په افغانستان کښې د آلمان د همکاریو د تازه پیدا ګېرنو، پېښواو رپوټونو، مطبوعاتی خبرونو ریښتینو او تازه خبرونه د ولایت، نېټې او خبری طرحې په بنا د نورو معلوماتو لپاره د خپرونو، ویدیو ییاو تصوری ګالرۍ او د اړوندو لنکونو او خبری برخو او یا هم کتاب  تونونو ته د تلون په اساس په لمړیتوبونو ویشلی دی

فلتر

پايلې 515
15.12.1397 | خبرپاڼه
مزار شریف، بلخ ولایت، ۱۵ کب ۱۳۹۷ کال. په تېرو ۲۰ ورځو کې، د بلخ ولایت د ښوونکو روزنې ریاست د زده کونکي محوره مېتودولوژۍ ورکشاپ په مزار شریف کې د ریاضیاتو او انګلېسي مضامینو د مشخصه مېتودولوژۍ په اړه ترسره کړ. په دغه ورکشاپ کې د بلخ، بدخشان، هرات، سمنګان، ننګرهار، کندهار او بامیان له ولایتونو څخه د ښوونکو روزنې مرکزونو (TTCs) ۷۵ استاذانو ګډون کړی و. هغوی به خپل نوي ترلاسه کړي پوهه او مهارتونه له راتلونکو ښوونکو سره شریکې/انتقال کړي چې په پایله کې یې له ۱۵۶۰۰ څخه زیاتو ښوونکو محصلینو درسونه پیاوړي/اصلاح شو چې شا او خوا ۱۰۰۰۰ یې ښځینه او ۵۷۰۰ یې نارینه ول. دغه فعالیت/ ورکشاپ د افغان جرمن او سویس حکومت په مالي مرسته جوړه شوې وه.
09.12.1397 | خبرپاڼه
کابل، د ۱۳۹۷ کال د کب ۹ مه – پرون د آلمان هیواد د همکارۍ د آنرژۍ د سکټور د پياوړي کولو پروګرام(ESIP) د کابل ولایت په سرینا هوټل کې یو ورکشاپ دایر کړ. د دې ورکشاپ موخه د افغانستان د انرژۍ د تولید په هڅولو کې د خصوصي سکټورد رول لوبولو لپاره د هغه د اړتیاؤ تشخیص او ارزول ول. په مجموع کې د خصوصي او دولتي نهادونو ۸۰ نارینه او ښځینه استازو پدې ورکشاپ کې ګډون کړې وه چې په هغه کې لوړپوړي دولتي چارواکي، سوداګران او پوهان شامل ول. پاېلو کې د انرژۍ د سکتور د پیاوړي کولو پروګرم لپاره د یو کلن تطبیقي پلان شاملول ول چې موخه یې د انرژۍ په سکتور کې د خصوصي سکتور ښکیلول او همداراز له نوې کیدونکو سرچینو څخه د انرژۍ تولید ده.
30.11.1397 | خبرپاڼه
د ۱۳۹۷ کال د سلواغه د میاشتې ۳۰ نېټه، فیض آباد، بدخشان ولایت. پرون د افغان جرمن همکارۍ د کنفرانس یو نوی جوړ شوی تالار د بدخشان ولایت مقام ته پرون وسپاره/تسلیم کړ. نوموړې ودانۍ په فیض آباد کې د ولایت په انګړ کې دننه موقعیت لري او د ۲۵۰ کسانو لپاره ځای لري. نوموړی تالار به د رسمي غونډو او کنفرانسونو او همداراز دولتي مراسمو لکه د ملي رخصتیو لمانځلو او حکومتي حساب ورکونې غونډو لپاره کارول کېږي. د افغانستان په شمال کې د افغان جرمن همکارۍ د ثبات پروګرام (SPNA) د رغونې چارې تمویل کړ چې ټولټال لګښت یې له ۲۴،۱ میلیونه افغانیو څخه زیات کېږي.
23.11.1397 | خبرپاڼه
د ۱۳۹۷ کال د سلواغه د میاشتې ۲۲ پرون، کابل. په دې اونۍ کې، د ځوان مسلکیانو په اړه د افغانستان انرژۍ سکټور د بازار غوښتنې ارزولو لپاره د کابل پولیتخنیک په پوهنتون (KPU) کې یو ورکشاپ جوړ شو. په دغه ورکشاپ کې تقریباً ۱۰۰ تنه لوړ پوړو چارواکو او د پوهنتونونو استازو، خصوصي سکتور او نورو اړونده ادارو غړو ګډون کړی وو. ګډونوالو پر دغه موضوع باندې بحث وکړ چې د اړونده پوهنتون تعلیمي نصاب څه ډول اصلاح شي څو د افغانستان د انرژۍ مارکيټ اړتیاوې پوره شي. د افغان جرمن همکارۍ د افغانستان برېښنا سکټور د ودې پروګرام (AESIP) له دغه ورکشاپ څخه ملاتړ وکړ.
23.11.1397 | خبرپاڼه
تېره شنبه په کابل کې د اماني د هلکانو ښوونځي، د جمهوریت لیسې او د عایشه دراني د انجونو ښوونځي څلورم ټولګي لپاره د نوو زده کونکو د شاملیدو درې ورځنۍ پروسه پاې ته ورسوله. شاوخوا ۱۰۰ ماشومانو، انجونو او هلکانو د کمپیوټر پدغه عصري ازموینه کې ګډون ګړې وه. د افغان-آلمان د همکارۍ پروګرام چې کابل کې د آلمان هیواد لخوا ملاتړ کیدونکي ښوونځي پياوړي کوي، د دغې ازموینې پراختیا څخه ملاتړ وکړ.
