۲۵۰ کسانو د ښځو د حقونو په اړه د حقوقي پوهاوي په کلني کنفرانس کې ګډون وکړ

28.07.1398
مزار شریف، بلخ، د ۱۳۹۸ کال د تلې ۲۸مه – پرون، د ښځو د حقونو په اړه د حقوقي پوهاوي کلنی کنفرانس په مزار شریف کې دایر شو ترڅو د نوو قوانینو په اړه د عامه پوهاوي کچه لوړه کړي. دغه قوانین به د ټولنیزو ستونزو په حل، د قانون د حاکمیت په پياوړي کولو، د اداري فساد په کمولو، او دولت او عامو وګړو تر منځ د باور په رامنځته کولو کې مرسته وکړي. په ټولیز ډول سره د عدلي ریاست (DoJ) د استازو، د ښځو د چارو د ریاست (DoWA)، ولایتي محکمو، د څارنوالۍ دفتر، شوراګانو، د ولسوالېو دفترونو، پولیسو او همداراز ملایانو، ښوونکو، د ټولنې غړو، د مدرسو زده کونکو او د مدني ټولنو د لوبغاړو په ګډون ۲۵۰ ګډون کونکو چې د هغو په منځ کې د بیلابېلو ذیدخلو ډلو ۱۰۰ میرمنې وې، ګډون کړې وه.

دغه کنفرانس د ښځو د حقونو په اړه قوانین چې پدې وروستېو کې اضافه شوي یا اصلاح شویدي، لکه د ځورونې ضد، انسانی قاچاق، ادارې کړنلارې او د اداري فساد د افشاګرانو خوندیتوب وړاندې کړل. پخوا، د افشاګرانو د خوندیتوب لپاره کوم قانوني بنسټ شتون نه لره. د نوو قوانینو پربنسټ سازمانونه اوسمهال اړتیا لري چې دا بنسټ چمتو کړي ترڅو د میرمنو راوتل آسانه کړي. ښاغلي امین الله امیني، په بلخ کې د DoJ مشر، څرګنده کړه، 'اوس موږ افشاګرانو لپاره د حقوقي خوندیتوب کافي اقدامات لرو. له تاسو – د ضرب کونکو او عامو وګړو په توګه -  هیله کیږي چې له خپل دولت او د افشاګرانو د دغو اقداماتو لرونکی ټولنې څخه ملاتړ وکړئ.

د دې سربېره، ګډون کونکو ته د ځورونې د قوانینو په اړه وضاحت ورکړل شو. ګډون کونکي اوس په ښه توګه پوهیږي چې د قانون له مخې ځورونه څه ګڼل کیږي، چې بیلګې یې په عادي ورځنېو اړېکو کې پیښیدلې شي. د دغو موضوعاتو په اړه پوهاوې به له اداري فساد سره د مبارزې او د بدلون په توګه د ټولنیزو نورمونو په منلو کې مرسته وکړي.

دغه پریزینټیشنونه چې د DoJ لخوا رهبري شول، د نوو قوانینو او پالیسو په اړه د پوهاوي د کچې د لوړولو او همداراز د لا ديرې باثباته او خوندي ټولنې د رامنځته کولو په موخه وړاندې شول. ګډون کونکو ته د DoJ د حقوقي مرستو د ریاست لخوا د اړونده حقوقي مالوماتو په اړه مالوماتي پاڼې ورکړل شوې، چې له ځانونو سره یې کور ته یوسي. دغه کنفرانس د پوښتنې او ځواب له جلسې سره پاې ته ورسیده چې د شریکانو رولونه او مسؤلیتونه یې روښانه کړل.

آغلې فریبا اکبري، یوه پریزینټیشن وړاندې کونکي، روښانه کړه، 'د دغو حقوقي موضوعاتو په اړه د پوهاوی رامنځته کول په ټولنه کې د ښځینه ځورونې د کچې په راټیټولو او د عاملینو په محاکمه کولو کې مرسته کولې شي.'

افغانستان سره د آلمان همکاري د خپل د قانون د حاکمیت د پروګرام له لیارې د عدلیې له وزارت (MoJ) سره د هغه د ښځو د حقونو د ستراتیژۍ په پلي کولو کې مرسته کوي. دغه ستراتیژي د MoJ د نوی ملي ستراتیژۍ په بیلابېلو برخو کې ځاې پر ځاې شویده، او له میرمنو سره عدالت او فرصتونو ته د لاسرسي په برخه کې په فعاله توګه مرسته کوي. د ولایت او ولسوالۍ په کچه د منځګړیتوبونو شاملولو په اړه بیاکتنه شویده، او پدې توګه خپل اقدامات غیرمتمرکز کوي. دا اوسمهال له خپلو اړونده شریکانو سره د مرکزي ولایتونو لکه کابل څخه نورو ولایتونو ته پراختیا مومي.

په افغانستان کې د قانون د واکمنۍ د ټینګښت (RoL) پروګرام دDeutsche Gesellschaft für Internationale Zusammenarbeit (GIZ) GmbH   د ادارې له خوا د المان د اقتصادي همکاریو او پراختیا د فدرال وزارت (BMZ) په استازیتوب پلۍ کیږي. د دې پروګرام موخه د قانون د واکمنۍ، د یو ښه فعال قضایی سیستم او حقوقي امنیت تامینول دي. ټولو هیوادوالو ته د حقوقي امنیت د تامینولو په موخه نوموړي پروګرام د هیواد په ولایاتو کې د حقوق د مدیریتونو څخه ملاتړ کوي چې د ۲۰۱۳ کال راهیسې یې د ۷۷٬۰۰۰ نه زیاتو قضیو ته رسیدګی کړیده. په ورته وخت کې، د لوړو حقوقي زده کړو د ملاتړ په موخه نوموړي پروګرام د حقوقو او شرعیاتو پوهنځیو ته له ۳۰٬۰۰۰ ټوکو څخه ډیر کتابونه برابرکړي دي او د زده کوونکو او ښوونکو د پاره یې د حقوقي موضوعګانو په باب  د ۱۵۰ نه زیات کورسونه جوړکړي دي او د ۶۰ تنو نه زیات زده کوونکو ته یې سکالرشیپونه ورکړي دي. دغه پروګرام همداراز د ښځو د حقونو پر هڅولو او عدالت او همدارنګه د کار بازار ته د هغوی د لاسرسۍ پر ټینګښت باندې ټینګار کوي.