په افغانستان کښې د آلمان د همکاریو د تازه پیدا ګېرنو، پېښواو رپوټونو، مطبوعاتی خبرونو ریښتینو او تازه خبرونه د ولایت، نېټې او خبری طرحې په بنا د نورو معلوماتو لپاره د خپرونو، ویدیو ییاو تصوری ګالرۍ او د اړوندو لنکونو او خبری برخو او یا هم کتاب  تونونو ته د تلون په اساس په لمړیتوبونو ویشلی دی

فلتر

پايلې 508
20.08.1393 | خبرپاڼه
دغه نوې ودانۍ چې د هغه ولایت د لوړو زده کړو د ریاست له خوا د ۵۳ میلیونو افغانیو په لګښټ د المان حکومت په مالي مرسته جوړه شویده د هغو ښځینه محصلینو دپاره چې د لیري ځایونو څخه د زده کړې دپاره راځي د ۲۶۰ تنو ظرفیت لري. ددې پروژې موخه داده چې د ښځینه زده کوونکو شمیر په پوهنتون کې زیات شي.
15.08.1393 | خبرپاڼه
ددې کتابتون ودانیز کار ۷،۳ میلیونه افغانۍ اټکل شوی دی چې د المان د حکومت له خوا تمولیږی. د دغې کتابتون دروازه به د ولسوالۍ ټولو ښاریانو، محصلینو او زده کوونکو په مخ خلاصه وي او په هغې کې به د بیلابیلو موضوعګانو په باب د ۱۰۰۰ ټوکو نه زیات کتابونه ځای ولري.
11.08.1393 | خبرپاڼه
دغه شوراګانې ښځو ته امکان ورکوي چې د ایبک په ښار او د سمنګان د ولایت په ټولو ولسوالیو کې غونډې وکړي . د شوراګانو مشرتابه د ښځو په غاړه ده او په خاصه توګه د ښځو د چارو په هکله کار کوي او د هغوي د حقونو څخه په سیمه ایز حکومت کې استازیتوب کوي. په دغه مهال د ښځو د حقونو د خبرتیا د کچې د لوړلو په باب یو شپږ ورځنۍ روزنیز ورکشاپ هم نن په ایبک کې پیل شو.
11.08.1393 | خبرپاڼه
نوموړی خبرپاڼه د د دولت د کړنو په اړه د معلوماتو په شمول د راتلنکو پېښو او سیمیزو ټولنوته خبردارئ ورکوی. د خبر پاڼې خپرونه به په لمړي کال کښې ټول ټال ۱۳۳،۰۰۰ افغانۍ لګښت ولری د آلمان هېواد د خبر پا ڼې پانګونه او تخنیکی همکارۍ دواړه برابروی .
07.08.1393 | خبرپاڼه
په دې غونډه کې مطبوعاتو ته امکان ورکړل شو چې د کارپوهانو سره د سوداګرۍ او تجارت په باب او په دې اړه چې رسنۍ د افغانستان په شمال کې د هیواد د اقتصادي وضعې په اړه رپوټونه جوړوي، وغږیږي. نوموړې غونډه پریکړه وکړه چې د کورنیو څیزونو او جسونو د بازار د پیداکولو دپاره باید رسنۍ او سوداګردان لا نږدې اړیکي ټینګي کړي.
07.08.1393 | خبرپاڼه
دغه غونډه چې دکار د یوه نندارتون سره د نومبر د میاشتې په لومړۍ نیټه پایته رسیږي د کابل پوهنتون د اقتصاد د پوهنځي له خوا د کمپیوتر ساینس د پوهنځي او د هنرونو د پوهنځي په همکارۍ د المان د حکومت په مالي مرسته جوړه شوې ده.
04.08.1393 | خبرپاڼه
د نوموړي روزنیز کورس موخه داوه چې په ولایتي بودجووي لړیو کې د سکتوری ریاستونو مهارتونه لوړکړی. د کورس نه وروسته به په نوموړو ریاستونو کې د شپږو میاشتو دپاره د څارنې یو پروګرام پیل شي ترڅو چې د ملي بودجې د کړی د پاره د پروژو د مناسبو وړاندیزونو د جوړولو په لاره کې مرسته وکړي. دغه روزنیز کورس د افغانستان د مالیې د وزارت له خوا جوړشوی وو.
30.07.1393 | خبرپاڼه
نوموړي انجینرانو چې ټول د کندز په دولتي ادارو کې په کار بوخت دي زده کړل چې څنګه ددغه کمپیتوری پروګرام څخه کارواخلي او خپل بیخبنایي پلان جوړونه او طرحې نورې هم اغیزناکې او مؤثرې کړي. نوموړی پروګرام چې د کمپیوتر په مرسته د دوه بعدي او درې بعدي دیزاینونو او طرحو دپاره جوړشوی دی په یو لړ صنایعو کې د انجینرانو، مهندسینو او نورو تخنیکي کارپوهانو له خوا په پراخه توګه کارول کیږي. ددې دپاره چې په کندز کې د بیخبنايي پروژو کمي او کیفي غوښتنو ته ځواب وویل شي، په بیلابیلو ریاستونو کې انجنیرانو دې ته اړتیا درلوده چې د بیخبنایي ودانیزو پروژو د پلان جوړونې، داوطلبۍ او ادارې لپاره خپل مهارتونه لاښه کړي.
29.07.1393 | خبرپاڼه
نوموړې ودانۍ چې د المان د حکومت له خوا د ۴۹ میلیونو افغانیو په لګښټ او تخنیکي مرستې ودانیږي د پورتینو ادارو د کار شرایط به ښه کړي او دښاریانو او اوسیدونکو دپاره به د هغوی لیدنه او لاسرسنه لازیاته کړي.
24.07.1393 | خبرپاڼه
د نوموړې ولسوالۍ د پوهنې مدیریت د میرملاولی د نجونو ابتدایي ښوونځۍ او د کندها مختلطه ښوونځۍ چې ۸ ټولګي لري هم پرانیستلې. په تالقان کې د عبدالودود شهید بای لیسه چې ۲۴ ټولګي لري پرانیستل شوه. نوموړې ودانیزي پروژې ټولې د ولسوالۍ د پراختیایی شورا له خوا وړاندې شوې وې چې د تخار ولایت د عامې روغتیا د ریاست او د پوهنې د ریاست او د ولایت د مقام له خوا منظورې شوې وې. نوموړې پروژې د ولایت او ولسوالیو د پراختیا په پلانونو کې د لومړیتوب پروژو په توګه منل شوې وې. نوموړو پروژو ته مالي مرسته د شمالي افغانستان دپاره د ثبات د پروګرام (SPNA) له لیارې د آلمان د حکومت له خوا برابره شوه، او د آغا خان د بنیاد له خوا دغه پروژې پلې شوې.