په افغانستان کښې د آلمان د همکاریو د تازه پیدا ګېرنو، پېښواو رپوټونو، مطبوعاتی خبرونو ریښتینو او تازه خبرونه د ولایت، نېټې او خبری طرحې په بنا د نورو معلوماتو لپاره د خپرونو، ویدیو ییاو تصوری ګالرۍ او د اړوندو لنکونو او خبری برخو او یا هم کتاب  تونونو ته د تلون په اساس په لمړیتوبونو ویشلی دی

فلتر

پايلې 495
09.08.1398 | خبرپاڼه
ډهلي، هندوستان، د ۱۳۹۸ کال د لړم د میاشتې نهمه - د هندوستان په ډهلي کې ، له کابل څخه ۲۷ ښوونکي د الماني ژبې په کورس کې ګډون کوي، پداسې حال کې چې ۱۷ نور ښوونکي ښوونیز تریننګ ترلاسه کوي. په دوی کې ۳۷ ښځې دي. دواړه فعالیتونه د وري د میاشتې په ۲۹ نیټه پیل شوي او د لړم د میاشتې په دوولسمه به پای ته ورسیږي. ددې فعالیتونو موخه د ښوونکو چمتو کول دي چې د عصري ښوونې او روزنې او د الماني ژبې د کورسونو لپاره توکي چمتو کړي. برخه اخیستونکي د کابل په دریو نمونوي ښوونځیو کې ښوونه کوي - د هلکانو لپاره د اماني عالي لیسه، د نجونو لپاره عایشه دراني عالي لیسه، او د نجونو او هلکانو لپاره د جمهوریت تجارتي ښوونځی. د افغان-المان همکاری د دې ښوونځیو ملاتړ کوي چې په ټول هیواد کې د ښوونځیو د پرمختګ لپاره د نمونې په توګه کار وکړي.
28.07.1398 | خبرپاڼه
مزار شریف، بلخ، د ۱۳۹۸ کال د تلې ۲۸مه – پرون، د ښځو د حقونو په اړه د حقوقي پوهاوي کلنی کنفرانس په مزار شریف کې دایر شو ترڅو د نوو قوانینو په اړه د عامه پوهاوي کچه لوړه کړي. دغه قوانین به د ټولنیزو ستونزو په حل، د قانون د حاکمیت په پياوړي کولو، د اداري فساد په کمولو، او دولت او عامو وګړو تر منځ د باور په رامنځته کولو کې مرسته وکړي. په ټولیز ډول سره د عدلي ریاست (DoJ) د استازو، د ښځو د چارو د ریاست (DoWA)، ولایتي محکمو، د څارنوالۍ دفتر، شوراګانو، د ولسوالېو دفترونو، پولیسو او همداراز ملایانو، ښوونکو، د ټولنې غړو، د مدرسو زده کونکو او د مدني ټولنو د لوبغاړو په ګډون ۲۵۰ ګډون کونکو چې د هغو په منځ کې د بیلابېلو ذیدخلو ډلو ۱۰۰ میرمنې وې، ګډون کړې وه.
25.07.1398 | خبرپاڼه
مزار شریف، بلخ ولایت، ۲۵-۰۷-۱۳۹۸. نن، په مزار شریف کې د کان کیندنې څلور اوونیزه روزنه بشپړه شوه. په دغه روزنه کې له شپږ (۶) ولایتونو لکه بغلان، بلخ، فاریاب، جوزجان، سمنګان او سرپل ولایتونو ریاستونو څخه د کان کیندنې ۱۳ مفتشینو ګډون کړی و. دغه روزونکي چې د کانونو او پټرولیم وزارت کارپوهان دي، د روزونکو روزنې په پروګرام کې تېر ځل ګډون کړی و، په ۱۳۹۴ او ۱۳۹۵ کال کې هم د نوموړي روزنې بودیجه د افغان جرمن همکارۍ ورکړې وه.
