په افغانستان کښې د آلمان د همکاریو د تازه پیدا ګېرنو، پېښواو رپوټونو، مطبوعاتی خبرونو ریښتینو او تازه خبرونه د ولایت، نېټې او خبری طرحې په بنا د نورو معلوماتو لپاره د خپرونو، ویدیو ییاو تصوری ګالرۍ او د اړوندو لنکونو او خبری برخو او یا هم کتاب  تونونو ته د تلون په اساس په لمړیتوبونو ویشلی دی

فلتر

پايلې 493
15.02.1398 | خبرپاڼه
کابل، د ۱۳۹۸ کال د غویی د میاشتې ۱۵مه نیټه – پرون د افغانستان د استخراجي صنایعو د شفافیت نوښت او د افغان-المان د همکارۍ ادارې په کابل کې د دولتي ادارو، خصوصي سکتور او مدني ټولنې د ۵۰ تنو استازو په ګډون یو ورکشاپ جوړ کړ. د دې ورکشاپ د جوړولو موخه داوه چې د استخراج په سکتور کې د اړونده مراجعو تر منځ مناسبه همکاري او د معلوماتو تبادله بیرته را منځته کړي. دا راز هڅې به په افغانستان کې د کان ایستنې په باب د ارقامو او معلوماتو د توحید سبب شي او د ۲۰۱۹ کال د جون په میاشت کې د استخراجي صنایعو د شفافیت د نوښت (EITI) د سازمان له خوا په هیواد کې د دې سازمان د سټنډرډ د پلۍ کیدو د څیړنې یو شرط به برابر کړي.
13.02.1398 | خبرپاڼه
فیض اباد، بدخشان، د ۲۰۱۹ کال د می دریمه - پرون، د حقوق (Huquq) مسئولینو، د جنډر مسئولینو (GFPs) او د بدخشان ولایت د لسو ولسوالیو ولسوالانو په فیض آباد کې سره ولیدل. د ۱۰ ښځو په ګډون، ۴۰ کسانو، د حقوق (Huquq) د همغږۍ په دې کلنۍ غونډه کې برخه اخیستې وه. ددې غونډې موخه د ولسوالیو په کچه د حقوق (Huquq) او نورو اړوندو اړخونو لکه د جنډر مسئولینو (GFPs) او پولیسو ترمنځ د همغږۍ او همکارۍ پیاوړتیا وه. دا غونډه د بدخشان د عدلیې ریاست له خوا جوړه شوې وه ترڅو عدالت ته د خلکو لاسرسی ښه کړي. د افغانستان سره د آلمان همکارۍ د دې غونډې ملاتړ وکړ.
12.02.1398 | خبرپاڼه
د هرات ښار، هرات، د ۲۰۱۹ کال د مې د میاشتې دویمه نیټه – پرون د ښوونکو د روزنې یو پنځه ورځنیز ورکشاپ د هرات په ښار کې پایته ورسید. په دغه ورکشاپ کې د ۴ تنو ښځو په شمول د ۷ دارالمعلمینونو څخه ۱۴ تنو ښوونکو ګډون کړی وو. د ښوونکي د روزنې د ریاست څلورو تنو لوړو ښوونکو د لومړنیو زده کړو نوئ ډیپلوم چې د تدوین په حال کې دی ګډون کوونکو ښوونکو ته ور وپيژانده. په ورکشاپ کې په تیره بیا د ریاضي مضمون ته پام اړول شوی وو. د افغان-المان د همکارۍ د ادارې د لومړنیو او ثانوي زده کړو پروګرام (BEPA) د دغه ورکشاپ څخه ملاتړ وکړ.
06.02.1398 | خبرپاڼه
کابل، د ۲۰۱۹ کال د اپریل د میاشتې ۲۶مه نیټه – پرون د کابل د شپږو ښوونځیو د ساینس او ریاضی د ۱۰۰ نه زیاتو ښوونکو لپاره چې ۶۹ تنه یې ښځې وې یو درې اونیزه روزنیز کورس پایته ورسید. ګډونوالو زده کړل چې د عصري تدریس اسلوبونه د کیمیا، بیولوژۍ، فزیک او ریاضۍ په مضمونونو کې په څه ډول وکاروي. د دې روزنې یوه برخه د لوست په ترڅ کې د نویو لابراتواري تجهیزاتو شاملولو ته په پام کې نیول شوې وه. د افغان-آلمان د همکارۍ پروګرام له دغه کورس څخه ملاتړ وکړ او د تجهیزاتو ټولیز لګښت یې چې شاوخوا ۱،۱ میلیون افغانۍ کیږي تمویل کړی دئ. د ۲۳٬۰۰۰ تنو نه زیات زده کوونکي به د سمون ورکړل شویو لوستو څخه ګټه پورته کړي.
04.02.1398 | خبرپاڼه
هرات، د ۱۳۹۸ کال د غویې ۴ مه – د هرات ولایت د کانونو او پټرولیم ریاست د ۲۰ کارکونکو لپاره د جندر په اړه درې ورځنې ورکشاپ نن پاې ته ورسیده. دغه غونډه د هرات ولایت په ښار کې ترسره شوه چې د افغانستان د کان ایستنې په سکتور کې يي د جنډر په رول تمرکز کاوه. دغه ورکشاپ د افغانستان د کانونو او پټرولیم وزارت د جنډر څانګې لخوا ترسره شو. د افغانستان په استخراجي سکتور کې د ښې حکومتولۍ د ټینګولو په موخه له افغانستان سره د آلمان د همکارۍ پروګرام (MinGOv) دغه غونډه له مالي پلوه ملاتړ کړه.
