په افغانستان کښې د آلمان د همکاریو د تازه پیدا ګېرنو، پېښواو رپوټونو، مطبوعاتی خبرونو ریښتینو او تازه خبرونه د ولایت، نېټې او خبری طرحې په بنا د نورو معلوماتو لپاره د خپرونو، ویدیو ییاو تصوری ګالرۍ او د اړوندو لنکونو او خبری برخو او یا هم کتاب  تونونو ته د تلون په اساس په لمړیتوبونو ویشلی دی

فلتر

پايلې 515
21.11.1398 | خبرپاڼه
فیض آباد، بدخشان، ۲۱-۱۱-۱۳۹۸ – پرون د افغان-المان د همکارۍ ادارې د سیلابونو په وړاندې د یوه نوي ودان شوي ساتونکي دیوال سندونه د بدخشان ولایت د فیض آباد په ولسوالۍ کې د کوکچې د رود د حوزې ادارې ته وسپارل. دغه دیوال چې ۱.۸ متره اوږدوالۍ لري شاوخوا ۳۲۰۰ د استوګنې کورونه او ۳۱۵۰۰ جریبه (۶۳۰۰ هکتار) کرنیزه ځمکه د سیلابونو په وړاندې ساتي چې کابو ۵۰٬۰۰۰ تنه اوسیدونکي به د هغه څخه ګټه پورته کړي. دا پروژه د افغان-المان د همکارۍ د ادارې د سیمه ایزې بیخبنا د پراختیا وجهي صندوق (RIDF) له خوا د المان د KfW د پراختیایي بانک له لارې د ۱۳۲ میلیونو افغانیو په ټولیز لګښت تمویل شوې ده.
17.11.1398 | خبرپاڼه
مزار شریف، بلخ ، د ۱۳۹۸ لمریز کال د دلوې د میاشتې ۱۷ مه - په بلخ کې، د افغان-المان د همکارۍ د قانون د حاکمیت پروژې د حقوق پوهانو د عملي زده کړې د یوشان کولو په اړه د ارزونې د ورکشاپ ملاتړ وکړ. د عدلیې وزارت، لویې څارنوالۍ د دفتر، د افغانستان د خپلواکو حقوق پوهانو د اتحادیې او د سترې محکمې په ګډون، د بیلابیلو عدلي ارګانونو شاوخوا ۴۰ استازو په دې ورکشاپ کې برخه اخیستې وه. د ورکشاپ موخه په هیواد کې د راتلونکو حقوق پوهانو لپاره د ستاژ د یوې دورې په کارولو د عملي زده کړې د سیسټم د یووالي د امکان ارزول وو. د حقوقي ستاژ لازمي دوره د حقوقي زده کړې په سیسټم کې د عملي ظرفیت او مهارت د رامینځته کولو برنامه ده. دا دوره فارغینو ته باورلیکونه ورکوي چې د عدلي ارګانونو لخوا د مسلکي او ماهرو حقوقي کارپوهانو په توګه وپیژندل شي.
17.11.1398 | خبرپاڼه
کابل، ۱۷-۱۱-۱۳۹۸: پرون، په مالیې وزارت کې د افغانستان د ښاري اوبو رسونې او کانالیزاسیون شرکت (AUWSSC)، د آلمان KfW پراختیایي بانک او د آلماني شرکت، دورش انټرنیشنل (Dorsch International) په کابل کې د حفظ الصحې په اړه د مفکورې مطالعې لپاره یو قرارداد لاسلیک کړ. د دغه قرارداد د لاسلیکولو پرمهال د مالیې وزیر ښاغلي محمد همایون قیومي، د افغانستان د ښاري اوبو رسونې او کانالیزاسیون شرکت عمومي رئیس ښاغلی حمیدالله یلاني او د آلمان KfW پراختیایي بانک استازي ښاغلی سلیمان صالحي او ښاغلی رچرډ ایلرټ، او کابل ښاروال، والي محمد یعقوب حیدري او د چاپېریال ساتنې ملي ادارې (NEPA) استازو په ګډون اړونده ادارو برخه اخیستلې وه. د افغانستان سره د آلمان همکارۍ ادارې د نوموړې پروژې لپاره د مالي تمویل په توګه ۱۴۴.۳ میلونه افغانۍ (۱.۷ میلونه یورو) ورکوي او د افغانستان دولت هم په کې ۷۷ میلونه افغانۍ (۱ میلون امریکایي ډالر) ورکوي.