25.07.1398 | خبرپاڼه
کابل، د ۱۳۹۸ کال د تلې ۲۵ مه – پرون، د کابل په پوهنتون کې د افغانستان د نوې کیدونکې انرژۍ د اتحادیې (AREU) په جوړولو کې د غړو د ونډې په اړه ورکشاپ دایر شو. د میرمنو په شمول، اویا تنو پدغه ورکشاپ کې ګډون وکړ او د هغو هڅو په اړه یې بحث وکړ چې د غړیتوب د ونډې له لیارې AREU لا ډیره فعاله او پایښت لرونکې کړي، چې هغه به په خپل وار سره د افغانستان د نوې کیدونکې انرژۍ په پراختیا کې مرسته وکړي. دغه ډله کې د اوبو او بریښنا د وزارت (MEW) استازي، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق (ACCI)، د افغانستان او آلمان د همکارۍ د آنرژۍ سکټور د پياوړي کولو پروګرام(ESIP) او له خصوصی سکتور څخه د AREU نور غړي شامل ول. افغانستان سره د آلمان همکارۍ دغه ورکشاپ ملاتړ کړ.
24.07.1398 | خبرپاڼه
کابل، د ۲۰۱۹ زېږدیز کال د اکټوبر د میاشتې ۱۶مه نېټه - نن ورځ، د کانونو او پټرولیم وزارت (MoMP) ۲۰ نارینه او ښځینه کارکوونکو په بریالیتوب سره د کانونو په مدیریت کې د جنډر د رول په اړه په کابل ولایت کې یو دوه ورځنی ورکشاپ بشپړ کړ. په استخراجي صنعت کې د ښځینه ګډون او دندو ترویجول د دې فعالیت موخه وه. د افغانستان په استخراجي سکتور کې غوره حکومتولۍ ته د ودې ورکولو لپاره د افغانستان – آلمان همکارۍ پروګرام (MinGov) د افغانستان د کانونو او پټرولیم وزارت (MoMP) سره په ګډه دا ورکشاپ له مالي پلوه تمویل او تطبیق کړ.
18.07.1398 | خبرپاڼه
کابل، د ۲۰۱۹ زېږدیز کال د اکټوبر د میاشتې ۱۰مه نېټه - نن ورځ د ټولګي د څارنې اړوند د اوو (۷) درې ورځنیو ورکشاپونو وروستی هغه یې د کابل، بلخ، سمنګان، ننګرهار، بامیان، بدخشان او هرات ولایتونو کې پای ته ورسېدل. له ۴۰ څخه د زیاتو مېرمنو په ګډون ۲۱۰ کسانو په روزنیزو ناستو کې ګډون درلود. په ګډونوالو کې د اړوند ولایت پوهنې ریاست (PED)> د دارالمعلمینو غړو (TTCs) او د سر ښوونکي پراختیایي مرکزونو (TDCs) شامل وو. افغانستان سره د آلمان همکارۍ ادارې له دې مراسمو څخه مالي ملاتړ وکړ. د کندهار ولایت د پوهنې ریاست د څارنې مدیر، ښاغلي نعمت الله فېروز تأکید وکړ، اوس موږ کولای شو چې د افغانستان لپاره د ښوونکي د وړتیا په چوکاټ کې د وړتیا د شپږو ټاکل شوو برخو پر بنسټ د خپلو ښوونځیو ښوونکي په غوره توګه و ارزوو، په دې سره به موږ وکولای شو چې د دوی له مسلکي پراختیا څخه په غوره توګه ملاتړ وکړو.
