په افغانستان کښې د آلمان د همکاریو د تازه پیدا ګېرنو، پېښواو رپوټونو، مطبوعاتی خبرونو ریښتینو او تازه خبرونه د ولایت، نېټې او خبری طرحې په بنا د نورو معلوماتو لپاره د خپرونو، ویدیو ییاو تصوری ګالرۍ او د اړوندو لنکونو او خبری برخو او یا هم کتاب  تونونو ته د تلون په اساس په لمړیتوبونو ویشلی دی

فلتر

پايلې 508
21.10.1393 | خبرپاڼه
د لارښوونې ترڅنګ، ماشومانو ته چې د ۷ تر ۱۷ کلونو پورې یې عمر لري د ژمي کالي ورکړل شول او په یتیم خانه کې د دوی کوټې به د ګرمولو په نویو تجهیزاتو سمبالې شي. د المان حکومت د ۳۱۵۰۰۰ افغانیو په لګښت د نوموړې لارښوونې د تمویل سره مرسته وکړه او د ګرمولو د وسیلو د تمویل ژمنه یې هم وکړه.
18.10.1393 | خبرپاڼه
د دغه ښونیزه دورې مؤخه د سمنګانو ولایت د ښونکو لپاره د د ښونې د مهارتونو او همدا ډول د بیلا بیلو مضمونونو لکه: ریاضی، بیولوژي، کمیا، فیزیک، انګلیسی او اسلامی او عقیدوی مضامینو په اړه د زده کونکو د ازموینې اخیستنې او ارزونې په اړه د دوی د وړتیا لوړول وو. په همدې توګه د ښونې او روزنې د ریاست څخه ۶۰ کسه کارکونکو د د څارنې، ارزونې او په ښونځیو کښې یې د کیفیت د ارزونې د زده کړې په مؤخه شرکت کړی وو. دنوموړیو ټولو ښونیزو دورو ټول لګښت پنځه (۵) ملیونه افغانی شو چې د آلمان د دولت له لوری یې پانګونه کږی.
09.10.1393 | خبرپاڼه
د لارښوونې ترڅنګ، ماشومانو ته چې د ۷ تر ۱۷ کلونو پورې یې عمر لري د ژمي کالي ورکړل شول او په یتیم خانه کې د دوی کوټې به د ګرمولو په نویو تجهیزاتو سمبالې شي. د المان حکومت د ۳۱۵۰۰۰ افغانیو په لګښت د نوموړې لارښوونې د تمویل سره مرسته وکړه او د ګرمولو د وسیلو د تمویل ژمنه یې هم وکړه.
03.10.1393 | خبرپاڼه
د ټولو وسا یلو ا رزښت ۵ میلیو نو ا فغا نیو ته رسیږي چی د ا لما ن حکومت له حوا چمتو شو ی د ی. په و سا یلو کی د لا برا توا ر ، ریا ضی ، کیمیا ، بیو لو ژی ا و فزیک ټو لګیو اړین مو اد شا مل د ی .
03.10.1393 | خبرپاڼه
ددې سټوډیو ودانول د هغې پروژې یوه برخه ده چې په هغې کې د سټیشن د ژورنالیستانو او د تلویزیون او راډیو د خپرونو د تکنلوژۍ په باب روزنه هم شامله ده چې د المان له خوا د ۱۱ میلیونو افغانو په لګښټ پلي کیږی. ددې پروژې موخه داده چې د محلي ژورنالیزم دکیفیت په اوچتولو کې مرسته وشي چې ټولنو ته منصفانه او متعادل ریپوټونه وړاندې شي او د خلکو د نظریو غږ په ځائیز سیاست کې واورول شي.
02.10.1393 | خبرپاڼه
د دې ښونځۍ د ودانۍ د پروژې ټول لګښټ چې د المان د حکومت له خوا تمویل شوی دی ۳۰ میلیونو افغانیو ته رسیږي چې په هغې کې د ټولګیو دپاره میزا او څوکۍ او د فتر او لابراتوار تجهیزات هم شامل دي. په عمومي توګه ددغې ودانۍ څخه به د ۵۰۰۰ نه زیات زده کوونکي او ۱۶۷ ښوونکي ګټه واخلي.
29.09.1393 | خبرپاڼه
د کورس برخه وال د ولسوالۍ د دفتر په مقام او نورو سکتوری مدیریتونو پورې اړه لري.
27.09.1393 | پېښه
د یوه کال په ترڅ کې دغه دوهمه ډله ده چې د تخنیکرو په توګه د نوموړي مرکز څخه فارغیږي. هغو په دغه دوه کلنیزه دوره کې زده کړل چې څنګه د نوي کیدونکي انرژۍ کارخانې، په تیره بیا کوچنې د اوبو نه د برښنا د تولید کارخانې، وکاروي او اداره یې کړي.
26.09.1393 | خبرپاڼه
د ۲۰۱۴ کال د دسمبر د میاشتې په ۱۵ مه نیټه د نوموړي ولایت د کار، ټولنیزو تامیناتو، شهیدانو او معلولینو ریاست د پلخمري په ښار کې د تخنیکي او مسلکي زده کړې او روزنې (TVET) یو مرکز په رسمي توګه پرانیست. د دسمبر په ۱۶ نیټه د پلخمري د ښار مرکز ته نږدې یوه اداري ودانۍ د کلیو د بیارغونې او پراختیا د ریاست له خوا پرانیستل شوه. او د دسمبر په ۱۷مه نیټه د سکتوری څانګو کارکوونکو او د هنه غوری او پلخمري د ولسوالیو د پراختیایي شوراګانو غړو د قراردادونو د جوړولو په باب یو څلورورځنۍ روزنیز کورس پای ته ورساوه. ټول پورتني اقدامونه د ۵۰ میلیونو افغانیو په لګښت د المان حکومت په مالي او تخنیکي ملاتړ ترسره شول .
23.09.1393 | خبرپاڼه
د دغه روزنیز مرکز او بازار پلان او ودانیز کار د ښځو د چارو د ریاست له خوا د ۲۴ میلیونو افغانیو په لګښټ د المان په مالي مرسته ترسره شو.