09.11.1398 | خبرپاڼه
د کندهار ولایت، ۰۹-۱۱-۱۳۹۸. نن، په کندهار ولایت کې د کان کیندنې معیاري څلور اوونیزه روزنه پای ته ورسېدله. په دغه پروګرام کې د څلورو ولایتي کانونو لکه زابل، اوروزګان، هلمند او کندهار ولایتونو له ریاستونو څخه ۱۱ مفتشینو ګډون کړی و. د دغه پروګرام روزونکو، چې د کانونو او پټرولیم وزارت کارپوهان دي، هغوی دغه روزنه ورکړه او دغه کارپوهانو هم د روزونکو په روزنه (ToT) کې برخه اخیستلې وه چې د هغې بودیجه هم د افغان-جرمن همکارۍ ورکړې وه.
03.11.1398 | خبرپاڼه
مزار شریف ښار، بلخ ولایت، د ۱۳۹۸ لمریز کال د دلوې دریمه – پرون، د بلخ ولایت د افغانستان برېښنا شرکت (DABS) او د افغان جرمن همکارۍ نماینده ګانو د مزارشریف په ختیځه برخه کې د برېښنا توضیعي شبکې پراختیا لپاره د رغونې چارې پیل کړل. د برېښنا له دغه باوري توضیعي شبکې څخه به له ۲۰۰۰۰ څخه زیات اوسېدونکي د علي چوپان، کارته وحدت، بابه پاچا او اسلام آباد ساحو کې ګټه اخلي. د افغان جرمن همکارۍ د سیمه ییزې بنسټیزې پراختیا وجهي صندوق (RIDF)، د افغانستان له برېښنا شرکت سره د دغه پروژې اړتیا په ګوته کولو کې مرسته وکړه. همداراز، د سیمه ییزې بنسټیزې پراختیا وجهي صندوق (RIDF) د دغه پروژې د تطبیقولو بودیجه چې تقریبا ۱۶۰ میلونه افغانۍ کېږي، هم ورکوي. د دغه پروژې رغولو چارې به ۱۷ میاشتو وخت ونیسي.
02.11.1398 | خبرپاڼه
نوی ډهلی، هندوستان، د ۱۳۹۸ لمریز کال د سلواغې دویمه – په کابل کې د المان له ملاتړه د برخمنو ښوونځیو د پیاوړتیا (SGS) لپاره د افغانستان-المان د همکارۍ پروژې خپله وروستۍ ناسته پرون د هند په نوي ډهلي کې ترسره کړه. دا پروژه چې د ښوونې او روزنې د کیفیت لوړولو لپاره د کابل د دریو ښوونځیو ملاتړ کوي، د ۲۰۲۰ زیږدیز کال د مارچ په میاشت کې به له شپږ کلونو دوامداره ژمنې وروسته پای ته ورسیږي. له ۲۰۲۰ کال راهیسې، دا برنامه د عایشه دراني ښوونځي، د جمهوریت د نجونو د مسلکي عالي لیسې او د اماني د هلکانو د عالي لیسې ملاتړ کوي چې دا ټول له آلمان سره پیاوړې اړیکې لري. دا نمونوي ښوونځي د نورو ښوونځیو لپاره د غوره کړنو د مثالونو په توګه کار کوي او موخه یې په ټول هیواد کې د ښوونې او روزنې د کیفیت لوړول دي. په دې غونډه کې ۶۰ سیاسي او کلیدي شریکان راټول شوي وو چې تر نیمایي ډیرې یې ښځې وې، ترڅو د افغان-المان د همکارۍ ژمنې ولمانځي.
28.09.1398 | خبرپاڼه
بلخ، د ۱۳۹۸ لمریز کال د لیندۍ د میاشتې اته ویشتمه - نن، په بلخ کې د بشري حقونو او جنډر پوهاوي په اړه پنځه ورځنی ورکشاپ پای ته ورسید. په بلخ، سمنګان او تخار ولایتونو کې د دارالمعلمینو یا د ښوونکو د روزنې د مرکزونو (TTC) ۳۶ تنو استادانو په دې ورکشاپ کې برخه اخیستې وه، چې پکې میرمنې هم وې. دا د دریو ورکشاپونو د لړۍ وروستی هغه وو چې د څلورو میاشتو په اوږدو کې ترسره شول. دې ورکشاپونو د استادانو ترمنځ د بشري حقونو او جنډر مساواتو په اړه پوهاوی لوړ کړی ترڅو دوی وکولی شي دا ارزښتونه خپلو زده کونکو ته هم ولیږدوي. د دې روزنې په پایله کې به شاوخوا ۳۰۰۰ ښوونکي وروزل شي. دا فعالیت د ښوونکو د روزنې ریاست (TED) له خوا د افغانستان لپاره د افغان-المان د همکارۍ د اساسی زده کړې د پروګرام (BEPA) په ملاتړ ترسره شو.
