په مزار شریف کې به ۲۰۰۰۰ اوسېدونکي د برېښنا له پرمختللي توضیعي شبکې څخه ګټه اخلي

03.11.1398
مزار شریف ښار، بلخ ولایت، د ۱۳۹۸ لمریز کال د دلوې دریمه – پرون، د بلخ ولایت د افغانستان برېښنا شرکت (DABS) او د افغان جرمن همکارۍ نماینده ګانو د مزارشریف په ختیځه برخه کې د برېښنا توضیعي شبکې پراختیا لپاره د رغونې چارې پیل کړل. د برېښنا له دغه باوري توضیعي شبکې څخه به له ۲۰۰۰۰ څخه زیات اوسېدونکي د علي چوپان، کارته وحدت، بابه پاچا او اسلام آباد ساحو کې ګټه اخلي. د افغان جرمن همکارۍ د سیمه ییزې بنسټیزې پراختیا وجهي صندوق (RIDF)، د افغانستان له برېښنا شرکت سره د دغه پروژې اړتیا په ګوته کولو کې مرسته وکړه. همداراز، د سیمه ییزې بنسټیزې پراختیا وجهي صندوق (RIDF) د دغه پروژې د تطبیقولو بودیجه چې تقریبا ۱۶۰ میلونه افغانۍ کېږي، هم ورکوي. د دغه پروژې رغولو چارې به ۱۷ میاشتو وخت ونیسي.

د والي معاون ښاغلي محمد بشیر توحیدي وویل: « زه د آلمان همکاریو څخه مننه کوم. د والي دفتر چمتو دی چې د هر ډول خنډونو او لانجو په صورت کې د پروژې پلې کیدو ملاتړ وکړي. موږ خپله موافقه ورکوو چې د پروژې تطبیق کیفیت یې په لوړه کچه وساتو.»

دغه شبکه چې دا مهال د مزار ښار په ختیځ کې څلور (۴)  ګاونډي ساحو ته برېښنا توزیع کوي، له کار اخیستلو څخه وتلې او د ترمیمولو وړ نه ده. دغه شبکه زړه، بې باوره او خوندي نه ده، چې د برېښنایی ټکانونو لامل کېږي او برېښنا هم ضایع کوي. د دې لپاره چې دغه ستونزې حل کړي، DABS به اوسنی زیربنا پر ۲.۵ کیلومټره نوي ۲۰ کیلو ولټه توزیعي شبکې باندې بدله کړي. دغه نوی زیربنا کې به د ټرانسفارمر ۱۴ سب سټیشنونه چې ۵.۰۴ مېګا ولټ امپیر ظرفیت لري او ۳۱ کیلو مټره ټیټ ولټاژ توزیع کولو شبکه شامله وي. پر دې سربېره، له ۶۰۰ زیات د یو فاز او درې فازه میټرو بکسې به هم ولګول شي څو له ۳۰۰۰ څخه زیات کاروونکو  ته برېښنا توزیع کړي. 

د انکشافي همکاریو رییس، ډاکټر انجلیکا سټاوډر وویل: «آلمان چمتو دی چې د سولې، دیموکراسۍ او پرمختګ په لاره کې له افغانستان سره خپلو مرستو ته دوام ورکړي، خو موږ به په زیاتیدونکې توګه د خپلو ګډو پروژو دوام ته نږدې وګورو.»

د ټرانسفرمر سب سټیشنونه به شاوخوا ۲۷۰۰ کورونو او همدارنګه بېلابېل عامه ودانیو، لکه د ښوونځي، د پولیس حوضو، مارکیټونو او روغتیایي مرکزونو په شمول د مزارشریف ختیځ برخې ته برېښنا توزیع کړي. دا کار به په پراخه کچه د ژوند شرایط ښه کړي او په سیمه کې به اقتصادي او ښاري پراختیا ته وده ورکړي.

د دغه پروژې تطبیقولو سره سره، به RIDF په بلخ ولایت کې د DABS مدیرانو او انجینرانو ته د دندې پرمهال روزنه، لارښوونه او سلا مشورې هم ورکوي. د دغه فعالیتونو موخه د DABS وړتیا پیاوړی کول دي څو په راتلونکي کې ورته پروژې په خپلواکه توګه په ګوته، مدیریت، تطبیق، فعاله کړي  او وساتي. د برېښنا توزیع دغه نوې شبکې زیربنا د فعاله ساتلو او حفظ او مراقبت مسؤل به DABS وي.

د سیمه ایزې زیربنا د پراختیا وجهې صندوق د KFW د پراختیايي بانک لخوا د آلمان د اقتصادي همکارۍ او پراختیا وزارت  (BMZ)په استازیتوب سره تطبیق کیږي. موخه یې د لومړني زیربناو برابرولو او د زیربنایی پروژو پلان کولو او پلي کولو لپاره د ادارې او خلکو ډلو پیاوړي کولو سره د افغانستان په شمال کې د ژوند شرایطو ښه کول دي. زیربنایی اقداماتو کې د سرکونو جوړول، د اوبو لګونې کانالونه، د سیلابونو محافظتي دیوالونه، ښوونځي او په بیله بیا د بریښنا شبکې پراختیا شامل دي. له ۱۳۸۹ لمريز کال راهیسې دغه برنامه د 270 کیلومتره سړکونو او 98 کیلومترو کانالونه او 15 د سیلاب محافظت بندونه تمویل، جوړ او ترمیم کړي دي. سربیره پردې، برنامه 29 ښوونځي جوړ او 5750 کورنۍ د بریښنا شبکې سره وصل کړې دي. تر دې دمه 5500 دولتي کارمندانو د RIDF په روزنیزو کورسونو کې برخه اخیستې چې هدف یې د ولایتي دولتی پرسونل روزل دي. دا به افغان ادارو ته دا وړتیا ورکړي چې په راتلونکي کې د دا ډول پروژو په خپلواکه توګه پلي کړي.