ښځې په رهبرۍ کې - په کابل کې د کانونو او پټرولیم وزارت ۲۰ ښځینه کارکوونکي د رهبرۍ روزنیز پروګرام بشپړوي

01.12.1398
د کب ۱، ۱۳۹۸، کابل - نن، د کانونو او پټرولیم وزارت له بېلابېلو ریاستونو څخه ۲۰ ښځینه کارکوونکو د رهبرۍ درې اوونیزه روزنیز پروګرام بشپړ کړ. دغه روزنیز پروګرام په کابل کې ترسره شو او موخه یې د ګډونوالو مسلکي وړتیا لوړل وو، ترڅو هغوی د رهبرۍ یا مدیریت په بستونو کې کار وکړي. د دغې روزنيز پروګرام ابتکار، د یاد وزارت د جنډر څانګې کړی وو. د افغان جرمن همکاری پروګرام چې د افغانستان په استخراجي سکټور کې ښه مدیریت (MinGov) ترویجوي، د دغه روزنیز پروګرام لپاره له یاد وزارت سره مالي مرسته کړې وه.

د ۱۳۹۷ کال د ښځو نړیوالی ورځې په نمانځغونډه کې د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست وزیرې، آغلې نرګس نهان ویلي وو، " د کانونو په سکټور کې د ښځو نقش باید د سمبولیک نه پر ریښتنې ډول بدل شي. په نږدې راتلونکي کې باید د دوی ګډون فعال او کیفیتي شي. موږ باید د کانونو او پټرولیم په وزارت او ولایتي ریاستونو کې لږ تر لږه ۳۰ سلنه ښځینه کارکوونکي ولرو." اوسمهال، له تقریباً ۲۰۰۰ کارکوونکو څخه یوازې ۲۱۶ ښځینه دي چې ډېری یې په ټیټو بستونو کې کار کوي، چې د پرېکړې کولو واک نه لري.

د کانونو او پټرولیم په وزارت کې ډېری ښځینه کارکوونکي اړونده مهارتونه او وړتیاوې نه لري، چې پر جګو بستونو باندې کار وکړي او دغه کار د هغوی پرېکړه کوونکي بستونو ته د ترفیع مخه نیسي. له همدې امله، یاد وزارت په دغه سکټور کې د ښځو ګډون زیاتولو په موخه په ۱۳۹۶ کال کې د اصلاحاتو پنځه کلن سند چمتو کړ. په دغه سند کې د ښځو لپاره د ظرفیت لوړولو ترڅنګ ډېری اقدامات شامل دي. له دغه اقداماتو، د رهبرۍ اوسنی روزنیز پروګرام په رهبرۍ، مدیریت، اړیکو او په ځانګړې توګه اداري اړیکو باندې تمرکز کوي. د دغه روزنیز پروګرام یو ګډونوال داسې وویل، "موږ د کانونو په سکټور کې د لا زیاتو مسؤلیتونو پر غاړه اخیستلو لپاره ځانونه ډېر ډاډمن او وړ احساسوو او د دغه سکټور د پرمختګ یوه برخه به اوسو."

دا لومړی ځل وو چې د کانونو او پټرولیم په وزارت کې د ښځینه کارکوونکو لپاره په مرکز کې دغه راز روزنیز پروګرام ترسره شو. یاد وزارت د دغه فعالیت خورا ستاینه کړې ځکه چې اوس وړ ښځینه کارکوونکي کولای شي په وزارت کې پرېکړه کوونکي مسؤلیتونه پر غاړه واخلي. په ورته وخت کې، په دغه وزارت کې د وړ مسلکي کارکوونکو اوسنی تعداد هم زیات شوی.

د کانونو او پټرولیم وزارت مالي او اداري معین ښاغلي سید محبوب الله رباني وویل، "وزارت د ښځینه کارکوونکو ظرفیتونو لوړولو ته ژمن دی. دوی د افغانستان د کانونو سکټور د پراختیا یوه مهمه برخه دي. د رهبرۍ ښه مهارتونه به مرسته وکړي څو ښځې د پرېکړې کولو پروسې یوه برخه شي."

د افغانستان دوامداره پرمختګ لپاره، د کانونو سکټور ډېر امکانات لري. د دغه امکاناتو څخه ګټه اخیستنې په موخه، افغانستان له جنډر پرته، ډېر وړ مسلکي کارکوونکو ته اړتیا لري. په هرصورت، اوسمهال عام خلک د کانونو سکټور په اړه داسې نظر لري چې یوازې نارینه په دغه سکټور کې کار کولای شي او د ښځو لپاره هیڅ ځای پکې نشته. د دې انګیرنې بدلول،  د دغه سکټور د پرمختګ کلي ده. په ورته وخت کې، په دغه سکټور کې د جنډر مساواتو په اړه د پرمختګ تمه کېږي ترڅو پر افغاني ټولنه باندې مثبت تاثیر ولري.

د افغان جرمن همکارۍ پروګرام چې په افغانستان کې د استخراج په سکټور کې ښه حکومتولۍ ته وده ورکوي، د آلمان نړیوالې همکارۍ ټولنه(GIZ)  د آلمان د اقتصادي همکارۍ او پراختیا وزارت (BMZ) په استازیتوب تطبیقوي. د دغه پروګرام موخه، د کان کیندنې په صنعت کې روڼتیا باوري کول او څارل دي څو د حکومت عوایدو په کنټرولو کې مرسته وکړي، پانګونې ته وده ورکول او له اداري فساد سره مبارزه کول دي. دغه پروژه د کانونو او پټرولیم وزارت سره همکاري کوي او د معلوماتو روڼ مدیریت، د نړیوالو معیارونو مراعاتولو، پرمختګ او عملي تجربې زیاتولو په اړه سلا مشورې ورکوي، په داسې حال کې چې د کانونو په سکټور کې د ښځو ونډه هم زیاتوي. دغه پروګرام د افغانستان استخراجي صنایعو شفافیت له نوښت سره (AEITI) هم مرسته کوي چې د معلوماتو روڼتیا او اداري فساد سره مبارزې په برخه کې اقداماتو ته اړتیا لري. د ۱۳۹۱ کال راپدیخوا، د ۷۰۰ نه زیاتو کسانو مسلکي او دندې اړونده روزنې ترلاسه کړي دي.