، جوزجان، سمنګان او سرپل د ولایاتو د کانونو د ۱۴ تنو څارونکو لپاره یوه درې اونیزه تخنیکي روزنه پایته ورسیده
02.09.1396
پخوا نوموړو څارونکو د روزونکو په یوه روزنیز پروګرام کې ګډون کړی وو چې د افغانستان د کان ایستنې په سکتور کې د ښې حکومتولۍ د ملاتړ لپاره د المان د پروګرام له خوا جوړشوی وو. د افغان-المان د همکارۍ اداره د افغانستان د کانونو او پترولیم د وزارت سره د نوموړي روزنې په جوړولو کې مرسته وکړه او هغه یې په بشپړه توګه تمویل کړه.

په دې تخنیکي روزنه کې د مځکې په سر او لاندې د کان ایستنې لړۍ، روغتیا او خویندیتوب، د ژوند د چاپیریال اړخونه او د سروې میتودونه شامل وو. د کانونو څارونکو همدارنګه په بلخ کې د کان ایستنې په یوې کارخانې کې خپل مهارتونه تمرین کړل. دوی اوس کولی شي په هغه ساحه کې د 55 کانونو ساحو تفتیش ترسره کړي چې دوی یې په هغو ولایتونو کې کار کوي. دوی کولی شي وڅیړي چې آیا کان کیندنې فعالیتونه نورمونو، معیارونو او مقرراتو سره مطابقت لري او یا چیرې د لیست شویو مقدارونو په تړونونو موافق دي. دا مرسته کوی ترڅو د پیسو سمه اندازه او همداسې حقیقي فیس او ماليات تضمین کړي.

د روزنیز پروګرام د ګډونوالو څخه د فاریاب ولایت یو تن ګډونوال داسې تبصره وکړه: «دغې روزنې زمونږ ظرفیتونه تر زیاتې کچې پورې لوړ کړل. هغه عصري پوهه چې مونږ د دې روزنې په بهیر کې په لاس راوړه زمونږ سره به مرسته وکړي چې تخنیکي ستونزې را په ګوته کړو. همدارنګه، اوس مونږ کولای شو د سیمو د مدیریت ټیمونو ته د حل مناسبې لارې وړاندې کړو».

افغانستان د منرالي سرچینو لکه مس، وسپنه، سره زر، لیتیوم، نادره خاوره او کوبالت له پلوه بډای دی. دا سرچینې د هیواد د اقتصادي ودې، د نورو عوایدو د لاسته راوړلو او د کان ایستنې په سکتور کې د ۱۰ زرو نه تر ۱۴ زرو پوری د کار د منځته راوړلو د پاره یو لوی پوتنسیال برابروي. خو د دې پوتنسیال د اغیزمنې کارونې د پاره باید د کان ایستنې چارې ښه مدیریت او کنټرول شي او په شفافه توګه د هغو څخه څارنه وشي.

«د افغانستان په استخراجي سکتور کې د ښې حکومتولۍ د ودې» پروګرام د Deutsche Gesellschaft für Internationale Zusammenarbeit (GIZ) GmbH د ادارې له خوا د المان د اقتصادي همکاریو او پراختیا د وزارت (BMZ) په استازیتوب پلۍ کیږي. د افغانستان د کان ایستنې سکتور یو لو اقتصادي پوټنسیال لري چې کولای شي په هیواد کې اقتصادي ودې ته د پام وړ پرمختګ ورکړي. د دې لپاره چې دغه پوټنسیال په بشپړه توګه وکارول شي، نوموړۍ پروګرام په پام کې لري چې په استخراجي سکتور کې دولتي عواید زیات کړي، پانګونه وهڅوي او د افغانستان د اداري فساد سره دمبارزه وکړي. دې پروژې د نورو کارونو تر څنګ د ۲۰۱۳ کال راهیسې د بیلابیلو موضوعګانو لکه د کان ایستنې د پلان جوړونې، د کان ایستنې د اقتصاد او د کان ایستنې د څارنې په باب ۲۱ روزنیز کورسونه د کانونو د ۳۱۰ تنو څارونکو او د کانونو او پټرولیم د وزارت او د هغه د ولایتي ادارو نورو کارکوونکو لپاره جوړکړي دي. برسیره پر دې، دا پروژه د افغانستان د استخراجي صنایعو د روڼتوب د نوښت (AEITI) څخه د روڼتوب د ودې او اداري فساد سره د مبارزې په موخه ملاتړ کوي.