په 2021 کال کې د افغانستان د نوي کیدونکي انرژۍ لپاره درې مهم ټکي

22.11.1399
د جنوري په 26 مه، له افغانستان سره د آلمان همکارۍ د نوي کیدونکي انرژۍ د ودې پروژي یا ESIP د 2021 لپاره پرانیسته ناسته ترسره کړه. په دې ناسته کې دESIP، د افغانستان د نوي کیدونکي انرژۍ ټولنې (AREU) او "انرژۍ لپاره نظرونه" یا ‘ideas into energy’ - چې یوه غیر انتفاعي آلمانی موسسه ده چې په ټوله نړۍ کې د نوي کیدونکي او دوامداره انرژۍ او چاپیریال ساتنې ټیکنالوژیو خپرولو ته وده ورکوي) استازو سربیره ، د 20 څخه زیاتو کسانو ګډون درلود.

د 2021 کال لپاره مهم ټکي عبارت دي له:

د فوتوالټیک (PV) سیسټمونو لپاره یو معیاري پاسپورت به د لوړ کیفیت انسټالیشن (نصبولو) په تأییدولو کې مرسته وکړي. پدې کې به د هغه شرکت تخنیکي توضیحات او همدارنګه نوم شامل وي چې د انستالیشن یا نصبولو مسوولیت به په غاړه لري او د تضمین د سند سره لازمي ده. همدارنګه، د انرژۍ د سکټور د پياوړي کولو پروګرام یا ESIP به د PV افغاني تخنیکران د دغسې ټیکنالوژۍ انستالیشن او یا نصبولو په برخه کې وروزي.

بل مهم ټکی په افغانستان کې د نوي کیدونکي انرژۍ په اړه د عامه لاسرسي وړ یو آنلاین پلیټ فارم (ویب پاڼه) جوړول دي. دغه ویب پاڼه به د افغانستان نوي کیدونکي انرژۍ شرکتونو لیست ولري ترڅو احتمالي پانګوالو سره د سوداګرۍ شریکانو پیژندلو کې مرسته وکړي. پردې سربیره، ویب پاڼه به د نوي کیدونکي انرژۍ په اړه ښي او بدي بېلګې خپرې کړي.

په پایله کې، یو نوی آنلاین د حساب ماشین به د افغانستان سوداګري  او عامه نهادونو سره مرسته وکړي چې د فوتوولټیک تاسیساتو ګټې محاسبه کړي.

دا ټول اقدامات د ملګرو ملتونو دوامداره پراختیا اوومه موخه کې  اضافه والی راولي: ارزانه، باوري، دوامداره او مدرنې انرژي ته د ټولو لاسرسی.

د انرژۍ د سکټور د پياوړي کولو پروګرام یا ESIP په اړه لا زیاد معلومات تر لاسه کړۍ: https://bit.ly/3a75e8n 

"د انرژۍ لپاره نظرونه" یا  ‘ideas into energy’  په اړه لا زیات معلومات تر لاسه کړۍ: bit.ly/Ideas-into-energy