پوهه په ښوونځي کې: د ۲۳٬۰۰۰ زرو تنو نه زیاتو زده کوونکو لپاره د درسونو سمونتیا

06.02.1398
کابل، د ۲۰۱۹ کال د اپریل د میاشتې ۲۶مه نیټه – پرون د کابل د شپږو ښوونځیو د ساینس او ریاضی د ۱۰۰ نه زیاتو ښوونکو لپاره چې ۶۹ تنه یې ښځې وې یو درې اونیزه روزنیز کورس پایته ورسید. ګډونوالو زده کړل چې د عصري تدریس اسلوبونه د کیمیا، بیولوژۍ، فزیک او ریاضۍ په مضمونونو کې په څه ډول وکاروي. د دې روزنې یوه برخه د لوست په ترڅ کې د نویو لابراتواري تجهیزاتو شاملولو ته په پام کې نیول شوې وه. د افغان-آلمان د همکارۍ پروګرام له دغه کورس څخه ملاتړ وکړ او د تجهیزاتو ټولیز لګښت یې چې شاوخوا ۱،۱ میلیون افغانۍ کیږي تمویل کړی دئ. د ۲۳٬۰۰۰ تنو نه زیات زده کوونکي به د سمون ورکړل شویو لوستو څخه ګټه پورته کړي.

د کیمیا یوه ښوونکي چې په نوموړي کورس کې یې ګډون کړی وو داسې څرګنده کړه: «د ورکشاپ په ترڅ کې ما زده کړل چې درس مواد او ممد د کیمیا په تدریس کې څنګه وکاروم. پخوا زه یوازې په دې پوهیدم چې څنګه د هغو څخه په تیوري کې ګټه پورته کړم نه په عمل کې. زه به د تدریس نوي اسلوبونه په ښوونځي کې د خپلو زده کوونکو سره وکاروم.»

په نوموړي روزنیز کورس کې (د څلورمو نه تر دوولسمو ټولګیو پورې) د ساینس او ریاضۍ ګډون کوونکي ښوونکي به د نویو اسلوبونو د مبلغینو په توګه عمل وکړي او خپله نوې پوهه او مهارتونه به د خپلو ښوونځیو د نورو ښوونکو سره شریک کړي. په دې توګه به په ټولیزه توګه شاوخوا ۷۰۰ تنه نور ښوونکي د هغو څخه ګټه پورته کړي. په پایله کې، د ۲۳۰۰۰ تنو نه زیات زده کوونکي به د ساینس او ریاضۍ په مضمونونو کې سمون ورکړل شوې پوهنه په لاس راوړي.

په کابل او د هیواد په نورو برخو کې زیات شمیر ښوونځئ د ساینس او ریاضۍ د لوستونو لپاره په ډیر کمو وسایلو سمبال دي. د دې لپاره چې د نوموړي روزنیز کورس ګډونوال وکولای شي خپله نوې پوهه په عمل کې پلۍ کړي، د افغان-المان د همکارۍ د ادارې د لومړنیو او ثانوي زده کړو پروګرام (BEPA) اړونده ښوونځیو ته لابراتواري مواد او تجهیزات برابر کړل چې په هغو کې المارۍ، میزونه او څوکۍ هم شاملې دي چې هرو مرو به د ساینس د درسونو کیفیت تر زیاتې کچې پورې لوړ کړي.

په افغانستان کې د لومړنیو او ثانوي زده کړو پروګرام (BEPA) د  Deutsche Gesellschaft für Internationale Zusammenarbeit (GIZ) GmbH د ادارې له خوا د المان د اقتصادي همکاریو او پراخیتا د فدرال وزارت (BMZ) په استازیتوب پلۍ کیږي. د دې پروګرام موخه د ښوونکو د روزنې او تعلیمي نصابونو د تدورین په ډګر کې د افغانستان د پوهنې وزارت سره د مرستې له لارې په افغانستان کې د لومړنیو او ثانوي زده کړو کیفیت ته سمون ورکول دي. د ۲۰۰۸ کال راهیسې، بیپا د ۲۳۰۰۰ تنو نه زیاتو ښوونکو لپاره روزنه برابره کړې ده. برسیره پردې، د دې پروګرام په مرسته ۲۲ دارالمعلمینونو د راتلونکو ښوونکو دپاره د کارپیژندنې حتمي دورې په خپلو پروګرامونو کې ترویج کړي دي. په پایله کې، د افغانستان په شمال کې اوس شاوخوا ۱۵۸۰۰ تنه د پوهنتونونو او ۸۸۳۰۰ تنه د ښوونځیو زده کوونکي د سمون ورکړل شوي ښوونې او روزنې څخه ګټه پورته کوي. هغوی اوس د روزنې یو تخصصي، د عمر سره سم او شاګرد محوره سیستم ته لاسرسۍ لري.