Primary tabs
یو والئ پیاوړتیا ده- د کرونا (کوید ۱۹) د جنسیت د اوږدمهاله پایلو په وړاندې د مېرمنو او نارینه وو مبارزه
«د افغان ښځو شبکې» د هېواد د ۳۴ ولایتونو له جملې څخه په ۸ ولایتونو کې څېړنه تر سره کړې – ۳۵ ٪ ځواب ویونکو د وبا له پېل راهېسې د جنسیت پر بنسټ تاوتریخوالي کې د زیاتوالي راپور ورکړی . درې برخې مېرمنو ویلي چې نه پوهېږي د مرستې تر لاسه کولو لپاره کوم ځای ته ولاړې شي. [1]
د ملګرو ملتونو د مېرمنو چارو اداره اټکل کوي چې د مېرمنو په وړاندې د تاوتریخوالي د مخنیوي لپاره نړیوال لګښت له وبا د مخه ۱،۵ تریلیونه امریکایي ډالره وو. [2] امکان شته چې دا رقم زیات شوی وي ځکه چې د کوید ۱۹ په جریان کې د ښخو په وړاندې د تاوتریخوالي کچه لوړه شوې ده.
په ۲۰۰۹ کال کې، افغان حکومت د مېرمنو په وړاندې د تاوتریخوالي د مخنیوي قانون منظور کړ تر څو د تبعیض مخنیوی وکړي او د جنسیت برابري غښتلې کړي.
له افغانستان سره د آلمان د مرستو د قانون د حاکمیت د ترويج پروګرام (RoL) خپل غږ پورته کوي او د مېرمنو په وړاندې د تاوتریخوالي د مخنیوي قانون په اړه عامه پوهاوی خپروي. د قانون د حاکمیت د ترويج پروګرام ګڼ شمېر ورکشاپونه تر سره کوي تر څو د قانون په هکله او دا چې څنګه او چېرې پلی کېږي، معلومات شریک کړي. دورکشاپونو له لارې، دا پروګام مېرمنې پیاوړې کوي او د دیني علماو نقش د ټولنیز بدلون استازو په توګه غښتلی کوي.
په دې وروستیو کې د قانون د حاکمیت د ترويج پروګرام دوه دا ډول ورکشاپونه تر سره کړي.
د فبرورۍ له ۸ نېتې نه تر ۱۱ پورې، د قانون د حاکمیت پروګرام د مېرمن شبکې» لپاره په فیض آباد کې دمېرمنو د پیاوړتیا یوه څلور ورځنۍ روزنه تر سره کړه. دا شبکه د مېرمنو د حقوقو د فعالینو تر منځ د وکالت او همغږی له لارې دمېرمنو له حقوقو نه دفاع کوي. دا کار مېرمنې هڅوي چې پوهه تر لاسه او تبادله يې کړي او د خپلو حقوقو په تر لاسه کولو کې یو د بل ملاتړ وکړي.
مېرمنو د حقوقي او مدني اسنادو د اهمیت او د اړوند حقوقي او قضایي ادارو څخه ددغو اسناو د تر لاسه کولو طرزالعمل په هکله زده وکړه. همدارنګه دوی «د ځورونې د مخنیوي قانون» او دا چې څه ډول له قانون څخه د یوه مخنیونکي اقدام په توګه کار واخیستل شي، زده کړه تر لاسه کړه.
د مېرمنو شبکه په دې وروستیو کې د بدخشان د مېرمنو چارو ریاست لخواد ولسي تړون ملي پروګرام په همکارۍ رامنځته شوه. دا کار په سیمه کې د ښځو ټولنیز ګډون او د دوی ونډه په تصمیم نیولو کې هڅوي.
د همدې مودې په ترڅ کې، د مېرمنو د حقوقو په هکله د مدرسو –۳۲ نارینه ښوونکو- لپاره په بدخشان کې روزنه تر سره شوه. روزنې د مېرمنو د حقوقو په هکله د نارینه ښوونکو پوهه ښه کړه تر څو دوی د حنسیت د برابرۍ د تر سره کولو په برخه کې یو مهم غږ وګرځي.