په مزارشریف کې د ۵۰۰ تنو نه زیاتو خلکو په ګډون عامه اوریدنه

نن د ۵۰۰ تنو نه زیاتو وګړو په دې ښار کې غونډه وکړه چې په تیرو شپږو میاشتو کې د بلخ ولایت د ترټولو زیاتو حادو ننګونو او لاسته راوړنو په باب خبرې اترې وکړي
17.07.1396
په دې غونډه کې د ولایتي شورا غړو، دولتي ملکي کارکوونکو، ولایتي حکومت چارواکو، د مدنې ټولنې فعالانو، ښځو، ځوانانو، سپین ږیرو، ژورنالیستانو او نورو ګډون کړی وو. په دې غونډه کې په تیره بیا د پوهنې، عامې روغتیا، کرنې او کلیوالي پراختیا او همدارنګه د امنیت په ډګرونو کې د اړونده چارو په اړه خبرې اترې وشوې. د افغان-المان د همکارۍ پروګرام د نوموړې غونډې څخه مالي ملاتړ وکړ.

په دې عامه اوریدنه کې د ګڼ شمیر پروژو او بریو په اړه معلومات ورکړل شول. او هیوادوالو د دې امکان درلود چې پوښتنې وکړي او خپلې اړتیاوې او د اړونده سازمانونو په اړه ننګونې بیان کړي. دا ډول اوریدنې نه یوازې ولایتي ادارو ته ددې امکان ورکوي چې د اړینې په صورت کې محلي اړتیاوې د خپلو پلان جوړونې په لړیو کې شامل کړي او په دې توګه هغو ته سمون ورکړي، بلکه همدارنګه ښاریانو ته د هراړخیزې څرګندونې وروسته خپلو کړنو ته مشروعیت ورکړي.

د بلخ د ولایتي شورا مشر، ډاکټر افضل ادید وویل، "خلکو ته راپور ورکول د دولت ترټولو مهمه دنده ده او د وګړو انډول زموږ د کار د ښه کولو لپاره خورا مهم دی. موږ غواړو چې په دې مهم ډګر کې د دې کار لپاره د افغانستان - آلمان د همکارۍ له کار څخه مننه وکړو. "د بلخ ولایت سرپرست او مرستیال ښاغلی بشیر توحدي زیاته کړه،" د داسې احتساب او راپور ورکولو ناستي د خلکو او حکومت تر منځ اعتماد لوړوی چی دا د افغانستان او نړیوالې ټولنې ترمنځ اعتماد زیاتوي. "

د حکومت استازو په نوموړې غونډه کې نیغ په نیغه خپلې نظریې وړاندې کړې. هغو ننګونې او هغه پوښتنې د ځانه سره یادداشت کړي چې سملاسي ځواب یې ورته نه درلود. دوی به هغه د نورو چارواکو سره شریکې کړي او وروسته به خپلې نظریې ورکړي.

په روان کال کې د بلخ په ولایت کې د افغان-المان د همکارۍ د سیمه ایز ظرفیت د پراختیا پروګرام () څلورې عامه اوریدنې جوړې کړي دي. دوې نورې داسې غونډې به په راتلونکي اونیو کې جوړې شي. د ویسا او باور د زیاتولو، د عامه اوریدنو او ځواب ورکونې غونډې به د دې سب شي چې د بلخ د ولسوالۍ محلي حکومت به په روڼتیا او شفافیت فعالیت وکړي. ښاریان د دې امکان پیدا کوي چې د پراختیایي پروژو د ټاکلو په لړیو کې برخه واخلي او پر لومړیتوبونو باندې اغیزه وکړي. دا ډول غونډې همداراز د محلي حکومت د پروژو او کړنو په باب د پوهاوي کچه لوړوي.

په افغانستان کې د سیمه ایز ظرفیت د پراختیا  (RCD) پروګرام د افغانستان سره د المان د همکارۍ د یوې برخې په توګه د المان د اقتصادي همکاریو او پراختیا د وزارت (BMZ) له خوا تمویلیږی او  د Deutsche Gesellschaft für Internationale Zusammenarbeit (GIZ) GmbH  د ادارې له خوا پلۍ کیږي. پورتنۍ پروګرام د افغانستان په شپږو شمالی ولایتونو کې د ولایتونو او ولسوالیو په کچه د افغانی پارتنرو د پراختیایی لومړیتوبونو په پلی کولو کې مرسته کوي او په عین حال کې د دولت ملکي کارکوونکو لپاره روزنیز کورسونه او د لارښودنې پروګرامونه جوړوي. ددغه پروګرام موخه د هغه د کار د پراخ ډګر په پام کې نیولو سره داده چې په پراختیایي لړیو باندې افغاني مالکیت اوچت کړي، دولتی ادارې مظبوتې کړي او شفافیت او د خلکو برخې اخیستنې ته وده ورکړي.