په افغانستان کښې د آلمان د همکاریو د تازه پیدا ګېرنو، پېښواو رپوټونو، مطبوعاتی خبرونو ریښتینو او تازه خبرونه د ولایت، نېټې او خبری طرحې په بنا د نورو معلوماتو لپاره د خپرونو، ویدیو ییاو تصوری ګالرۍ او د اړوندو لنکونو او خبری برخو او یا هم کتاب  تونونو ته د تلون په اساس په لمړیتوبونو ویشلی دی

فلتر

پايلې 508
11.09.1393 | خبرپاڼه
د دواړو ودانیزو پروژو ټول لګښټ چې د المان د حکومت له خوا تمویل شوی دی ۴۹ میلیونو افغانیو ته رسیږی چې ۲۲،۵ میلیونه یې په دهدادي کې او ۲۶،۶ میلیونه یې په شولګره کې لګول شوی دي. د نویو ودانیو ترڅنګ، د ټولګیو دپاره نوې څوکۍ او میزونه، د دفتر تجهیزات، لابراتواری وسایل او د کتابتونونو دپاره کتابونه هم برابرشویدي.
04.09.1393 | خبرپاڼه
څرنګه چې دغې څیړنې وښوده، افغاني کارن په عمومي توګه په دې باور دي چي ټولنیزي رسنۍ کولای شي د دوي په هیواد باندې مثبته اغیزه وکړي او د پام وړ امکانات ویني. د نوموړې څیړنې اساسی برخه داوه چې په افغانستان کې د خلکو تر منځ د اړیکو په څرنګوالي باندې د ټولنیزو رسنیو اغیزه معلومه کړي. څرنګه چې د دغې څیړنې په ریپوټ کې راغلې دي، د فیسبوک، ټویټر، ګوګل، یوټیوب او نور کانالونه د زیات شمیر افغانانو دپاره ورځ په ورځ ارښټ پیداکوي. ددغې څیړنې بنسټ هغه کمی او کیفي ځوابونه جوړوي چې د کابل د ښار او د شمال ختیزو ولایتونو لکه بلخ، بدخشان، بغلان، کندز، تخار او سمنګان د ۱۱۰۰ اوسیدونکو له خوا د څیړنې په ترڅ کې وړاندې شویدي.
03.09.1393 | خبرپاڼه
په دغې روزنې کې چې پنځه ورځې یې دوام وموند، برخه والو د اقتصادی او ټولنیز پراختیا د پروژو د منجمنت په باب چې د نوموړي ولایت د اوسیدونکو د ژوند د کیفیت د کچې په لوړولو کې به مرسته وکړي زده کړه وکړه. نوموړۍ کورس د سمنګان ولایت د اقتصاد د ریاست له خوا د د افغان-المان د همکارۍ د پروګرام په تخنیکې مرستې سره ترتیب شوی وو. د نوموړي کورس مجموعي لګښت ۲،۸ میلیونو افغانیو ته رسیږي چې د المان د حکومت له خوا تمویل شوی دی. ددغې مالې مرستې یوه برخه به د اداري دفترونو او تجهیزاتو په برابرولو کې ولګول شي.
27.08.1393 | خبرپاڼه
ښاغلي مولر د سیاسي ژمنتیا او د ګډو هڅو په برخه کې د افغانستان د نوي مشرتابه ستاینه وکړه. ده یو ځلې بیا تکرار کړه چې المان به د توکیو په کنفرانس کې په شوو ژمنو ودریږي. ښاغلي مولر د سفر په جریان کې د افغانستان د مالیې سرپرست او په اقتصادي چارو کې د ولسمشر لوی سلاکار ډاکټر حضرت عمر زاخیلوال سره هم لیدنه وکړه او له ده سره یې د باثباته اقتصاد د راوستو له پاره د 245 میلیونو یورو تړون لاسلیک کړ. البته د آلمان کلنی مرستی ۴۳۰ میلیون یورو ته رسیږي.
27.08.1393 | خبرپاڼه
دغه پروژه د نوموړي ولایت د پوهنې د ریاست له خوا د ۳۲ میلیونو افغانیو په لګښت د المان د فدارلي جمهوریت په مالي مرسته پلي کیږي. د نوي ښوونځۍ ودانۍ به د فیض آباد د ۳۰ کلیو د ۱۸۰۰ ښځینه زده کوونکو او ښوونکو دپاره د زده کړې یو خویندی چاپیریال برابر کړي.
