په کندز کې د سړک رغونه چې له ۳۶۰۰۰ څخه زیات وګړي به ورنه ګټه واخلي

17.09.1399
کابل، د ۱۳۹۹ هجري لمریز کال د لیندۍ د میاشتې ۱۷مه - پرون د شنبې په ورځ، د کندز اداري چارواکو او د دې ولایت د ټولګټو رئیس په کندز کې د یو سړک د بیارغونې تړون لاسلیک کړ. د دغه تړون لاسلیک په کابل کې وشو. د کندز په ښار کې به د باغ زیارت د ۳ کیلومتره سړک له بیارغونې نه له ۳۶،۰۰۰.۰۰ ډیر وګړی ګټه واخلي. له افغانستان سره د آلمان د مرستو د سیمه ایزو زیربناوو پراختیایی پانګې (RIDF) ټول ټال د ۱۱۶ میلیونه افغانیو په لګښت ددې سړک د بیارغونې د ودانیزو چارو ملاتړ کوي.

د کندز والي ښاغلي عبدالستار میرزکوال وویل "موږ  د ولایت په کچه د جګړې او تاوتریخوالي د کمولو لپاره  کار کړی دی. په نتیجه کې، موږ اوس په ولایت کې په  بریالیتوب د ورته پروژو د پلي کیدو لپاره مناسب فرصت لرو او تل به د ورته هڅو هرکلی او ملاتړ وکړو". '

د سړک د خراب وضعیت له امله د سیمې اوسیدونکي د کندز ښار مرکز ته د توکو، زراعتي محصولاتو او څارویو په لیږدولو کې له ستونزو سره مخ دي. دوړې او خټې چاپیریال ککړوي او عامه، خصوصي او ټولنیزو خدمتونو ته لاسرسی ستونزمن کوي. د دې پروژې مؤخه د کال په هر فصل کې ښار ته د سړک له لارې خوندی او باوری لاسرسی دی.

د کندز د اقتصاد رییس ښاغلي محمد طاهر روزي وویل، "دا پروژه د خلکو غوښتنه وه. د ټولنې مشرانو او د مدني ټولنې غړو په مکرر ډول زموږ څخه پوښتل چې پروژه به کله پیل کیږي. نن موږ تړون لاسلیک کو"

د سړک بیا رغونه به ځایی چوپړتیاوو لکه: ښوونځیو، روغتیايي تائسیساتو، کروندو او مارکیټونو ته د خلکو لاسرسی  آسانه  او په ولایت کې به د خلکو تر منځ د اړیکو ټینګښت پیاوړی کړي. دغه سړک به د چاردرې او کابل - کندز د لویې لارې تر منځ د بای پاس یا فرعي لارې په توګه کارول کیږي. د رغولو په درشل کې به دغه پروژه د سیمې اوسیدونکو ته د ګټې وټې ضمینه برابره کړي. مسلکي او غیر مسلکي کارکوونکي به د ندو ته  لاسرسی ومومي او ځایی هټیوال به وکولی شي چې خپل ساختماني توکي وپلوري.

د سیمه ایزو زیربناؤو پراختیا يي پانګه (RIDF) به د سړک د بیارغونې د پانګونې سر بېره ، د ټولګټو ریاست انجینرانو او مدیرانو ته د دندې پر مهال د روزنې او لارښوونېغونډې برابرې کړي. د روزنې ددې فعالیتونو مؤخه په عملي او پر لپسې توګه د سړکونو د ډیزاین، جوړولو او ساتلو په برخه کې د یاد ریاست د وړتیاوو  لوړول دي.

په کندز کې د ټولګټو رئیس  ښاغلي زاهد زیارمل وویل، "موږ د سیمه ایزو زیربناؤو  پراختیایی پانګې (RIDF) سره په ګډه کار کولو ته چمتو یو ترڅو د پروژې کیفیت او په وخت پلي کول یقیني کړو."

پدغه پروژه کې د دوهم سړک دوې  څانګې به د کلکې کانکریټي سطحې په درلودلو ډیر مقاوم شي. دا ډول سړکونه تر ۵۰ کالو پورې دوام کولی شي، چې د سړک د غوره سطحې ، ډیر مقاومت، د شپې له خوا د ښه لید او پایښت لرونکي وي.

د بیا رغونې په کار کې د موټرو لپاره د شپږ یا اووه مترو په پلنوالي کلک سړک له دوه خطونو سره او د سړک دواړو اړخونو ته د یو متر په پلنوالي  شګلنې لارې شاملې دي. سربېره په دې، د سړک  غاړو ته به شاوخوا درې کیلومتره د اوبو ویالې جوړې شي. د اوبو د وتلو تونلونه به وغځول شي، او ۱۰ نور تونلونه به جوړ شي. د ټولګټو ریاست به به لرې  او د سیمه ایزو زېر بناؤو د پانګې  (RIDF) په تخنیکی مرسته د نوموړې پروژې څارنه کوی .

د سیمه ایزې زیربنا د پراختیا وجهې صندوق د KFW د پراختیايي بانک لخوا د آلمان د اقتصادي همکارۍ او پراختیا وزارت  (BMZ)په استازیتوب سره تطبیق کیږي. موخه یې د لومړني زیربناو برابرولو او د زیربنایی پروژو پلان کولو او پلي کولو لپاره د ادارې او خلکو ډلو پیاوړي کولو سره د افغانستان په شمال کې د ژوند شرایطو ښه کول دي. زیربنایی اقداماتو کې د سرکونو جوړول، د اوبو لګونې کانالونه، د سیلابونو محافظتي دیوالونه، ښوونځي او په بیله بیا د بریښنا شبکې پراختیا شامل دي. له ۱۳۸۹ لمريز کال راهیسې دغه برنامه د 270 کیلومتره سړکونو او 98 کیلومترو کانالونه او 15 د سیلاب محافظت بندونه تمویل، جوړ او ترمیم کړي دي. سربیره پردې، برنامه 29 ښوونځي جوړ او 5750 کورنۍ د بریښنا شبکې سره وصل کړې دي. تر دې دمه 5500 دولتي کارمندانو د RIDF په روزنیزو کورسونو کې برخه اخیستې چې هدف یې د ولایتي دولتی پرسونل روزل دي. دا به افغان ادارو ته دا وړتیا ورکړي چې په راتلونکي کې د دا ډول پروژو په خپلواکه توګه پلي کړي.