په مزار شریف کې به د دوه سړکونه له بیارغونې څخه به له ۱۰۰۰۰۰ څخه ډېر کسان ګټه واخلي

22.08.1398
مزار شریف ښار، بلخ ولایت، د ۱۳۹۸ لمریز کال د عقرب د میاشتې ۲۲ نیټه - پرون، د بلخ ولایت سیمه ییز چارواکو او کلیو پراختیا او بیارغونې ریاست رئیس دوه بیارغول شوي سرکړنه پرانیستل. د نوي رغول شوي سړکونه څخه به په سیمه کې له ۱۰۰۰۰۰ څخه ډېر اوسېدونکي اخلي او دوی به ښار او شاوخوا سیمو ته په خوندي او اسانه توګه تګ راتګ کوي. د افغان جرمن همکارۍ سیمه ییزې بنسټیزې پراختیا وجهي صندوق (RIDF) د کلیو پراختیا او بیارغونې له ریاست (DRRD) سره د دغه دوه پروژو په تطبیقولو کې مرسته وکړه او د بیارغونې بودیجه چې تقریباْ ۱۸۸ میلونه افغانۍ کېږي، ورکړه.

د کلیو بیارغونې او پراختیا ریاست (DRRD)  رئیس، ښاغلي انجینر عبدالباسط عیني وویل، موږ د افغان جرمن همکارۍ سیمه ییزې بنسټیزې پراختیا وجهي صندوق (RIDF) له تخنیکي ټیم سره په ګډه ډېر زیار وباسلو څو د سړکونو دغه دوه (۲) پروژې بشپړې کړو. نن له نېکه مرغه، موږ د دې پروژې د افتتاح شاهدان یو.

دغه دوه بیارغول شوي سړکونه ۱.۵ کیلومټره دي چې د مزار شریف ښار د شولګرې له لوې لارې او فرقه د پل بابو سړک سره په دهدادي ولسوالۍ کې او همداراز ۳.۷ کیلومټره د سجادیه نه تر امیري ښارګوټي سړک په نهر شاهي ولسوالۍ کې نښلوي. پخوا، د جغلو سړکونه خټین شوي او په باراني ورځو کې د سېلابونه د اوبو وتلو سیسټم نشتوالي له امله سیلاب وړلي دي. اوس، دغه دوه بیارغول او قیر شوي سړکونه د اوبو وتلو فعاله سیسټم لري چې د اوسېدونکو او ګاونډیو لپاره د موسمي سیلاب خطر او تخریب  راکموي. 

 د دغه سړکونه څخه له ګټې اخیستنې سره خلک کولای شي چې ښار ته ژر او په اسانه سره لاړ شي او چاپېریال به د ګرد او خټو څخه پاک وي. دغه سړکونه به بازارونو، ښوونځي او روغتیایي خدماتو ته لاسرسی ډېر کړي، او له دغه کار سره به د تعلیم، روغتیا او سوداګرۍ فرصتونو په وده کې مرسته وکړي. دا کار به په سیمه کې د خلکو معیشت او ژوند شرایط په ښه کولو کې مرسته وکړي. دا سړکونه اوس حتی د ټولو خلکو لپاره خوندي او بایسکل، موټر سایکل او موټر چلول اسانه کړي.

هره ورځ تر ۱۲۰۰ پورې موټرونه د مزار شریف نه تر شولګرې پورې له لویې لارې څخه تر پل بابو سړک پورې غځېدلی سړک کاروي او هره ورځ شاوخوا ۷۷۰۰ موټرونه د سجادیې نه تر امیري ښارګوټي پورې غځېدلی سړک کاروي. د بیا رغونې په کارونو کې د موجوده سړکونو په اوسط ډول سره ۱۱ مټره پراخول، له شپږ څخه تر اووه مټره پورې قیر اچول چې بار وړونکي موټرې به ورباندې تګ راتګ کوي او لږترلږه ۱.۷۵ مټره د سړک په دواړه غاړو کې جغل اچول شامل دي. د سړک دواړه غاړو ته د باران اوبو وتلو لپاره لښتي هم جوړ شوي دي.  

د بلخ والي، ښاغلي محمد اسحاق رهګذر وویل، "موږ هیله لرو چې د آلمان حکومت د زیربنایی پروژو او د هغه تطبیقولو په برخه کې دوامداره ملاتړ وکړي." هغه زیاته کړه، " د سیمه ییزې بنسټیزې پراختیا وجهي صندوق (RIDF) خپله برخه کار وکړو او پروژه یې بشپړه کړه. اوس، دا د افغانستان سیمه ییز حکومت او خلکو نوبت دی څو د دغه سړکونو ساتنه وکړي."

د سړکونو بیارغونې چارو بودیجه ورکولو څخه پرته، د سیمه ییزې بنسټیزې پراختیا وجهي صندوق (RIDF) په بلخ ولایت کې د کلیو پراختیا او بیارغونې ریاست (DRRD) انجینرانو او مدیرانو لپاره د دندې پر مهال، روزنه، سلاح او مشورې ورکولو ناستې هم جوړې کړې وې. د دغه فعالیتونو موخه، د دغه کارکوونکو ظرفیتونه لوړول وو څو ښاري سړکونه په عملي توګه ډیزاین او جوړ کړي. په ورته وخت کې د کلیو پراختیا او بیارغونې ریاست (DRRD) د موجوده سړکونو جوړښت فعالیت او حفظ او مراقبت ډاډ ورکړ.

د سیمه ییزې بنسټیزې پراختیا وجهي صندوق (RIDF) د آلمان د اقتصادي همکارۍ او پراختیا وزارت (BMZ) په استازیتوب د آلمان KfW پراختیایي بانک تطبیقوي. د دغه پروګرام موخه د افغانستان په شمال کې اقتصادي او ټولنیزو زېربناو ته وده ورکول دي، په داسې حال کې چې ولایتي ادارې د دې جوګه کوي څو په خپلواکه توګه پراختیایي پروګرامونه پلان او تطبیق کړي. له ۱۳۹۰ کال راهیسې، دغه پروګرام د افغانستان په بلخ، کندز، بغلان، تخار او بدخشان ولایتونو کې  له ۱۶۰ کیلومټره څخه زیات سړکونه، ۵۰ کیلومټره د اوبو لګولو کانالونه او د سیلاب یا نورو طبیعي ویجاړۍ پر وړاندې د ژغورنې ۱۱ بندونه جوړ کړي او بیارغولي دي. اوسمهال، RIDF په سمنګان ولایت کې د دوه ښوونځیو د بیا رغولو پروژې تطبیقوي. په ورته وخت کې، دغه پروګرام  له ۳۰۰۰ څخه زیات انجینرانو او دولتي کارکوونکو ته د کار اړونده د دندې پرمهال تقریباً ۹۰۰ روزنیز، لارښودیز پروګرامونه او سیمنارونه جوړ کړي دي چې د راتلونکي زېربنایي پروژو په خپلواکه توګه پېژندلو لپاره زمینه برابروي.