په څلورو ولایتونو کې د استاد – شاګردۍ پنځه ښوونځي بیا ورغول شول

14.08.1398
کابل، د 1398 کال د لړم 14مه - د پنځو هغو ښوونځو چې د دوه ګوني تخنیکي او مسلکي زده کړې او روزنې (TVET) پروګرام په آزمایښت کې برخه اخلي، همدارنګه د استاد – شاګردۍ په نوم هم پېژندل کېږي، د کابل، بادغیس، بغلان او بلخ په ګډون په څلورو ولایتونو کې د بیارغونې او عصري کولو کارونه پای ته ورسېدل. د افغانستان سره د آلمان د همکارۍ ادارې په ملاتړ د کابل په میخانیک انسټیټوټ کې د جمهوریت عالي لیسه او همدارنګه د بادغیس، بغلان جدید او مزار شریف د محاسبې او مدیریت انسټیټونه ټول د آسانتیا له پلوه له ودو او پرمختګونو څخه برخمن شوي دي. دا کار د ۲۰۱۹ زېږدیز کال د جولايي او اکټوبر د میاشتو ترمنځ ترسره شو چې له ۶.۷ میلیونو افغانیو څخه زیات ترکیبي ارزښت لري.

محمد خالد، د کابل په میخانیک انسټیټوټ کې د الکټرونیک په برخه کې د استاد-شاګردۍ کار زده کوونکي څرګنده کړه، د کابل په میخانیک انسټیټوټ کې وروستۍ بیارغونې نه یوازې زموږ ودانیو ته وده ورکوي، بلکه زموږ د زده کړې فعالیت هم اغېزمنوي. وړاندې، موږ باید په خرابو شرایطو کې په ټولګیو کې درس ویلای وای. که څه هم، له بیارغونو څخه وروسته، موږ د پروجیکټورونو او سپینو تختو په څېر  عصري تجهیزاتو ته لاسرسی لرو. دا موږ ته احساس راکوي چې ترې پاملرنه وکړو او زه په شخصي ډول ځان تشویق شوی احساسوم ترڅو  کلکه هڅه وکړم او خپلې ټولنې ته یې بېرته ورکړم.

د لا زیاتې هوساینې لپاره ټولګیو ته د بیارغونو ترڅنګ، د ښوونځیو په بیارغونو او عصري کولو کې د څڅوبي د مخنیوي لپاره د چتونو پټول، د برېښنا د لېږد با ثباته کول، او د مجهزو تشنابونو او غسلخونو  تضمینول شامل دي. بیارغول شوي ښوونځي به همدارنګه ښوونکو او زده کوونکو ته د خوندیتوب احساس وړاندې کړي ځکه چې دوی به مناسب احاطوي دېوالونه، لویې دروازې او قلف کېدونکې دروازې ولري.

په پنځو مسلکي ښوونځیو کې ۴۰ ټولګي بیارغول شوي دي. په دې کې اکثره د برېښنایي نصبونو نوي کول شامل دي. په مزار شریف کې ښوونځي او په کابل کې د جمهوریت ښوونځی همدارنګه د تشنابونو د عصري کولو څخه برخمن شوي دي.

ټولټال، له ۱۰۰۰۰ څخه زیات زده کوونکي به له دغو  بیارغونو څخه ګټه پورته کړي کوم چې د می په میاشت کې پیل شوي او د ۲۰۲۰ زېږدیز کال د ډسمبر تر میاشتې په ۳۰ تخنیکي او مسلکي ښوونځیو کې ترسره کېږي. د ټولو تخنیکي او مسلکي آزمایښتي ښوونځیو د بیارغونو موخه یوازې زده کوونکو ته په کافي اندازه اسانتیاوې برابرول نه دي، بلکه د استاد – شاګردۍ زده کړې پر کیفیت او اهمیت تأکید کول هم دي.

په افغانستان کې د تخنیکي او مسلکي زده کړې او روزنې (TVET) پروګرام څخه د ملاتړ پروګرام د آلمان د نړیوالې همکارۍ ټولنې (GIZ) او د آلمان د KfW پراختیایي بانک لخوا د آلمان د اقتصادي همکارۍ او پراختیا وزارت (BMZ) په استازیتوب پلي کېږي. د ځوان افغانانو د کارموندنې کچې لوړولو په موخه په افغانستان کې د رسمي مسلکي زده کړې او روزنې سیسټم ته پراختیا او وده ورکول د تخنیکي او مسلکي زده کړې او روزنې پروګرام موخه ده. سربېره پردې، دا پروګرام د افغانستان د تخنیکي او مسلکي زده کړو او روزنې ادارې په همکارۍ د استاد – شاګردۍ د عنعنوي کار زده کړې سیسټم عصري کوي. د تخنیکي او مسلکي زده کړو په رسمي ښوونځي کې له شمولیت وروسته، د دریو کلونو لپاره د استاد – شاګردۍ پروګرام سربېره، کار زده کوونکي کولای شي د ۱۲ ټولګي شهادت نامې لپاره غوښتنه وکړي چې دا کار ډېرو ځوانانو ته اجازه ورکوي چې عالي زده کړې ترلاسه کړي.