په کندز کې د نوي روغتیاېي کلینیک ودانۍ به ۱۲۰،۰۰۰ خلکو ته ګټه ورسوي

06.05.1399
د قلعه زال ولسوالي، کندز، د ۱۳۹۹ لمریز کال د زمري شپږمه – د پنجشنبې په ورځ، له افغانستان سره د آلمان همکارۍ د کندز ولایت د عامې روغتیا ریاست ته د آق تیپې روغتیايي کلینیک د یوې برخې په توګه یوه نوې ودانۍ وسپارله. دا نوی روغتیایي کلینیک او د بیړنئ ولادي پاملرنې کلینیک چې د آق تیپې په سیمه کې موقعیت لري، د قلعه زال ولسوالۍ په ټولو ۶۴ کلیو کې شاوخوا ۱۲۰۰۰۰ خلکو ته روغتیايي چوپړتیاوې وړاندې کوي. د عامې روغتیا ریاست د دې ودانۍ لپاره ځمکه چمتو کړې او په راتلونکي کې به د دې ودانۍ د ساتنې او پالنې مسؤلیت په غاړه ولري. پدې توګه، تمه کیږي چې په دولتي بنسټونو د باور کچه لوړه شي. د افغانستان په شمال کې له افغانستان سره د آلمان همکارۍ د ثبات پروګرام (SPNA) ددې ودانۍ د ودانولو په چارو نږدې ۲۶.۲ ملیونه افغانی لګولې دي.

د کندز مرستیال والي او اوسني سرپرست والي ښاغلي حشمت الله رحیمي ارزبیګي وویل، "د افغانستان په شمال کې له افغانستان سره د آلمان  همکارۍ د ثبات (SPNA) پروګرام له لارې ډیرې قیمتي پروژې پلې شوې چې د کندز په ولایت کې د پوهنې د سیستم پیاوړتیا او روغتیايي خدمتونو په وړاندې کولو کې مرسته کوي. دا کلینیک د کندز په پراختیایی پلان کې وو او د قلعه زال لپاره لومړیتوب ګڼل کیده."

له دې وړاندې، په سیمه کې مناسبو روغتیایي چوپړتیاوو ته لاسرسی یوه ننګونه وه. د قلعه زال ولسوالۍ د آق تیپې سیمې ناروغانو غوره روغتیایي پاملرنې ته د لاسرسي لپاره کندز ښار ته اوږد سفر کاوه او په لاره کې له امنیتي خطرونو سره مخ کیدل. د دې سفر له امله د دوی وخت ضایع کیده او د نامنظم  ټرانسپورټ او شپې پاتې کیدو له امله به یې لګښت زیات وو. د کلینیک پخوانۍ ودانۍ چې په ۱۹۸۰ کې جوړه شوې وه، په جګړو کې ویجاړه او نوره د ګټې اخیستنې وړ نه وه. د قلعه زال ولسوالۍ پرمختیايي شورا او د عامې روغتیا ریاست دا پروژه په ۲۰۱۶ زیږدیز کال کې وړاندیز کړه او رغونه یې په ۲۰۱۷ زیږدیز کال کې پیل شوه.

د کندز د اقتصاد ریاست څخه ښاغلي علي خان احمدزي وویل، "د دې کلینیک جوړول د قلعه زال ولسوالۍ خلکو ته د روغتیايي خدمتونو په وړاندې کولو کې ډیر ارزښت لري. دا اقتصادي ګټې هم لري. ناروغان به نور د روغتیایي پاملرنې لپاره کندز ښار ته سفر نه کوي او د کلینیک پراخیدو له امله به ډیر کارکوونکي وګمارل شي. د اقتصاد ریاست د دې پروژې په پلي کیدو خوښ دی او باور لري چې د افغانستان په شمال کې له افغانستان سره د آلمان  همکارۍ د ثبات (SPNA) برنامې د ځایی ټولنو په ودانولو او بیا رغونه کې مثبت رول لوبولی دی.

د آق تیپې مرکزي روغتیایي کلینیک او د بیړنۍ ولادي پاملرنې کلینیک د افغانستان په شمال کې له افغانستان سره د آلمان همکارۍ د ثبات (SPNA) د پروګرام وروستی پروژه وه. دا نوې ودانۍ د بیړنۍ ولادي خونې، د تشخیص د خونې، د زیږون د خونې، او د ښځینه کارکوونکو د استراحت د خونې په ګډون ۲۱ خونې لري. دا کلینیک ټول اړین تجهیزات لري لکه د روغتون کټونه، د زیږون کټونه، د کارکوونکو کټونه، سټریچرې او د عملیاتو څراغونه. دا د حفظ الصحې او روغتیایي کلینیک ټول هغه عصری معیارونه دي چې د مناسبو روغتیایي چوپړتیاوو د وړاندې کولو لپاره اړین دي. د لوړ کیفیت لرونکي تجهیزات دا ډاډمنوي چې کارکوونکي وکولی شي په خوندي چاپیریال کې کار وکړي، د کارکوونکو د رضایت کچه لوړوي، او په پایله کې د ټولنې لپاره د روغتیایي پاملرنې د کیفیت د کچې په لوړولو کې مرسته کوي.

د KfW پراختیایی بانک د آلمان د بهرنیو چارو د فدرال وزارت (AA) په استازیتوب د افغانستان په شمال کې له افغانستان سره د آلمان همکارۍ د ثبات (SPNA) پروګرام تمویل کړی دی. د دې پروګرام موخه د افغانستان په شمال کې د سیمه ئیزې حکومتولۍ د جوړښتونو پیاوړي کول او د کلیوالو خلکو د ژوند د شرایطو ښه کول وو. پدې توګه، دا پروګرام د زیربنایي فعالیتونو او ظرفیت لوړولو ملاتړ کوي. د افغانستان په شمال کې له افغانستان سره د آلمان  همکارۍ د ثبات (SPNA) پروګرام د بدخشان، کندز، تخار، او بغلان په ۵۰ ولسوالیو کې شاوخوا ۴۳۰ پروژې تمویل کړې چې د ۲۸۰ ښوونځیو او نورو زده کړئیزو تأسیساتو، ۳۹ سړکونو او پلونو او د اوبو لګولو د ۱۶ کانالونو جوړول، بیارغول یا پراختیا پکې شامل دي. په ورته وخت کې، دې پروژې شاوخوا ۱۸۰۰۰ د پراختیایی شوراګانو غړي د پروژو د ټاکلو او څارنې په برخه کې روزلي. د دې پروګرام ټوله بودیجه له ۷ میلیاردو افغانیو څخه ډیره وه. د افغانستان په شمال کې له افغانستان سره د آلمان همکارۍ د ثبات (SPNA) پروګرام د ۲۰‍۱۰ او ۲۰۱۹ کلونو تر منځ پلی شوۍ او اوس پای ته رسیدلۍ دۍ.