پوهه ځواک دی: د افغانستان د نوې کیدونکې انرژۍ د اتحادیې د کارپوهانو د ائتلاف ګډ ځواکمنونکی بحث

08.09.1398
کابل، د ۱۳۹۸ کال د لیندۍ ۸ مه – د چهارشنبه په ورځ، د نوې کیدونکې انرژۍ له سکتور څخه د کلیدي بنسټونو یوه ائتلاف خپله پوهه په یو ورکشاپ کې د افغانستان د نوې کیدونکې انرژۍ له اتحادیې (AREU) سره د اوبو او بریښنا په وزارت (MEW) کې شریکه کړه. شپیته خلک، نارینه او ښځینه، په دغه بحثونو چې په خصوصي سکتور کې د نوې کیدونکې انرژۍ د ترویج د څرنګوالي په اړه وه، ګډون وکړ. کارپوهانو د AREU غړو ته د اوسمهاله شوو مالوماتو په رسولو کې او همداراز د خپلو غړو سازمانونو د ظرفیت په لوړولو کې مرسته وکړه. په ګډون کونکو کې د MEW، د افغانستان د برشنا شرکت (DABS)، د مالیې وزارت، او د کلیو د بیارغاونې او پراختیا وزرات (MRRD) استازي شامل ول. افغانستان سره د آلمان د همکارۍ د انرژۍ د سکتور د پراختیا پروګرام (ESIP) دغه ورکشاپ ملاتړ کړ.

محمد ګل خلمي، د MEW وزیر و ویلې، ’موږ تل د خصوصي سکتور ملاتړ کوو. دا زموږ لپاره یو ډير ښه فرصت دی ترڅو له یو بل سره کښینو او د قوانینو، پالیسېو، د تدارکاتو د سیسټم، او پروژو په اړه سره بحث وکړو. د ګروپي بحثونو په بهیر کې تاسو خپلې هرې پوښتنې ته ځواب ترلاسه کولې شئ.‘

د ورکشاپ په بهیر کې، غړو د نوې کیدونکو انرژېو د تدارکاتو د پروسې، قوانینو کې د اوسمهاله شوو مواردو، قوانینو او پالیسو او راتلونکو پروژو او خصوصي سکتور لپاره د فرصتونو، لکه خالص اندازه کول په اړه بحث وکړ. د MEW، MRRD، او DABS په شمول د نوې کیدونکې انرژۍ په سکتور کې له کلیدي بنسټونو څخه کارپوهانو له ګډون کونکو سره په بېلابېلو میزونو کې د ګروپي بحثونو کوربه توت وکړ او خپله پوهه یې ورسره شریکه کړه.

آمنه عدیل، د AREU عمومي مدیرې و ویلې، ’د AREU د کارپوهانو ائتلاف داسې یو پول دی چې له AREU سره د اوسمهاله شوې پوهې په خپرولو، د خپلو غړو سازمانونو په روزلو او ظرفیت لوړولو، او د لیوالو یا اړتیا لرونکو کسانو ترمنځ د پوهې په شریکولو کې مرسته کوي. ‘

پوهه او مالومات په خصوصی سکتور کې د شرکتونو د ښکیلولو لپاره سیالي کونکې ګټې او فرصتونه وړاندې کوي. د دې ورکشاپ موخه د AREU له غړو سازمانونو سره د هغوې د سوداګرۍ د پراختیا په برخه کې مرسته کول دي ترڅو د انرژۍ په ملي او نړیوال مارکیټ کې سیالي وکړي.

د AREU غړو سازمانونو فرصت درلود ترڅو په اړونده سکتور کې د ننګونو او فرصتونو بحث وکړی او د یو رسمي ترتیب هاخوا شبکۍ جوړوی. شبکه جوړونه له AREU سره مرسته کوي ترڅو د نوې کیدونکو انرژېو په قوانینو، پالیسېو او مقرراتو باندې نفوذ وساتي. له خپلو غړو سره د اوسنېو شبکو د پیاوړي کولو او پراخولو پواسطه د ښو اړېکو په رامنځته کولو کې د مرستې ترڅنګ، AREU همداراز د یوه سازمان په توګه خپل ثبات هم ډاډمنوي. پدې ډول سره دا د نوې کیدونکې انرژۍ سکتور په ښه توګه ملاتړ کولې او په افغانستان کې د ځان بسیا پاکې انرژۍ تولید ډاډمنولې شي.

د آلمان د اقتصادي همکارۍ او پراختیا وزارت (BMZ) په استازیتوب د آلمان د نړیوالې همکارۍ ټولنه (GIZ) د افغانستان د انرژۍ سکټور د پراختیا پروګرام (ESIP) پلي کوي. د ESIP موخه په افغانستان کې د نوي کېدونکي انرژۍ تولید او د انرژۍ مؤثریت ده ترڅو اقتصاد ته وده ورکړي او چاپېریال خوندي کړي. د دغې موخې ترلاسه کولو لپاره، ESIP له کلیدي ادارو سره پر ملي او ولایتي کچه له نږدې څخه همکاري کوي څو داسې اداري چوکاټ جوړ کړي چې د برېښنا رسولو باوري وړتیا ولري. همداراز له خصوصي سکټور سره د بازار پر بنسټ د کیفیت معیارونو منلو او لمریز برېښنا نظرونو ساتلو په برخه کې مرسته کوي څو پانګونې جذب کړي. په ورته وخت کې، ESIP د انرژۍ په دولتي او خصوصي سکټورونو او پوهنتونونو کې د کار کوونکو لپاره د ظرفیت لوړونې فعالیتونه ترسره کوي.