۱.۲ ملیونه خلک په بدخشان کې د ترمیم شوي سړک څخه ګټه پورته کوي

21.08.1398
فیض آباد، بدخشان، د ۱۳۹۸ لمریز کال د عقرب د میاشتې ۲۱ نیټه - په بدخشان کې پرون، ولایتي چارواکو ، د ټرانسپورت وزارت او همدارنګه د سړکونو د عملیاتو او حفظ او مراقبت د ریاست (ROMD) استازو د فیض آباد - کشم د ۱۰۳ کیلومتره اوږد عمومي سړک د عملیاتو او حفظ او مراقبت د کار د بشپړتیا پرانیسته وکړه. شاوخوا ۱.۲ میلیونه خلک نیغ په نیغه د دې بیارغونې څخه ګټه پورته کوي. دا مراسم د ارګو ولسوالۍ د کزوری فرغمبول په ساحه کې ترسره شول. د سړکونو د عملیاتو او حفظ او مراقبت ریاست (پخوا د فواید عامې ریاست) او د افغان-المان د همکارۍ د سیمه ایزې زیربنایي پراختیا وجهي صندوق (RIDF) د نږدې ۹۷ ملیونه افغانیو په لګښت ددې سړک ټول ساختماني او د ترمیم چارې همغږې کړې وې.

د والي معاون ښاغلي اخترمحمد خیرزاده څرګنده کړه، ‘موږ د آلمان له حکومت څخه د دوی د اوږد مهاله ملاتړ له امله مننه کوو. موږ ډیر خوښ یو چې د دې مهم سړک د رغونې د چارو شاهد یو’

د عملیاتو او حفظ او مراقبت د فعالیتونو ساحې د فیض آباد او تالقانو تر مینځ په عمومي سړک پرتې وې. پدې کار کې په پنځه ستراتیژیکو موقعیتونو کې د ۱.۷ کیلو مترو څخه ډیر قوي معماري استنادي دیوالونه او د سیلاب محافظتي دیوالونو جوړول شامل وو. دا استنادي دیوالونه د کوکچې سیند د سیلابونو او اوبو او د تیږو د رالویدو له امله د اوسني سړک د ویجاړیدو مخنیوی کوي. د عملیاتو او حفظ او مراقبت کار د ۲۰۱۷ زیږدیز کال د اپریل په میاشت کې پیل او د ۲۰۱۹ زیږدیز کال د جون د میاشتې په لومړیو کې بشپړ شو.

په دې مراسمو کې، د ترانسپورت وزارت معین انجینر محمد ذکریا محمدي څرګنده کړه: "د فیض آباد - کشم سړک پر غاړه جوړ شوی محافظتي دیوال اوس مهال دغه سړک له سیلابونو څخه خوندي کوي. زه د سړکونو د عملیاتو او حفظ او مراقبت له ریاست (ROMD) څخه غوښتنه کوم چې د دې مهم سړک حفظ او مراقبت ته پام وکړي. "

دا عمومي سړک د هغه د دوامداره کارونې او حیاتي موقعیت له امله د بدخشان ولایت لپاره خورا مهم دی. دا د افغانستان شمال ختیځ ولایتونه د هیواد پلازمینې کابل سره نښلوي. دا د "وریښمو لارې" برخه هم ده چې له ګاونډیو هیوادونو لکه تاجیکستان، ازبکستان، ترکمنستان او ایران سره د افغانستان د تګ راتګ لاره بلل کیږي.

د بدخشان د سړکونو د عملیاتو او حفظ او مراقبت ریاست (ROMD) رییس انجینر عبدالرووف عبیدي وویل: "زموږ د کارکوونکو وړتیا د ظرفیت لوړولو په برخو کې د افغان-المان د همکارۍ د سیمه ایزې زیربنایي پراختیا وجهي صندوق (RIDF) د ملاتړ له لارې د پام وړ وده کړې او له همدې امله موږ خپلو خلکو ته د کارونو د کیفیت د ښه والي ډاډ ورکوو. زه د ټولو ښکېلو ملګرو د ښې همکارۍ او ملاتړ څخه مننه کوم."

د رغونې او ترمیم سربیره، د افغان-المان د همکارۍ د سیمه ایزې زیربنایي پراختیا وجهي صندوق (RIDF) پروګرام د سړکونو د عملیاتو او حفظ او مراقبت د ریاست انجینرانو او مدیرانو ته د دندې پر مهال د روزنې او اړینو لارښوونو سیمینارونه او غونډې هم برابرې کړې دي. دوی خپل مهارتونه پیاوړي کړل ترڅو وکولی شي ورته پروژې اداره او پلې کړي او په راتلونکي کې په خپلواکه توګه د اړتیا وړ ورځنی او عاجل حفظ او مراقبت ترسره کړي.

د افغان-المان د حکومت د مشورو په پایله کې، المان تمه لري چې د هغه د پانګوونو په بدل کې افغان حکومت د عملیاتو او حفظ او مراقبت د ښه کوول په ګډون د بیلابیلو اصلاحاتو په ترسره کولو کې خپلې ژمنې پوره کړي. ځکه نو، ۳.۵ میلیارده افغانۍ (۴۰ میلیونه یورو) د داسې تدبیرونو د ترسره کولو لپاره مشروط دي چې د شته او پلان شوو زیربنایی پروژو پایښت تضمینوي.

د سیمه ایز زیربنایی پراختیا وجهي صندوق (RIDF) پروګرام د KfW پراختیایی بانک لخوا د آلمان د اقتصادي همکاریو او پراختیا فدرال وزارت (BMZ) په استازیتوب پلی کیږي. د دې پروګرام موخه په شمالي افغانستان کې د اقتصادي او ټولنیزو زیربناوو ښه کول دي پداسې حال کې چې ولایتي ادارو ته دا وړتیا ورکوي چې پراختیایی پروګرامونه په خپلواکه توګه پلان او پلي کړي. له ۲۰۱۱ کال راهیسې، دې پروګرام په بلخ، کندز، بغلان، تخار او بدخشان ولایتونو کې له ۱۶۰ کیلومترو څخه ډیر سړکونه، د اوبو لګونې ۵۰ کانالونه او د سیلابونو او تخریباتو پروړاندې ۱۱ محافظوي بندونه تمویل، جوړ او بیا رغولي دي. په سمنګان ولایت کې، دا پروګرام اوس مهال د ښوونځیو د بیارغونې دوه پروژې پلې کوي. په ورته وخت کې، دې پروګرام له ۳۰۰۰ څخه ډیرو انجنیرانو او دولتي کارکوونکو ته د دندې پر مهال روزنه او روزنیز سمینارونه برابر کړي چې په خپلواکه توګه د راتلونکو پروژو پلي کیدو ته لاره هواروي.