په کندهار ولایت کې د کان کیندنې ولایتي مفتشینو لپاره د کان کیندنې روزنه

09.11.1398
د کندهار ولایت، ۰۹-۱۱-۱۳۹۸. نن، په کندهار ولایت کې د کان کیندنې معیاري څلور اوونیزه روزنه پای ته ورسېدله. په دغه پروګرام کې د څلورو ولایتي کانونو لکه زابل، اوروزګان، هلمند او کندهار ولایتونو له ریاستونو څخه ۱۱ مفتشینو ګډون کړی و. د دغه پروګرام روزونکو، چې د کانونو او پټرولیم وزارت کارپوهان دي، هغوی دغه روزنه ورکړه او دغه کارپوهانو هم د روزونکو په روزنه (ToT) کې برخه اخیستلې وه چې د هغې بودیجه هم د افغان-جرمن همکارۍ ورکړې وه.

دکندهار ولایت د کانونو ریاست ځمکه پېژندونکي، ښاغلي عبدالرزاق وویل: «دغه روزنه د ما لپاره ډېره په زړه پورې وه، ځکه چې زیاته توجه یې د موږ پر ورځني فعالیتونو پورې اړوند وو. پر دې سربېره، ما د کانونو معیاري سروې تخنیکونو او په ساحه کې د تجهیزاتو کارولو په اړه کافي معلومات هم ترلاسه کړل. د ترلاسه شوي پوهې له کارولو سره به زه وکولای شم څو په دفتر او کانو کیندنې په ساحو کې خپله دنده په ښه توګه ترسره کړم.»

په دغه روزنه کې د کندو او ځمکې لاندې کان کیندنې پروسې، روغتیا او خوندیتوب، کان کیندنې قانون، چاپېریالي اړخونه، سروی تخنیکونه او د کانونو په سکتور کې د جنډر رول پورې اړوند موضوعات شامل وو. دغه روزنه په کندهار ولایت کې د کان کیندنې په ساحو عملي تجربې او تمرینونو سره هم بشپړه شوه. د کان کیندې مفتشین، اوس د دې جوګه دي څو د کان کیندنې فعالیتونو ساحوي تفتیش په سمه توګه وکړي او دا وګوري چې آیا د کان کیندنې فعالیتونه له نورمونو، معیارونو او له مقرراتو سره مطابقت لري او که نه. په دې ډول سره دغه روزنه د کانونو په سکټور کې روڼتیا راولي.

د دغه روزنې یو بل ګډونوال، د هلمند ولایت د کانونو ریاست غړي، ښاغلي ضیاءالحق داوري زیاته کړه.: «زه ډېر خوشحاله یم چې په دغه روزنه کې مې ګډون کړی دی، ځکه چې زیاتره موضوع ګانې نوي او په دفتر کې د ما ورځني کارونو کې د تطبیقولو وړ دي. د دغه نوي پوهې تطبیق به د ما فعالیت لا ښه کړي.»

افغانستان د مسو، وسپنې، سرو زرو، لیتیم، نادره ځمکو او کوبالټ په شمول له معدني سرچینو څخه بډای هېواد دی. دغه سرچینې د اقتصادي ودې پیاوړتیا، اضافي عایداتو ترلاسه کولو او د افغانستان په استخراجي سکټور کې زیاتو دندو ایجادولو لپاره ښه زمینه برابروي. په هرصورت، د دغه فعالیت په اغېزمنه توګه کارونې لپاره، د کان کیندنې فعالیتونه باید په ښه توګه اداره، تنظیم او په شفاف ډول وڅارل شي.

دغه پروګرام د ۱۳۹۸ کال سرطان له میاشتې راهیسې دوام لري او په اته (۸) دورو کې ترتیب شوې دی. د کابل، فیض آباد، بلخ، ننګرهار او هرات څخه وروسته کندهار شپږمه (۶) دوره ده. راتلونکي دوه (۲) دورې به په کابل کې ترسره شي او د هېواد پاتې نور ولایتونه به د ۱۳۹۹ کال د ثور تر میاشت پورې تر پوښښ لاندې راولي. د افغان جرمن همکارۍ پروګرام (MinGov)  د افغانستان په استخراجي سکټور کې ښه اداره او تنظیم کولو لپاره د ۱۳۹۶ کال نه تر ۱۳۹۷ کال پورې ورته پروګرام پلي کړی، چې په پایله کې یې د ښځو په ګډون د کان کیندنې له ۱۵۰ څخه زیاتو مفتشینو ګټه اخیستلې ده. دغه پروګرام د کانونو او پټرولیم له وزارت سره په همغږۍ جوړېږي او تطبیقېږي.  

د افغان جرمن همکارۍ پروګرام چې په افغانستان کې د استخراج په سکټور کې ښه حکومتولۍ ته وده ورکوي. د Deutsche Gesellschaft für Internationale Zusammenarbeit (GIZ) GmbH  دا پروګرام د آلمان د اقتصادي همکارۍ او پراختیا وزارت (BMZ) په استازیتوب پلي کوي. د دغه پروګرام موخه، د کان کیندنې په صنعت کې روڼتیا باوري کول او څارل دي څو د حکومت عوایدو په کنټرولو کې مرسته وکړي، پانګونې ته وده ورکول او له اداري فساد سره مبارزه کول دي. دغه پروژه د کانونو او پټرلیم له وزارت سره د معلوماتو شفافه مدیریت، د نړیوال معیارونو سره سمونوالي په اړه په برخه کې همکاري کوي او سلا او مشورې ورکوي. همداراز د هغوی عملي تجربه پیاوړی کوي، په داسې حال کې چې د کان کیندنې په سکټور کې د ښځو ونډه پیاوړی کوي/زیاتوي. دغه پروژه د استخراجي صنایعو د روڼتیا په نوښت کې د بیاځلي اعتبار ترلاسه کولو (EITI) لپاره له افغانستان سره مرسته کوي کوم چې د معلوماتو روڼتیا او اداري فساد پر وړاندې اقداماتو ته اړتیا لری. د ۱۳۹۲ کال راهیسې، سه د پاسه ۷۰۰ کسانو ته مسلکي او د دندې اړونده روزنه ورکړل شوې ده.