په کابل کې د خبریالانو ورکشاپ – د افغانستان د کان ایستنې دسکتور په باب د راپور ورکولو څرنګوالۍ

22.12.1397
کابل، د ۲۰۱۹ کال د مارچ د میاشتې ۱۳مه نیټه – پرون په کابل کې د خبریالانو او د مدني ټولنې د سازمانونو د استازو دپاره د کانونو او پټرولیم په وزارت کې یو ورکشاپ جوړ شوی وو چې په هغه کې په ټولیزه توګه د ۲۰ تنو نه زیاتو کسانو ګډون کړی وو. په دې غونډه کې د افغانستان د استخراجی صنایعو د شفافیت د نوښت په ادارې او د نوموړي وزارت د شفافیت په انترنټي ویبپاڼې باندې ټینګار وشو. د دې غونډې د جوړولو موخه داوه چې د خبریالانو پام د افغانستان د کان ایستنې سکتور ته راواړوي. دغه ورکشاپ د کانونو او پټرولیم د وزارت، د افغان-المان د همکارۍ د پروګرام او د افغانستان د استخراجی صنایعو د شفافیت د نوښت د ادارې په مرسته او همکارۍ جوړ شوی وو.

د افغانستان د استخراجی صنایعو د شفافیت د نوښت د ادارې مشر ښاغلي حشمت الله سایس، په ورکشاپ کې د ګډون په ترڅ کې داسې څرګنده کړه: «د انټرنټي ویبپاڼې له لارې خلکو ته د معلوماتو او شمیرو برابرول د استخراجی صنایعو د شفافیت د ابتکار د معیارونو (EITI)  د بشپړ رعایت یوازینۍ  واقعي لاره ده.»

د ۲۰۱۸ کال راهیسې د دغه راز معلوماتو یو دیټابیس په لاندې انټرنټي ویبپاڼه کې شتون لري: https://afghanistan.revenuedev.org چې په هغه نوي او کره معلومات او ارقام د کان ایستنې د جوازونو، د هغو د څښتنو، اړونده تادیاتو او تولیداتو په اړه خپروي. دغه ارقام په نیغه توګه د کانونو او پټرولیم د وزارت د کورني سیستمونو څخه نشئت کوي لکه د استخراج د کادسټر اداري سیستم چې د کان ایستنې موقعیت او شاخصونه تعقیبوي.

د کان ایستنې او پټرولیم د وزارت د کادسټر مشر ښاغلي قسیم الله قادری داسې وویل: «هغه معلومات چې په انټرنټي ویبپاڼه کې خپریږي کره او دقیق دي. دغه ویبپاڼه به د مدني ټولنې، خبریالانو او عامو خلکو سره مرسته وکړي چې په هر مهال او مکان کې دغو معلوماتو ته لاسرۍ ولري.» د کانونو او پټرولیم د وزارت ویاند ښاغلي عبدالقدیر مفتی زیاته کړه: «د معلوماتو دغه سرچینه به د افغانستان د کنټرولي ارګانونو سره چې په استخراجي مسئلو کې ښکیل دي هم مرسته وکړي.»

د دغه ورکشاپ مهمه موخه داده چې نوموړي ډیټابیس ته د ګډونوالو د پام د راګرځولو او د هغې د کارونې په هکله د خبریالانو د روزلو له لارې د هیواد د کانونو د سکتور په باب د ډیټابیس پر بنسټ د راپورونو د کمیت او کیفیت کچه لوړه شي. د افغانستان د کان ایستنې د سکتور په اړه د رسنیو د پوښښ زیاتول، خلکو ته د دې امکان ورکوي چې حکومت د دې سکتور په اړه د خپلو تګلارو په وړاندې مسؤول وګڼي او د هغه څخه ځانګړي بیانونونه او اقدامونه وغواړي.

د ۲۰۱۰ کال راهیسې، یعنې د استخراجي صنایعو د شفافیت د نوښت په نړیوال سازمان کې د افغانستان د غړیتوب د غوښتنې د مهال څخه را پدې خوا، د افغانستان حکومت، خصوصي سکتور او مدني ټولنه د نوموړي سازمان معیارونو ته ژمن دي. دغه نړیوال معیارونه د نفتو، ګازونو او منرالونو د ملي سرچینو د مدیریت په موخه د غړو هیوادونو څخه غواړي چې د مالیاتو، جوازونو، تړونونو، تولیداتو او د طبیعي سرچینو د استخراج د نورو مهمو عناصرو په اړه معلومات په ډاګه کړي. د کان ایستنې یو ښه پرمختللۍ سکتور او د مدني زیرمو روڼه کان ایستنه د افغانستان د پایښتونکي اقتصاد د پراختیا له پاره خورا اړین دي.

«د افغانستان په استخراجي سکتور کې د ښې حکومتولۍ د ودې» پروګرام د Deutsche Gesellschaft für Internationale Zusammenarbeit (GIZ) GmbH د ادارې له خوا د المان د اقتصادي همکاریو او پراختیا د وزارت (BMZ) په استازیتوب پلۍ کیږي. د دې لپاره چې په افغانستان کې د کان ایستنې د سکتور پوټنسیال په بشپړه توګه وکارول شي، نوموړۍ پروګرام په پام کې لري چې په استخراجي سکتور کې دولتي عواید زیات کړي، پانګونه وهڅوي او د افغانستان د اداري فساد سره مبارزه وکړي. دا پروژه اړونده مراجعو ته روزنه ورکوي تر څو تامین کړي چې د کان ایستنې کارونه په شفافه توګه او د هیواد د نافذه قوانینو او د روغتیا او ژوند چاپیریال د نړیوالو معیارونو سره سم ترسره کیږي. د نورو کارونو تر څنګ، دې پروژې د ۲۰۱۴ کال راهیسې د بیلابیلو موضوعګانو لکه د کانونو د پلان جوړونې، د کان ایستنې د اقتصاد او د کان ایستنې د څارنې د مدیریت په باب ۲۶روزنیز کورسونه د کانونو د ۳۸۰ تنو څارونکو او د کانونو او پټرولیم د وزارت او د هغه د ولایتي ادارو د نورو کارکوونکو لپاره جوړکړي دي. په عین حال کې، نوموړي پروګرام په دې سکتور کې د ونډې اخیستنې د ودې په موخه د افغانو ښځو لپاره ۱۳ سکالرشپونه تمویل کړي. برسیره پر دې، دا پروژه د افغانستان د استخراجي صنایعو د روڼتوب د نوښت (AEITI) څخه د روڼتوب د ودې او اداري فساد سره د مبارزې په موخه ملاتړ کوي.