په کابل کې د آلمان له ملاتړه برخمن ښوونځي په وروستۍ ناسته کې د ښوونې او روزنې ښه والی لمانځي

02.11.1398
نوی ډهلی، هندوستان، د ۱۳۹۸ لمریز کال د سلواغې دویمه – په کابل کې د المان له ملاتړه د برخمنو ښوونځیو د پیاوړتیا (SGS) لپاره د افغانستان-المان د همکارۍ پروژې خپله وروستۍ ناسته پرون د هند په نوي ډهلي کې ترسره کړه. دا پروژه چې د ښوونې او روزنې د کیفیت لوړولو لپاره د کابل د دریو ښوونځیو ملاتړ کوي، د ۲۰۲۰ زیږدیز کال د مارچ په میاشت کې به له شپږ کلونو دوامداره ژمنې وروسته پای ته ورسیږي. له ۲۰۲۰ کال راهیسې، دا برنامه د عایشه دراني ښوونځي، د جمهوریت د نجونو د مسلکي عالي لیسې او د اماني د هلکانو د عالي لیسې ملاتړ کوي چې دا ټول له آلمان سره پیاوړې اړیکې لري. دا نمونوي ښوونځي د نورو ښوونځیو لپاره د غوره کړنو د مثالونو په توګه کار کوي او موخه یې په ټول هیواد کې د ښوونې او روزنې د کیفیت لوړول دي. په دې غونډه کې ۶۰ سیاسي او کلیدي شریکان راټول شوي وو چې تر نیمایي ډیرې یې ښځې وې، ترڅو د افغان-المان د همکارۍ ژمنې ولمانځي.

په یوه وینا کې د عمومي زده کړو معین ډاکټر محمد ابراهیم شینواري وویل، 'موږ 7.2 میلیونه زده کونکي لرو چې ښوونکي د هغو د راتلونکو په جوړولو کې ستر رول لوبوي.' هغه اضافه کړه چې 'د ښوونکو د ظرفیت لوړول د مهمو اړخونو له ډلې څخه ده چې په باکیفیته زده کړې کې ستره ونډه لري. د ښوونکو د روزنې لپاره د آلمان له ملاتړ څخه د برخمنو ښوونځېو د پروژې د ښوونکو لپاره د یو ښه فرصت په توګه دنده تر سره کړه ترڅو د عصري ښوونې په اړه پوهه ترلاسه کړي.'

د ډاکټر شینواري سربیره، د افغانستان د تخنیکي او مسلکي زده کړې (TVET) مشرې آغلې ندیما سحر، د کلتوري ډیپارټمنټ مشرې آغلې جوهانا بورچارډ چې په نوي ډهلي کې د آلمان د سفارت استازیتوب کوي، د اړونده ښوونځیو آمرینو او د المان له ملاتړه د برخمنو ښوونځیو د پیاوړتیا (SGS) د پروژې د ټیم غړو په دې غونډه کې برخه اخیستې وه. غونډه د یوې بهرنی ژبې په توګه د الماني ژبې او پرمختللې ښوونې او میتودولوژۍ د وروستېو روزنیزو غونډو برخوالو ته د تصدیق لیکونو په ویشلو سره پای ته ورسیده.

د آلمان له ملاتړه د برخمنو ښوونځیو د پیاوړتیا (SGS) برنامې مدیر ښاغلي کرسچن بوورکل په خپله وینا کې وویل، 'دا پروژه له افغانستان سره د آلمان د همکارۍ او دوستۍ ګڼ شمېر اړخونه منعکسوي. موږ د درېو غړو ښوونځېو په زیربنا په ګډه کار کړیده، موږ د مدیریت پروسه په ګډه سره لا ډېره مؤثره کړیده او موږ په دوامداره توګه په ګډه سره کار کړیده ترڅو د ښوونې کیفیت لوړ کړو. نوموړي ټول کارونه چې موږ په ګډه سره ترسره کړیدي، هغه له 5,000 څخه د ډېرو ماشومانو د ګټه لپاره دي.'

