په افغانستان کښې د آلمان د همکاریو د تازه پیدا ګېرنو، پېښواو رپوټونو، مطبوعاتی خبرونو ریښتینو او تازه خبرونه د ولایت، نېټې او خبری طرحې په بنا د نورو معلوماتو لپاره د خپرونو، ویدیو ییاو تصوری ګالرۍ او د اړوندو لنکونو او خبری برخو او یا هم کتاب  تونونو ته د تلون په اساس په لمړیتوبونو ویشلی دی

فلتر

پايلې 493
10.07.1397 | خبرپاڼه
د ۲۰۱۸ کال د تله د میاشتې ۸ مه نیټه – پړون په کابل کې د انجینرۍ، ودانیزې او مهندسۍ د پوهنځیو ۳۰ تنو ځوانو انجینرانو د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د ځوانو متشبثینو د ملاتړ (YES) له پروګرام څخه فارغ شول. دا پروګرام د ځوانو انجینرانو د پاره تخنیکي پوهه او تشبثي مهارتونه برابروي او همدارنګه د خصوصي سکتور د اړونده موسسو سره په افغانستان کې د نوې کیدونکې انرژيو په ډګر کې د هغو د اړیکو د ټینګولو په لاره کې مرسته کوي. «په افغانستان کې د انرژۍ د نهادي پراختیا» تر نامه لاندې د افغان-المان د همکارۍ پروګرام (IDEA) نوموړۍ روزنیز پروګرام جوړ او تمویل کړ.
10.07.1397 | خبرپاڼه
نن د افغانستان د عدلیې وزارت د راتلونکي ستراتیژۍ په باب د نظریو او وړاندیزیونو د راټولولو په موخه دوه ورځنۍ ورکشاپ پایته ورسید. په نوې ستراتیژۍ کې به عدالت ته د افغانستان د اتباعو د لاسرسۍ د سمونتیا لپاره نوي اقدامونه وټاکل شي. په ټولیزه توګه، د عدلیې د ریاستونو، د ښځو د چارو د ریاستونو، لوی څارنوالۍ، د افغانستان د مدافع وکیلانو د خپلواکې ټولنې او د مدنې ټولنې ۲۰۰ تنو استازو چې په نوموړي ورکشاپ کې سره راټول شوي و و او۳۰ تنه یې ښځې وې خپلې نظریې او وړاندیزونه شریک کړل. ننۍ ورکشاپ په مرکز کې د عدلیې وزارت د پالیسۍ او پلان د کارکوونکو او په ولایاتو او ولسوالیو کې د حقوقي نهادونو د کارکوونکو لپاره د څلورو ورکشاپونو په لړۍ کې وروستۍ روزنیز اقدام وو. د نوموړو ورکشاپونو په جوړولو کې په افغانستان کې د قانون د واکمنۍ د ټینګښت (RoL) پروګرام چې د افغان-المان د همکارۍ د ادارې په چوکاټ کې پرمخ بوول کیږي، مرسته کړیده.
09.07.1397 | خبرپاڼه
د ۲۰۱۸ کال د تله د میاشتې ۸ مه نیټه – پړون په کابل کې د انجینرۍ، ودانیزې او مهندسۍ د پوهنځیو ۳۰ تنو ځوانو انجینرانو د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د ځوانو متشبثینو د ملاتړ (YES) له پروګرام څخه فارغ شول. دا پروګرام د ځوانو انجینرانو د پاره تخنیکي پوهه او تشبثي مهارتونه برابروي او همدارنګه د خصوصي سکتور د اړونده موسسو سره په افغانستان کې د نوې کیدونکې انرژيو په ډګر کې د هغو د اړیکو د ټینګولو په لاره کې مرسته کوي. «په افغانستان کې د انرژۍ د نهادي پراختیا» تر نامه لاندې د افغان-المان د همکارۍ پروګرام (IDEA) نوموړۍ روزنیز پروګرام جوړ او تمویل کړ.
05.07.1397 | خبرپاڼه
کابل، د ۲۰۱۸ کال د سپتمبر د میاشتې ۲۶مه نیټه – نن د ۲۰۱۸ کال لپاره د افغانستان د اسلامي جمهوریت او د المان د فدرال جمهوریت تر منځ د پراختیایي همکارۍ په باب حکومتي خبرې په بریالي توګه پایته ورسیدې. د المان د اقتصادي همکاریو او پراختیا وزارت (BMZ) په افغانستان کې د ۲۰ میلیاردو افغانیو (۲۳۴٫۰۶ میلیونو یورو) نه زیات د پانګونې ژمنه وکړه. نور تمویل د المان د بهرنیو چارو وزارت له خوا په دې نږدې وختو کې اعلانیږي. دا همکاري به د ښې حکومتولۍ، پایښتونکې اقتصادي پراختیا، ښاري پراختیا او د ولسوالیو بیخبنا او همداراز د بشرپالنې مرستې او ثبات جوړونې په ډګرونو کې متمرکزه وي. د ۲۰۰۱ کال راهیسې، د المان حکومت شاوخوا ۳۴۵ میلیارده افغانۍ (۴٫۰۶ میلیونه یورو) په افغانستان کې پانګونه کړیده.