25.06.1398 | خبرپاڼه
25-۰۶-۱۳۹۸ مزار شریف، بلخ ولایت. تېره پنجشنبه، د سمنګان ولایت برېښنا شرکت (DABS) او افغان جرمن همکارۍ په سمنګان ولایت کې د حضرت سلطان ولسوالۍ په کوکجر سیمه کې د برېښنا د توزیع شبکې جوړولو قرارداد لاسلیک کړل. د بامانچي، مالک، ګنډاکي، تولکاچي، نوی قزلباش لوپان، زوړ لوپان او سدویي کلیو کې به له ۸۰۰۰ څخه زیات خلک د برېښنا له نوي شبکې څخه ګټه پورته کړي. د سیمه ییزې بنسټیزې پراختیا وجهي صندوق (RIDF) د افغانستان برېښنا شرکت (DABS) سره د دغه پروژې په ګوته کولو کې مرسته وکړه او د دغه پروژې تطبیق لګښت چې شا او خوا ۱۳۳ میلونه افغانۍ کېږي، ورکوي. تمه کېږي چې د دغه پروژې د رغولو چارې به په ۱۴ میاشتو کې بشپړ شي.
18.06.1398 | خبرپاڼه
۱۸-۰۶-۱۳۹۸، کابل. د تېرې شنبې په ورځ، د کندز ولایت ښوونې ریاست د معارف له وزیر، کندز والي او افغان جرمن همکارۍ سره په ګډه د کندز ښار په مرکز کې د څلور (۴) نوي لېسې جوړولو تړون لاسلیک کړل. د دغه پروژې له بشپړېدو څخه وروسته به له ۲۵۰۰۰ څخه زیات نجونې او هلکان ګټه اخلي. د ۱۳۹۳ کال راهیسې، د افغان جرمن همکارۍ د سیمه ییزې بنسټیزې پراختیا وجهي صندوق (RIDF) د کندز ولایت د ښوونې له ریاست سره د دغه پروژې په چمتو کولو کې مرسته کوي او د دغه پروژې تطبیق بودیجه چې ټولټال ۴۲۳ میلونه افغانۍ کېږي، ورکوي.
13.06.1398 | خبرپاڼه
جلال آباد، ننګرهار ۱۳-۰۶-۱۳۹۸. په جلال آباد ښار کې د ننګرهار ولایت د کانونو او پټرولیم ریاست ۲۰ کار کوونکو په یو درې ورځني ورکشاپ کې ګډون وکړل. د کانونو او پټرولیم وزارت دغه ورکشاپ د جنډر برابرۍ/مساواتو پوهې ترویجولو په موخه ترسره کړ. ګډونوالو د کانونو په سکټور کې د جنډر ستونزې، په راتلونکي کې د جنډر نقش او د ښځو پر حقونو باندې بحث وکړل. د دغه ورکشاپ مالي لګښت د افغان جرمن همکارۍ ورکړه.
10.06.1398 | خبرپاڼه
هرات، د ۱۳۹۸ کال د وږی۱۰ مه نېټه - د چهارشنبې او پنجشنبې په ورځو، له ۱۵ ولایتونو څخه ۶۰ ګډونوالو، نارینه او ښځینه وو، په هرات ولایت کې په یوه کانفرانس کې ګډون وکړ څو د ښوونځي د فعالیت ارزونې پروګرام د آزمایښتي پړاو پایلو ته لنډه کتنه وکړي. د ارزونې دا پروګران چې د دې کال د اپریل په میاشت کې پیل او د ۲۰۱۹ کال د ډسمبر تر میاشتې پورې ادامه لري او د تخنیکي او مسلکي زده کړو په ښوونځیو کې د ښوونځي د فعالیت او د تدریس کیفیت ته وده ورکول د دې پروګرام موخه ده. د تخنیکي او مسلکي زده کړو له ګډون کوونکو ښوونځیو څخه د سرښوونکو، د ولایت په کچه د پوهنې رئیسانو او د تخنیکي او مسلکي زده کړو له ادارې څخه د چارواکو په ګډون د کانفرانس ګډونوال سره را یوځای شول څو د دغه پروګرام د بریالیتونو او ننګونو په اړه بحث وکړي. د افغان – آلمان همکارۍ اداره له مالي پلوه له دغه پروګرام څخه ملاتړ کوي.