۱۴۰۰ وم کال د ځمکې ورځ

01.02.1400
نن د غوايی په ۲مه موږ د ځمکې نړېواله ورځ لمانځو!

افغانستان چې یو وخت په اوبه لرونکو ځنګلونو باندې پوښل شوې وه، په تېرو څو لسیزو کې نږدې خپلې ټولې ونې له لاسه ورکړې دي. څو کلنې جګړې او د طبیعي سرچینو له حده ډېر کارولو د ځمکې اصلي شنې  منظرې له منځه وړی. مګر ځنګلونه زموږ د ژوندي پاتې کېډو لپاره اړین دي، له هوا نیولې چې موږ یی تنفس کوو او هغه لرګي  چې موږ یی کاروو. له ځنګلونو  پرته چې د اوبو د کتلو پر وړاندې ډالونه دي، پراخه سیلابونه د ډېرو خلکو ژوند اغیزمن کوي – او کورونه او  استوګنځی ویجاړوي.

 

 

له افغانستان سره د آلمان د مرستو د ځنګلونو او ځمکې د بیارغونې پروژه (FLR) د یو زرغون افغانستان په مؤخه دغه ستونزې هواروی. تر دی دمه، د FLR پروژې له ۳۲۰،۰۰۰ څخه ډېرې ونې کرلي او په پنځو ولایتونو کې یې له ۱،۰۰۰ هکټارو څخه ډېره ځمکه  بیا ځلې زرغونه کړېده. دغه پروژه همداراز د طبیعي آفتونو پر وړاندې د خلکو د مقاومت کچه لوړوي او د ونو د ځايي قوریو د جوړولو پواسطه – چې د افغانستان ځنګلونه بیارغوي د دایمي دندو فرصتونه رامنځته کوي.