په ډهلي کې د ښوونکو روزنه: د کابل د ښوونځي ۵۰۰۰ زده کونکي به له پرمختللو درسونو څخه ګټه پورته کړي

09.08.1398
ډهلي، هندوستان، د ۱۳۹۸ کال د لړم د میاشتې نهمه - د هندوستان په ډهلي کې ، له کابل څخه ۲۷ ښوونکي د الماني ژبې په کورس کې ګډون کوي، پداسې حال کې چې ۱۷ نور ښوونکي ښوونیز تریننګ ترلاسه کوي. په دوی کې ۳۷ ښځې دي. دواړه فعالیتونه د وري د میاشتې په ۲۹ نیټه پیل شوي او د لړم د میاشتې په دوولسمه به پای ته ورسیږي. ددې فعالیتونو موخه د ښوونکو چمتو کول دي چې د عصري ښوونې او روزنې او د الماني ژبې د کورسونو لپاره توکي چمتو کړي. برخه اخیستونکي د کابل په دریو نمونوي ښوونځیو کې ښوونه کوي - د هلکانو لپاره د اماني عالي لیسه، د نجونو لپاره عایشه دراني عالي لیسه، او د نجونو او هلکانو لپاره د جمهوریت تجارتي ښوونځی. د افغان-المان همکاری د دې ښوونځیو ملاتړ کوي چې په ټول هیواد کې د ښوونځیو د پرمختګ لپاره د نمونې په توګه کار وکړي.

په دې روزنه کې د تدریس وړتیاوې، تدریسي زده کړې او تعلیمی ښوونه شامله ده چې په زده کونکو متمرکزې ښوونې باندې ټینګار کوي. د برخه اخیستونکو څخه د دراني ښوونځي مدیره، میرمن شبنم محمودي ټینګار وکړ، «موږ په ټولګیو کې د زده کوونکو د ګډون په اړه ډیر څه زده کړل. موږ په راتلونکو ورځو کې د لا نورو مهارتونو او درسي میتودونو د زده کولو تمه کوو ترڅو زموږ زده کونکي د زده کړې پروسې ته وده ورکړي».

د ښوونځي د زده کوونکو هڅونه او اعتماد په روزنه کې لوی رول لوبوي. ښوونکي دا زده کوي چې د زده کړې لپاره د زده کوونکو د لیوالتیا د زیاتولو او د هغوی د کارونو د تقدیرولو له لارې هغوی وهڅوي چې ښوونځي ته راشي. یوې بلې ښوونکې میرمن مریم ضیا څرګنده کړه: "موږ ګډه موخه لرو: څو د شونتیا تر کچې په غوره توګه خپلو زده کونکو ته خدمت وکړو. د دې روزنې په مرسته موږ هغه لارې چارې پیژنو چې له موږ سره به دې موخې ته په رسیدو کې مرسته وکړي.

د روزنیزو کورسونو په جریان کې ځینو نورو برخو ته هم پام وشو لکه درسي پلان جوړونه، ملاتړ کوونکې زده کړه، د بیلابیلو کلتورونو تر منځ د اړیکو زده کړه او په زده کوونکو متمرکزه ښوونه او روزنه. برخه اخیستونکي به په خپلو اړوندو ښوونځیو کې نورو ته ددې زده کړې د رسوونکو په توګه عمل وکړي او خپله نوې پوهه او تجربه به د خپلو همکارانو سره شریکوي. په ټوله کې به د ۱۳۰ ښځو په ګډون، ۳۰۰ ښوونکي له دې زده کړو ګټه پورته کړي. ددې په پایله کې به د ۲۶۰۰ نجونو په ګډون ۵۰۰۰ زده کوونکي پرمختللي درسونه ترلاسه کړي.

د المان په ملاتړ د افغان ښوونځیو د پیاوړتیا پروګرام(SGS)  د آلمان د بهرنیو چارو د فدرال وزارت په استازیتوب د GIZ لخوا پلی کیږي. دا پروګرام په کابل کې له دریو ښوونځیو: جمهوریت، اماني او عایشه دراني ښوونځیو سره مرسته کوي ترڅو د زده کړې کیفیت ښه کړي. دا نمونوي ښوونځي به د هیواد په کچه د نورو ښوونځیو لپاره یو ښه مثال وي. تر دې دمه نړیوالو روزونکو د ۲۴۰ ښوونکو لپاره د تعلیم او سولې په برخو کې د زده کړې پرمختللي کورسونه تنظیم کړي دي. سربیره پردې، ۲۲ ښوونکو په ریاضي کې د خپلې پوهې کچه لوړه کړې، او ۵۰ ښوونکو د طبیعي علومو په پرمختللو روزنیزو کورسونو کې برخه اخیستې ده. دا پروژه د موجوده زیربناوو بیارغونه او ترمیم هم تمویلوي.