دغه غونډه د بهرنۍ ژبې په توګه د جرمني ژبې او پرمختللې پيداګوژۍ او میتودولوژۍ د وروستېو جلسو ګډون کونکو ته د تصدیق لیکونو په ویشلو سره پاې ته ورسېده.

د آلمان له ملاتړه د برخمنو ښوونځیو د پیاوړتیا (SGS) د پروژې له پیل راهیسې، دې پروژې په بیلابیلو ننګونو کار کړی، لکه د ودانیو ترمیم او ساتل، د ښوونځي د مدیریت پیاوړی کول او د ښوونې د کیفیت ښه کول او پدې توګه یې په سیمه کې د ښوونځیو په پرمختګ کې مهمه مرسته کړې ده.

آغلې ندیما سحر، د تخنیکي او مسلکي زده کړو مشرې و ویل، 'موږ د آلمان له ملاتړه د برخمنو ښوونځېو د پياوړتیا (SGS) له  پروژې څخه د هغو د هڅو او همداراز همکارۍ څخه ډېر خوښ یو چې له موږ سره زموږ د ټاکلي ستراتیژیک پلان په ترلاسه کولو کې مرسته کړیده.'

د پروژې په جریان کې، له ۲۰۰ څخه ډېرو ښوونکو په مستقیم یا غیر مستقیم ډول سره د عصري علومو د روزنې له پرمختللو کورسونو څخه ګټه پورته کړې چې د نړېوالو کارپوهانو لخوا ترسره شویدي. د دې سربېره، په دریو نمونوي ښوونځیو کې ټولو الماني ښوونکو د ژبې او عصري بهرنۍ ژبې تدریس دوه ګړندي روزنې ترلاسه کړي دي، چې د ښوونځي د دوديز ژمنې درناوی کوي چې آلمانی ژبه د یوې بهرنۍ ژبې په توګه تدریس کوي. نورو ۹۵ ښوونکو د ادارې، همکارۍ او رهبرۍ، د تاسیساتو او کتابتون د مدیریت، د STEM (ساینس ، ټیکنالوژۍ ، انجینرۍ ، ریاضياتو) مضامینو، د یوې بهرني ژبې په توګه د انګلیسي ژبې، کمپیوټر او طبیعي علومو په برخو کې خپله پوهه لوړه کړې ده.

په ۲۰۱۹ او سږ کال کې ۳۲ تکثیروونکي او اته ماسټر روزونکي د پرمختللي زده کړې او میتودولوژي روزنه ترلاسه کوي. دوی به په کابل کې د خپلو همکارانو د روزنې مهمه دنده په غاړه واخلي ترڅو په راتلونکي کې د دریو نمونوي ښوونځیو د کیفیت له دوام او د ددې ښوونځیو له لا ښه والي ډاډ ترلاسه شي.

په کابل کې د المان له ملاتړه د برخمنو ښوونځیو د پیاوړتیا (SGS) پروګرام د آلمان د بهرنیو چارو د فدرال دفتر په استازیتوب د Deutsche Gesellschaft für Internationale Zusammenarbeit (GIZ) GmbH  له خوا پلې کیږي. له ۲۰۱۴ زیږدیز کال راهیسې، دې پروګرام د دریو ښوونځیو لکه د عایشې دراني ښوونځي، د جمهوریت د نجونو مسلکي عالي لیسې او د اماني د هلکانو لیسې زیربناوو ته وده او ښه والی ورکړی دی. ددې پروګرام موخه دا وه چې ډاډ ترلاسه شي چې دا ښوونځي د ټول هیواد لپاره په نمونوي ښوونځیو بدل شي او د درسونو او د ښوونځي د مدیریت په برخو کې دوامدار پرمختګونه وکړي چې دا پرمختګونه بیا تر افغاني مالکیت لاندې دوام وکولی شي. دا به د ټولو تعلیمي بنسټونو په پیاوړي کولو کې مرسته وکړي او زده کونکو ته به وړ زده کړې وړاندې کړي. په ټوله کې، شاوخوا ۵۵۰۰ هلکان او نجونې په یادو دریو ښوونځیو کې له دې برنامې څخه ګټه پورته کوي.