02.07.1397 | خبرپاڼه
پرون ورځ د سمنګانو ولایت په مرکز ایبک کې د دریو عالی لېسو د ودانوی د بنسټ ډبرې د اېښودنې مرسام ترسره شول. د ولایت د پوهنې ریاست، دولتی چارواکو او له افغانستان سره د آلمان د همکاریو استازیو په دغه غونډه کې ګډون کړی وو. دغه اسانتیاوې به هلکانو اوجنکیو ټول ټال ۵۴۰۰ زده کونکو ته د زده کړې مناسب چاپېریال برابر کړې. له افغانستان سره د آلمان د همکاریو د سیمه ایزو زېربنا وو پراختیایی پانګې (RIDF) د پروژې په پلې کولو او د ښونځیو د ودانولو چارو کې د پوهنې له ولایتې ریاست سره شاوخوا ۱۱۱ملیونه لګښت مرسته وکړه.
27.06.1397 | خبرپاڼه
پرون په کابل کې د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د اقتصاد وزارت د کارکوونکو لپاره د څارنې او ارزونې په باب یو اوه لس ورځنۍ روزنیز کورس پایته ورسید. دغې روزنې ۱۵ تنه ګډونوال چې ښځو هم پکې برخه اخیستې وه د پراختیایي پروژو د څارنې او ارزونې په پرمختللو مهارتونو باندې سمبال کړل. د نوموړي وزارت د پایلو پر بنسټ د څارنې او ارزونې ریاست او د اکورد (ACCORD) د سلامشورې نړیوالې ادارې د دې روزنیز کورس په پرمخ بیولو کې آسانتیاوې برابرې کړې. د افغان-المان د همکارۍ پروګرام له نوموړې روزنې څخه مالي ملاتړ وکړ.
21.06.1397 | خبرپاڼه
پرون، له افغانستان سره د آلمان د همکاریو په افغانستان کې د کانونو د اکاډیمیکې پوهنی پروګرام (AMEA د محصیلینو لپاره چې مؤخه یې په ځانګړې توګه د بلخ پوهنتون د مځکې پېژندنې پوهنځۍ زده کونکی وو د د دندې د غوښتنلیک روزنه برابره کړه. په نوموړی سیمینار کې له ۱۰۰ کسه ډېرو محصیلینو برخه اخیستې وه. د دغه فعالیت مؤخه د ځمکې پژندنې او کانونو په ډګر کې فارغو شویو محصیلینو ته د کاری فرصتونو ښه کول وو.
08.06.1397 | خبرپاڼه
کابل، د ۲۰۱۸ کال د اګست د میاشتې ۳۰مه نیټه – پرون د افغانستان د حکومت مشرانو، د کلتور لپاره د آغاخان بنسټ (AKTC) او همدارنګه د المان د KfW پراختیایي بانک د کابل سیند ګاونډیو سیمو ته د بدلون ورکولو (KARIT) په نامه د یوې پروژې په اړه چې اوس پیل کیږي یو شمیر تړونونه لاسلیک کړل. د افغانستان ولسشمر ډاکټر اشرف غني، اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله او په کابل د المان د سفارت یو شمیر سیاسي چارواکو په نوموړې لوړپورې غونډه کې ګډون کړی وو. د المان حکومت (د المان د بهرنیو چارو وزارت) دا پروژه د المان د KfW د پراختیایي بانک له لارې د ۱،۵ میلیاردو افغانیو په ټولیز لګښت د راتلونکو ۳۰ میاشتو په بهیر کې تمویلوي
07.06.1397 | خبرپاڼه
تالقان، تخار، د وږي ۷مه ۱۳۹۷ کال ¬ـ پرون ورځ، د تخار ولایت د بښنا شرکت ریاست (DABS) او له افغانستان سره د آلمان همکاریو د تخار ولایت د هزار سموچ ولسوالۍ ته د برښنا رسونې هوکړه لیک لاسلیک کړ. کله چې نوموړې پروژه په کار پیل وکړی د ګنبد، کنجک او هزار سموچ د کلیو له ۱۴۰۰۰ ډېر وګړي به ورنه ګټه واخلی. له افغانستان سره د آلمان د همکاریو د سیمه ایزو زېربناء وو پراختیا پانګې (RIDF) د افغانستان د برښنا له ریاست سره مرسته وکړه تر څو دغه پروژه په ګوته او اوس یې د پلې کولو ټول ټال ۱۲۴ میلیونه لګښت ورکوی.
26.05.1397 | خبرپاڼه
نن ورځ، د فساد په وړاندې د مبارزې د روڼتیا غونډه چې د تلپاتې پرمختایی مؤخو (SDGs) سره تړی دی په کابل کې د دولت او رسنیو د معلوماتو په مرکز کې ترسره شوه. غونډه غیر دولتی مؤسسو، د نړیوالې روڼتیا او د افغانستان د بشپړتیا د څار ادارې ترتیب کړې وه. ټول ټال ۶۰ کسانو د افغان دولت لوړ رتبه چارواکو، مدنی ټولنو او پانګونکو پکې ګډون کړی وو. له افغانستان سره د المان د همکاریو د خلاصې پالیسۍ مشورتی بسپنې (OPAF) ددغه غونډې پانګونه وکړه او په پلې کونه کې یې ورسره مرسته وکړه.