په کانونو کې د اداري فساد سره مبارزه: د کانونو او پترولیم وزارت د افغان-المان له همکارۍ سره تړون لاسلیک کړ

04.06.1398
کابل، د 1۳۹۸ کال د وږی ۳ مه - پرون، د کانونو او پټرولیم سرپرست وزیرې میرمن نرګیس نهان، د افغانستان په استخراجي سکتور کې د ښې حکومتولۍ د ودې د پروګرام (MinGov) د راتلونکي پړاو د پلي کولو تړون لاسلیک کړ. د دې پروژې هدف د دولتي عایداتو زیاتوالی، پانګوونې ته وده ورکول او په دې سکتور کې د فساد مخه نیول دي. د میرمن نهان څلورواړو مرستیال وزیرانو هم په کابل کې د کانونو او پټرولیم په وزارت کې په دې مراسمو کې ګډون کړی وو. د افغان-المان همکارۍ د دې پروګرام له اوسني پړاو سره د ۳۲۷ ملیونه افغانیو مرسته کوي.

د پروژې اوسنی پړاو د ۲۰۱۸ کال له ډسمبر راهیسې روان دی او د ۲۰۲۰ کال تر نومبر پورې به دوام وکړي، له دوه کلن احتمالی تمدید سره. آغلې نرګیس نهان څرګنده کړه: "نن ورځ زموږ لپاره یو مهم پړاو دی. د المان د همکارۍ په مرسته، موږ ډاډ ترلاسه کولی شو چې زموږ پراخه معدني سرچینې زموږ د هیواد لپاره نعمت دي. سرپرست وزیرې نرګس نهان زیاته کړه: د نن ورځې موافقه به له موږ سره مرسته وکړي چې پرمخ لاړ شو او زموږ د درناوي وړ جرمن همکارانو سره په ګډه د خپلو ننګونو پر وړاندې مبارزه وکړو. "

د افغانستان په استخراجي سکتور کې د ښې حکومتولی د ودې د پروګرام (MinGov) فعالیتونه د کانونو او پټرولیم د وزارت د سمون له اجنډا سره نږدې همغږي لري او اصلي موخه یې په دې سکتور کې د فساد پر وړاندې مبارزه ده. د کانونو او پټرولیم وزارت کارکوونکو ته د سافټویر او مدیریت په برخو کې روزنه ورکول به د وزارتونو ترمنځ همکاري اسانه کړي او الکترونیکي حکومتولۍ ته به لاره هواره کړي. د کانونو او پټرولیم وزارت د کان پلټونکو لپاره تخنیکي روزنه او د کان کیندنې ټولنو سره مرسته کول ترڅو خپل چاپیریال وڅاري او پدې برخه کې خپل حقونه وپیژني د کان کیندنې د پروسو د نظارت کولو وړتیا لوړوي. د افغانستان په استخراجي سکتور کې د ښې حکومتولۍ د ودې پروګرام (MinGov) به د افغانستان د استخراجي صنایعو د شفافیت نوښت (AEITI) سکرتریت ته د پراختیا په ستراتیژیو او د پالیسۍ په مسایلو کې د معیاري اړتیاوو د پوره کولو لپاره هم مشوره ورکوي. په نهایت کې، د کانونو او پټرولیم د وزارت د جنډر پالیسي او د ښځینه کار ګمارنې په برخه کې د پوهې شریکولو نوښتونه به د جنډر مساواتو ته وده ورکړي.

"د آلمان سفارت څخه ډاکټر ډومینک شمید په ډاګه کړه چې که چیرې د افغانستان د کانونو په سکتور کې اصلاحات په دوامداره توګه پلي شي نو د عوایدو د تولید لپاره لوی ظرفیت لري. “په هرصورت ، موږ کولای شو تر هغه ځایه مخته لاړ شو تر کومه چې زمونږ همکاران راسره وي، نو د دواړو خواو همکاری ته اړتیا ده. هغه وویل موږ د تیرو میاشتو څخه ډیر پرمختګ ګورو، ځکه نو خوښ یو چې ملاتړ ته دوام ورکوو".