25.08.1393 | خبرپاڼه
د دې شبکې بنسټ د میدیوتیک افغانستان په هڅو اېښودل شوی دی او له مالي اړخه د آلمان فدرالي دولت لخوا ‌ تمولېږي. په حقیقت کې دا شبکه د خپل ډول لومړۍ شبکه ده او اصلي موخه یې د خبریالانو د وړتیاوو پياوړي کول دي، تر څو افغان خبریالان وکولای شي،چې د راتلونکو پارلماني ټاکنو پر مهال د سوله‌ییز ژونالیزم د اصولو په رڼا کې او همدارنګه له جګړې څخه د حساسې راپور ورکوونې د ارزښتونو په پام کې نیولو سره له مسائلو او پېښو څخه په هراړخیزه توګه راپور ورکړي. په همدې ډول، د دې شبکې بله موخه داده، چې خبریالان د جګړې د لاملونو څخه په ژوره توګه راپور ورکړي او په هېواد کې د هغو لږکيو لپاره هم زمینه مساعده شي، چې معمولاً له پامه غوځيدلې دي او ډېره توجه نده ورته شوې.
25.08.1393 | خبرپاڼه
د نوموړې ودانۍ په بشپړېدو سربه له ټول ټال ۸۶۰ تنه زدکونکو څخه ۳۱۰ کسه هلکان او ۵۵۰ کسه جینکۍ اسا سی زده کړو ته لاس رسنه پیدا کړی. دغه ودانیزه پروژه د تخار په ولایت کښې د آلمان د هېواد او ولایتی حکومت ولۍ د په لاره اچول شویو امتحانی پروژو یوه برخه ده. د پروژې مؤخه په ټولنه کښې له ښکته خواڅخه و پورته هغه ته یوه هڅونه ده، د تولنې پراختیای شورا ګانې (CDCs) لکه: د خرماب په یوه لرې پراته کلی کښې چې بېلګه یې ددوی په خپل کلی کښې د پراختیایی پروژو په اړه د تصمیم او هوډ په ترڅ کښې د آلمان هېواد ۴.۸ میلیونو افغا نیو په مالی ملا تړ په خپله د ټولنې د ښونځی د پلان کولو او ودانیزې چارو پیل کول وو.
25.08.1393 | خبرپاڼه
د المان د هغه پروګرام په چوکاټ کې چې د افغانستان په شمال کې د ثبات د ټینګولو لپاره په پام کې نیول شویدی، د هرې ولسوالۍ دپاره د ۲۰۱۷ کال ترپایه پورې ۲۲ میلیونه افغانۍ اختصاص ورکړل شویدی. اوس مهال، ۱۱۵ ودانیز او بیخبنایي پروژې بشپړ شویدی، او نورې ۸۲ پروژې د پرمختګ په حال کې دي. د دولتي ادارو دپاره د راز راز روزنیزو پروګرامونو سره یوځای د المان دوامداره ملاتړ به د نوموړو ولسوالیو د اوسیدونکو سره مرسته وکړي چې خپل ژوند او راتلونکي پراختیا ته سمون ورکړي.
21.08.1393 | خبرپاڼه
په ۲۰۱۵ سم زېږدیز کال کښې به تر ۱۵۰۰ کسو هغو زده کونکو پورې چې په کوچنیو کارخانو او یا هم کار ځایونو کښې کار زده کوی پدې و توانېږی چې په تخنیکی او مسلکی لېسوکې داخل، پر مختللې تکنا لوجې ته لاس رسنه او د دوی د مسلکی شا لید په اړه اولیه نظری لاسته راوړنې ولری. دغه ټول د یوه خپل پر سر (نا رسمی) روزنې نوښت ګڼل کېږی. په لمړی قدم کښې به شپږ لېسې په کابل او یوه لېسه په مزار شریف کښې له څلورو څا نګو لکه: خپل کاره ماشینونو، ترکاڼۍ، د برښنا ترمیم او فلز کارۍ څخه زده کونکی ولری.
20.08.1393 | خبرپاڼه
ددغه پله ټول لګښټ ۳۳،۴ میلیونو افغانیو ته رسیږي چې د المان د حکومت په مالي مرسته د KfW د پراختیایي بانک له لارې تمویل شوی دی. د نوموړې ودانیزي پروژې بشپیړیدل د افغانستان په شمال کې د المان د ثبات او پایدارۍ د پروګرام (SPNA) په ترڅ کې یو مهم ګام ګڼل کیږي ځکه د لیري پرتې سیمو خلک اوس کولای شي روغتونو، ښوونځیو او دوکانونو ته لاسرسۍ ولري.