۳۰ تنه افغان ځوانان د ځوانانو د تشبث د ملاتړ په پروګرام کې ګډون کوي

د ځوانانو د تشبث د ملاتړ پروګرام (YES) روزنیزه دوره په کابل کې پیل شوه
08.09.1396
په راتلونکي شپږو میاشتو کې به د پوهنتونونو فارغان په دې باب روزنه ومومي چې څنګه د انرژۍ په سکتور کې خپله سوداګري جوړه او مدیریت کړي. په افغانستان کې د انرژۍ لپاره د المان د نهادي پراختیا پروګرام (IDEA) د افغانستان د انرژۍ او اوبو د وزارت په همکارۍ د نوموړي اقدام څخه له تخنیکي پلوه ملاتړ کوي. د افغان-المان د همکارۍ پروګرام د ۷ میلیونو افغانیو په ټول لګښت هغه تمویلوي.

د یوې غونډې په ترڅ کې چې دغه پروګرام په رسمي توګه پیل شو، د پوهنتونونو فارغانو، د مدني ټولنې استازو، حکومتي چارواکو او د سوداګرۍ کارپوهانو د تشبث په مهمو طرحو باندې خبرې اترې وکړې. د خصوصي سکتور استازو او د کابل د پولیتخنیک پوهنتون غړو د سوداګرۍ د پیل په باب د خپلو تجربو په هکله خبرې اترې وکړې. په افغانستان کې د انرژۍ لپاره د المان د نهادي پراختیا پروګرام مرستیال ښاغلي ذبیح الله طاهرزاده داسې ټینګار وکړ: «ځوانان د کارکولو لیوال دی او ښو فرصتونو ته اړه لري. هغه ټولنه چې وکولای شي دا ډول فرصتونه منځته راوړي اقتصادي ودې ته پرمختګ ورکوي او په خپله سوکالۍ کې پانګونه کوي».

د ځوانانو د تشبث د ملاتړ پروګرام (YES) د ځوانو افغانانو د پاره د مشرتابه او تشبث په باب یو روزنیز پروګرام دی. د پوهنتونونو شاوخوا ۳۰ تنه فارغان به د دې فرصت ومومي چې د نوې کیدونکي انرژۍ او د انرژۍ له پلوه اغیزمنه ودانیو د جوړولو په ډګرونو کې خپل تشبثی مهارتونه ژور کړي او هغوی ته وده ورکړي. د افغانستان د انرژۍ او اوبو د وزارت مرستیال ښاغلي محمد ګل خُلمی داسې ټینګار وکړ: "د د ځوانانو د تشبث د ملاتړ پروګرام (YES) ټول ټیم هيله لري چې خپل کاروبار پیل کړي او دندې رامنځ ته کړي". د کابل د پولیټیکیک پوهنتون ریس، محمد سعید کاکړ زیاته کړه، "دا ډول پروګرامونه د انرژي سکټور لپاره اړین دي. دوی د نوي کېدونکی انرژۍ لپاره د ښه روزل شوې کاري ځواک جوړوی، دندې رامنځ ته کوی، او یو پاک چاپیریال ته وده ورکوي. "

YES د یوه متحرک او بدلیدونکي روزنیز نصاب څخه د ګډونوالو د اړتیاوو او د بازار د غوښتنو پر بنا ګټه پورته کوي. د دې پروګرام لومړۍ پړاو په تخنیکي روزنې او د هغه دوهم پړاو د مشرتابه او تشبث پر مهارتونو باندې تمرکز کوي. ګډونوال به د هرو دوو میاشتو په ترڅ کې په تخنیکي کوروسونو کې برخه واخلي او یوه میاشت به نوره عملي روزنه ومومي. د پروګرام په پای کې به فارغان دیته چمتو وي چې د افغانستان د انرژۍ په سکتور کې سوداګري پیل کړي، د کارځایونه منځته راوړي او د برښنا په اغیزمنه ګټې اخیستنې کې ونډه واخلي. 

YES د ځوانانو د توان ورکولو او د کارځایونو د پروژې لپاره د افغان-المان د ملاتړ یوه برخه ده چې د افغانستان د انرژۍ او اوبو د وزارت او د کابل د پولیتخنیک د پوهنتون له خوا عملي کیږي. د دې پروژې موخه داده چې د ځوانانو تشبث ته وده ورکړي او په افغانستان کې د سوداګرۍ فضا ته سمون ورکړي.

په افغانستان کې د انرژۍ د نهادي پراختیا پروګرام (IDEA) د Deutsche Gesellschaft für Internationale Zusammenarbeit (GIZ) GmbH د ادارې له خوا د المان د اقتصادي همکاریو او پراختیا د فدرال وزارت (BMZ) په استازیتوب پلۍ کیږي . د نوموړي پروګرام موخه داده چې افغاني ټولنې ته د دې توان ورکړي چې د نوي کیدونکو سرچینو څخه انرژۍ ته لاسرسۍ پیداکړي او په دې توګه اقتصادي ودې ته پرمختګ ورکړي، فقر او بی وزلي کمه کړي او د ژوند چاپیریال وساتي. نوموړۍ پروګرام د افغانستان د انرژۍ او اوبو د وزارت سره د راز راز کارونو په ډګر کې همکاري کوي چې د برښنا د ډاډمنې رسونې د پاره عمومي شرایط منځته راوړي. د مثال په توګه، نوموړي پروګرام د ۲۰۱۵ کال راهیسې د خصوصي او دولتي ښکیلو موسسو او ادارو د پاره د نوی کیدونکي انرژۍ، د انرژۍ د پوهاوي او د انرژۍ د اغیزمنتیا په باب ۲۱ کنفرانسونه او ورکشاپونه جوړکړي دي. په همدې مهال، دغه پروګرام د انرژۍ د دولتي او خصوصي سکتور شاوخوا ۴۳۰ تنو افغانانو لپاره د کار په اړه د روزنې ځانګړي کورسونه جوړکړي دي.