د پروژې اوسني پړاو لا دمخه خپلې لومړۍ بریاوې لمانځلې دي. نوي آنلاین پورټل (پرلیکه دریڅې) خلکو ته د کان کیندنې د تازه معلوماتو په ښودلو او پانګوالو ته په اجازه ورکولو چې د کانونو د جوازونو لپاره په آنلاین توګه (پر لیکه) غوښتنه وکړي، روڼتیا ته وده ورکړې ده. دا پورټل د "څوک چې لومړی راځی لومړی خدمت ورته کیږي" پالیسۍ په پلي کولو سره د کان کیندنې جوازونو په تخصیص کې د فساد مخه نیسي. سربیره پردې ، د کانونو د پلټونکو لومړۍ ډلې لادمخه د کان کیندنې ټیکنالوژۍ او حقوقي اړتیاوو په اړه روزنه ترلاسه کړې او دا روزنه هغوی په دې توانوي چې له قانون څخه سرغړونې په اغیزمنه توګه وپلټي او ویې پیژني.

دې پروژې د افغانستان د استخراجي صنایعو د شفافیت نوښت (AEITI) سکرتریت لپاره د ډیرو ساحوي فعالیتونو ملاتړ هم وکړ، چې د کانونو او پټرولیم د وزارت د مهمو کارکوونکو او له خصوصي سکتور او مدني ټولنې څخه د اړوندو فعالینو لپاره یې د عایداتو او ډیټا په اړه د پوهې په زیاتوالي کې مرسته وکړه. دا به د دواړو خواو څخه د ناسم راپور ورکولو په کموالي کې مرسته وکړي. په نهایت کې، د پروژې د جنډر ورکشاپونو په ولایتي دفترونو کې د جنډر مساواتو لپاره د پوهاوي کچه لوړه کړې  چې د تعصب او تبعیض سره مبارزه کې مرسته کوي.

د پروژې په اوسني پړاو کې ډیری فعالیتونه د هغې د تیر پړاو لاسته راوړنې نورې هم زیاتوي. د افغانستان سره د آلمان همکارۍ دا پروژه له ۲۰۱۴ کال راهیسې پلې کوي ترڅو د کان کیندنې سکتور پوتانسیال یا وړتیا په بشپړ ډول وکارول شي.

د نړیوالې پراختیا لپاره د آلمان اداره (GIZ) GmbH  د آلمان د اقتصادي همکاریو او پراختیا وزارت (BMZ)  په استازیتوب، د افغانستان په استخراجي سکتور کې د ښې حکومتوالۍ د هڅونې پروګرام پلی کوي. د دې پروګرام موخه د دولت د عوایدو زیاتوالی، د کانونو په سکتور کې پانګه اچونې ته وده ورکول او په دې سکتور کې د فساد پروړاندې مبارزه ده ترڅو د افغانستان د کانونو سکتور پوتانسیال یا وړتیا په بشپړ ډول وکارول شي. دا پروژه اړوندو شریکانو ته روزنه ورکوي ترڅو ډاډ ترلاسه کړي چې د کان کیندنې فعالیتونه په شفاف ډول او له قانون سره سم او همدارنګه د روغتیا او چاپیریال له نړیوالو معیارونو سره سم پرمخ وړل کیږي. د نورو فعالیتونو سربیره، دې پروژې له ۲۰۱۴ کال راهیسې د کانونو او پټرولیم وزارت او د هغه د ولایتي ادارو له ۳۸۰ څخه ډیرو کان پلټونکو او نورو کارکوونکو ته د کان کیندنې د پلان جوړونې، د کان کیندنې اقتصاد او د کان کیندنې د نظارت په برخو کې ۲۶ روزنیز کورسونه په لاره اچولي دي. دې پروګرام د کان کیندنې په سکتور کې د میرمنو د برخه اخیستنې په موخه ۱۳ بورسونه هم تمویل کړي. پردې سربیره، دا پروګرام د افغانستان د استخراجي صنایعو شفافیت نوښت (AEITI) ملاتړ کوي ترڅو شفافیت پیاوړی او له فساد سره مبارزه وشي.