28.09.1398 | خبرپاڼه
کابل، د ۱۳۹۸ کال د لیندۍ د میاشتې ۲۸ نیټه – پرون، د انرژۍ په برخه کې د خصوصي پانګوونې هڅولو ورکشاپ په کابل کې ترسره شو. د ښځو په ګډون شاوخوا ۱۶۰ ګډونوالو د نوې کیدونکې انرژۍ لپاره د خصوصي تمویل او اوږدمهاله پانګوونې راجلبولو په ننګونو او فرصتونو خبرې اترې وکړې. په برخه اخیستونکو کې د انرژي او اوبو وزارت او نورو وزارتونو استازي او همدارنګه د افغانستان د نوې کیدونکې انرژۍ د اتحادیې (AREU)، د افغانستان د سوداګرۍ اتاق (ACCI) او د خصوصي سکتور استازي شامل وو. دا غونډه د افغانستان-المان د همکارۍ د انرژۍ د سکتور د ودې د پروګرام (ESIP) په ملاتړ ترسره شوه.
27.09.1398 | خبرپاڼه
فیض آباد، بدخشان، د ۱۳۹۸ لمریز کال د لیندۍ د میاشتې ۲۷مه – تېرو دوه ورځو کې، د میرمنو په ګډون، شاوخوا ۱۰۰ کسانو د جزا د نوي تعدیل شوي قانون د درېو کنفرانسونو په لومړني کنفرانس کې ګډون وکړ. شاوخوا ۴۰ قاضیانو، ۲۰ څارنوالانو او د تخار، بدخشان او کندز د جنایی څېړنو د ریاستونو(CIDs) کارکونکو او همداراز مدافع وکیلانو او د عدلي ریاست حقوقي مرستو پدغه کنفرانسونو کې ګډون وکړ. د دغو کنفرانسونو اصلي موخه په هیواد کې د جزا د قانون د تعدیل په برخه کې د قضېو د طی‌ ‏مراحل د کړنلارو روښانه کول او معیاري کول دي. دا به ولایاتو کې د پلي کولو لپاره عمومي پوهه او روښانه کول برابر کړي چې هیوادوالو لپاره به حقوقي اعتبار لوړ کړي. ستره محکمه له افغانستان سره د آلمان د همکارۍ د قانون د واکمنۍ د ټینګښت (RoL) پروګرام له ملاتړ سره کنفرانسونه تنظیموي.
25.09.1398 | خبرپاڼه
فیض آباد، بدخشان ولایت، ۲۵-۰۹-۱۳۹۸. د شنبې په ورځ، ۷۹ محصلین چې ۳۳ یې ښځینه ول، د څلور (۴) میاشتني حقوقي کلینیک له پروګرام څخه فارغ شول. دغه پروګرام، د بدخشان پوهنتون د حقوقو او شرعیاتو پوهنځي په نږدې همغږۍ ترسره کړ. په دغه غونډه کې د بدخشان مرستیال والي، د عدلي ارګانونو رییسانو او د دولتي همکارانو په شمول، د ښځو چارو ریاست ګډون کړی وو. د افغان جرمن همکارۍ د قانون حاکمیت پروژه له ۱۳۹۴ راهیسې د بدخشان پوهنتون د حقوقي کلینیک له پروګرام سره مرسته کوي. د حقوقي کلینیک پروګرام له طریقه محصلین په حقوقي او قضایي ارګانونو کې دندو او مسؤلیتونو ترسره کولو لپاره چمتو کوي. هغه مهارتونه چې دوی په دغه پروګرام کې زده کوي، هغوی به د قاضیانو، څارنوالانو او وکیلانو په توګه خپل دندو ترسره کولو لپاره چمتو کوي.