03.02.1398 | خبرپاڼه
د غویی د میاشتې ۳ نېټه، کابل - پرون په کابل کې د روزونکو د روزنې ۸۰ ورځنی ورکشاپ پای ته ورسېد. په دغه روزنه کې د ښوونکو د روزنې له ۷ آزمایښتي دارالمعلمینو څخه ۱۴ ښځینه ښوونکو ګډون کړی وو. هغوی د تدریس نوي لارښود چې د لومړنی زده کړو ډيپلوم سپورت سره بلد شول کوم چې اوس مهال د جوړېدو په حال کې دی. استاذان باید خپل نوي ترلاسه کړي پوهه د ښوونکو روزنې کورسونو( TTCs ) ته انتقال کړي، چې له ۶۰۰۰ څخه ډېرې ښځینه محصلینو ښوونکو ته یې ګټه رسېږي. د ښوونکو د روزنې ریاست (TED) د افغان جرمن په همکارۍ دغه روزنه پلي کړه.
30.01.1398 | خبرپاڼه
مزارشریف، بلخ، د 1398 کال د وری د میاشتې 30 مه نیټه – پرون، د تخنیکي او مسلکي زده کړې او روزنې د ادارې استازو د بلخ ولایت د مزارشریف د تخته پل په سیمه کې د تخنیکي او مسلکي زده کړې او روزنې انګړ پرانیست. په دغه انګړ کې ودان شوي انستیتونه د ۲٬۲۰۰ تنو محصلینو ظرفیت لري او د انجینري زده کړې ، زراعتی وټرینري او د تخنیکي ښوونکو روزنه تدریس کیږي. دغه انګړ ۵۲،۲ جریبه یعنی ۱۰،۵ هکتاره مساحت لري چې د دفټبال د لوبې د ۱۴ ډګرونو سره معادل دی. د افغان-المان د همکارۍ ادارې د هغه ودانیز کارونه د شاوخوا ۱۱۳،۷ میلیونو افغانیو په ټولیز لګښت تمویل کړي دي.
28.01.1398 | خبرپاڼه
کابل، د ۲۰۱۹ کال د اپریل د میاشتې ۱۷مه نیټه – نن د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې او د صنایعو او سوداگرۍ وزارت بانکي کریډتونو ته د کوچنیو او منځنیو شرکتونو د لاسرسۍ په باب د دولتي او خصوصي سکتورونو تر منځ یو ملي ډیالوګ په کابل کې جوړ کړ. په دې غونډه کې د دولتي او خصوصی سکتور د نهادونو د بیلابیلو موسساتو لکه د سکتوري وزارتونو، مالي نهادونو، سوداګريزو ټولنو او کوچنیو او منځنیو شرکتونو څخه د ښځو او نارینه وو په شمول شاوخوا ۱۰۰ تنو ګډون کړی وو. بانکي کریډټونو ته د لاسرسۍ آسانه کول به د افغانستان د پایښتونکي اقتصادي پراختیا سره مرسته وکړي. د افغان-المان د همکارۍ ادارې د دغې غونډې څخه ملاتړ وکړ.
27.01.1398 | خبرپاڼه
کابل، د ۱۳۹۸ کال د وری د میاشتې ۲۷مه نیټه – نن په ۲۰۱۹ کال کې د افغانستان د اسلامي جمهوریت او د المان د فدرالي جمهوریت تر منځ د همکارۍ په باب حکومتي سلامشورې پایته ورسیدې. د المان د اقتصادي همکاریو او پراختیا وزارت (BMZ) ژمنه وکړه چې شاوخوا ۵،۱ میلیاده افغانۍ یعنې ۵۹ میلیونه یورو به په افغانستان کې د ښې حکومتولۍ، پایښتونکي اقتصادي پراختیا او همداراز ښاري پراختیا او د ښاروالي بیخبناوو په ډګرونو کې پانګونه وکړي. برسیره پردې، ۸،۷ میلیارده افغانۍ یعنې ۱۰۰ میلیونه یورو د افغانستان د ایمني وجهي صندوق ته اختصاص ورکړل شوی دي. د ۲۰۰۱ کال راهیسې، د المان حکومت په ټولیزه توګه ۳۴۵ میلیارده افغانۍ یعنې ۴،۰۶ میلیارده یورو په افغانستان کې پانګونه کړیده.
21.01.1398 | خبرپاڼه
هزار سوموچ، تخار، د ۱۳۹۸ کال د وري ۲۱ مه – پرون د هزار سوموچ او کنجک کلېو ته د بریښنا رسولو مراسم ترسره شول. دولتي چارواکو او د افغانستان د برشنا شرکت استازو او افغانستان سره د آلمان همکارۍ پدغه مراسمو کې ګډون وکړ. دواړه کلي د تخار ولایت په هزار سوموچ ولسوالۍ کې موقعیت لري. شاوخوا 14,000 ځايي اوسیدونکي به ډیر ژر له باثباته بریښنا څخه ګټه پورته کړي. د افغانستان د برشنا شرکت به دغه پروژه تطبیق کړي چې د سیمه ایزې زیربناء د پراختیا د وجهي صندوق (RIDF) پواسطه ملاتړ کیږي. افغانستان سره د آلمان همکاري د دغې پروژې ودانیز کارونه د 124 میلیونه افغانېو په مجموعي لګښت سره تمویلوي.