18.11.1397 | خبرپاڼه
نوی ډهلي، هند، د ۲۰۱۹ زېږدیز کال د فبروۍ میاشتې اوومه نېټه – نن ورځ، د افغانستان له فساد سره د مبارزې عدلي او قضایي مرکز (ACJC) ۱۲ مهمو غړو د هند په نوي ډهلي کې د پیسو د تطهیر او د ترهګرۍ د تمویل پر ضد د مبارزې په اړه په ځانګړي شوي روزنیز پروګرام کې ګډون وکړ. له ۲۰۱۸ زېږدیز کال را پدېخوا، له افغانستان سره د آلمان همکارۍ ادارې د مشورتي فنډ پرانیستې پالیسۍ (OPAF) د افغانستان له فساد سره د مبارزې عدلي او قضایي مرکز د ټولټال ۲۸ مهمو کارکوونکو د ظرفیتونو لوړولو لپاره درې پر له پیسې روزنیز پروګرامونه تمویل او برابر کړل. اوس دوی کولای شي چې خپل مهم کارونه په خورا مهارت او اغېزمنتیا سره ترسره کړي
18.11.1397 | خبرپاڼه
کابل، د ۱۳۹۷ کال د سلواغه میاشتې ۱۸مه نېټه - پرون ورځ، د افغانستان اقتصاد وزارت او له افغانستان سره د آلمان د همکارۍ د څارنې، ارزونې او عامه اړیکو پروګرام (MEC) د ۲۰۱۹ زېږدیز کال لپاره د تخنیکي همکارۍ تړون لاسلیک کړ. له ۲۰۱۵ زېږدیز کال را پدېخوا، د افغانستان د ملي پراختیایي پروژو د څارنې او ارزونې لپاره د اقتصاد وزارت ظرفیتونو لوړول د ګډو هڅو موخه ده. دا کار به د دې ډاډ رامنځته کړي چې دا هڅې به اغېزمنې، مؤثره، اړونده، دوامداره وي او د افغان ولس په ګټو باندې به یو رېښتینی اغېز ولري. د دې همکارۍ ټولټال بودیجه له ۸.۶ میلیونو افغانیو څخه زیاته ده.
17.11.1397 | خبرپاڼه
مزار شریف، بلخ ولایت، د ۱۳۹۷ کال د سلواغه د میاشتې ۱۷مه نېټه – پرون ولایتي چارواکو او افغانستان لپاره د آلمان همکارۍ ادارې استازو پرون د بلخ ولایت په نهر شاهي ولسوالۍ کې د دشته شور بیارغول شوی سړک پرانیست. دا سړک به له ۱۳۴۰۰۰څخه زیاتو خلګو ته ګټه ورسوي. د بلخ ولایت د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست د بیارغونې له کارونو څخه څارنه کوله کوم چې له مهالوېش څخه اووه میاشتې وړاندې بشپړ شول. د افغانستان او آلمان همکارۍ د سیمه ییزې بنسټیزې پراختیا وجهي صندوق (RIDF) له دغه پروژې سره مالي مرسته کوي چې ټولټال لګښت یې شاوخوا ۱۰۰ میلیونه افغانۍ کېږي.
15.11.1397 | خبرپاڼه
مزار شریف، بلخ، د ۳۹۷ کال د سلواغه میاشتې ۱۵ نېټه – پرون د بلخ ولایت د پوهنې ریاست او د افغان – آلمان د همکاریو ادارې په بلخ ولسوالۍ کې د ایلقیچي د نجونو عالي لیسې د یوې ودانۍ د جوړولو تړون لاسلیک کړ. دا یوه منزله ودانۍ به اته (۸) په بشپړ ډول تجهیز شوي ښوونځي ولري. دا به له ۴۳۰ څخه زیاتو ښځینه زده کوونکو لپاره په کافي اندازه د زده کړې چاپېریال برابر کړي. د افغانستان او آلمان همکارۍ د سیمه ییزې بنسټیزې پراختیا وجهي صندوق (RIDF) له دغه پروژې سره مالي مرسته کوي چې ټولټال لګښت یې ۱۹.۵ میلیونه افغانۍ کېږي.
28.10.1397 | خبرپاڼه
د مرغومی د میاشتې ۲۸ نېټه، د کندز ولایت امام صاحب ولسوالي، پرون د کندز ولایت معارف ریاست ته د افغان جرمن همکارۍ د نجونو یو نوی جوړ شوی ښوونځی وسپاره. نوموړی ښوونځی ۸ ټولګي لري او د امام صاحب ولسوالۍ په اورتابولقي کلي کې موقعیت لري. له ۲۴۰ څخه زیات نجونې چې د ۱۱ کلیو څخه ښوونځي ته ځي، له دغه ښوونځي څخه به ګټه اخلي. دغه نوی ښوونځی به کورنۍ وهڅوي څو خپلې نجونې ښوونځي ته واستوي، ځکه چې دغه ښوونځی نږدې دی او په اسانه سره ورته لاسرسی کېږي. دغه ښوونځی په د افغانستان په شمال کې د افغان جرمن د ثبات پروګرام (SPNA) د ۱۹.۶ میلونه افغانیو په لګښت جوړ کړی.