په افغانستان کښې د آلمان د همکاریو د تازه پیدا ګېرنو، پېښواو رپوټونو، مطبوعاتی خبرونو ریښتینو او تازه خبرونه د ولایت، نېټې او خبری طرحې په بنا د نورو معلوماتو لپاره د خپرونو، ویدیو ییاو تصوری ګالرۍ او د اړوندو لنکونو او خبری برخو او یا هم کتاب  تونونو ته د تلون په اساس په لمړیتوبونو ویشلی دی

فلتر

پايلې 493
09.09.1397 | خبرپاڼه
کابل، د ۲۰۱۸ کال د نوامبر د میاشتې ۳۰مه نیټه – په روانه اونۍ کې د افغانستان په اړه د ژنیو غونډه د سویس په هیواد کې جوړه شوه. په دې غونډه کې نړیوالې ټولنې د سولې او سوکالۍ په لاره کې د افغانستان د خلکو او حکومت د هلوځلو سره خپل پیوستون څرګند کړ. په دې مناسبت، آلمان د KfW د پراختیایی بانک له لارې د افغانستان د بیارغونې وجهي صندوق (ARTF) ته د ۵،۴ میلیاردو نورو مالي مرستو د برابرولو ژمنه وکړه. په ۲۰۰۲ کال کې د نوموړي صندوق د بنسټ ایښودلو راهیسې چې نړیوال بانک یې مدیریت کوي تر ۲۰۱۷ کاله پورې کابو ۱۱،۵ میلیونو افغانانو ته ګټه رسیدلې ده. د المان حکومت د ۶۲ میلیاردو افغانیو نه زیات د دې وجهي صندوق سره مرسته کړیده چې له دې امله یو تر ټولو لویو دوه اړخیزه ډونرانو له ډلې څخه شمیرل کیږي.
25.08.1397 | خبرپاڼه
۱۳۹۷ کال د لړم د میاشتې ۲۵ مه – نن ورځ د بلخ، کابل او کابل پولتخنیک د پوهنتونونو ۳۴ کسه ښځینه زده کونکې افغانستان ته راستنې شوې. دوي د مځګې پېژندنې او کانونو په برخه کې یوه اونۍ ایران ته په یوه علمی سفر کې ګډون وکړ ترڅو د سیمی د تجربو په اړه زده کړی. د ایران د مځکې پېژندنې د سروې ادارې (GSI) دغه سفر پلان او عملی کړ. له افغانستان سره د آلمان د مرستو د کانونو په برخه کې د اکاډمیکې زده کړې پروګرام (AMEA) یې د پلي کونې اسانتیا وې برابرې کړې وې.
25.08.1397 | خبرپاڼه
تالقان، تخار، ۱۳۹۷ کال د لړم د میاشتې ۲۵ مه- نن ورځ د تخار ولایت به مرکز تالقانو کې د افغانستان د عدلي سکټور د اړوندو شریکانو لپاره په اسلام او قانون کې د ښځو حقونه تر عنوان لاندې دری ورځنی ورکشاپ پای ته ورسېد. د دنی عالمانو، مخورو سپین ګیرو او همدا رنګه د جرګو او شورا ګانو غړو په شمول ټول ټال پکې ۵۰ کسانو ګډون کړی وو. د تخار ولایت د حج او اوقافو ریاست (DoHRA) دغه روزنه پلې کړه. له افغانستان سره د آلمان د مرستو ددفتر په افغانستان کې د قانون د حاحکمیت (RoL) پروګرام ددغه ناستې اسانتیا وې چمتو کړې وې.
15.08.1397 | خبرپاڼه
په روانه اونۍ کې د کابل د پولیتخنیک د پوهنتون او د کابل پوهنتون پنځه تنه ښوونکي بیرته هیواد ته راستانه شول. دغو ښوونکو په المان کې د فرایبرګ په تخنیکي پوهنتون (TUBAF) کې د جیوکیمیا په باب په یوه دوه اونیزه روزنیز کورس کې ګډون کړی وو. دغه روزنیز پروګرام د افغانستان، چین او المان تر منځ د هوکړې یوه برخه ده چې موخه یې په افغانستان کې د کان ایستنې د اکادمیکې زده کړې سمون ورکول دي. د افغان-المان د همکارۍ پروګرام دغه روزنیز کورس تمویل او تسهیل کړی دی.
01.08.1397 | خبرپاڼه
کابل، د ۱۳۹۷ کال د تله د میاشتې ۲۶ مه نیټه – نن د رسنیو ۱۸مه غونډه په کابل کې جوړه شوه. په دې غونډه کې درې تنه کارپوهانو او ۵۰ تنه ژورنالیستانو د راتلونکو پارلماني ټاکنو او د افغانستان لپاره د هغو د ارزښت په باب خپلې نظریې او افکار تبادله کړل. برسیره پردې، هغو په یوه عادلانه او شفافه لړۍ کې د رسنیو او مدنې ټولنې د ونډې اخیستنې په لارو باندې خبرې اترې وکړې. د څارنې، ارزونې او اړیکو (MEC) په نامه د افغان-المان د همکارۍ پروګرام د نوموړې غونډې کوربه وو.
30.07.1397 | خبرپاڼه
د چیک د جمهوریت مرکز پراګ کې یو درې اونیزه روزنیز پروګرام چې په هغه کې د کابل د پولیتخنیک د پوهنتون د کان ایستنې او جیولوژۍ د پوهنځۍ او د کابل د پوهنتون اووه تنو ښوونکو ګډون کړی وو، پایته ورسید. په دې پروګرام کې د جیولوژۍ یو روزنیز کورس شامل وو چې د پراګ د چارلز په پوهنتون کې جوړ شوی وو تر څو افغانی ګډونوال خپل مهارتونه او پوهه پراخه کړي. د نوموړو پوهنتونونو زده کوونکي به د خپلو ښوونکو د نورو زده کړو د دوام له برکته د کان ایستنې د سمون ورکړل شوي زده کړو څخه ګټه پورته کړي. د افغانستان د کان ایستنې د اکادمیکو زده کړو (AMEA) تر نامه لاندې د افغان-المان د همکاری ځانګړی پروګرام نوموړۍ اقدام تسهیل او تمویل کړ.
25.07.1397 | خبرپاڼه
پرون د بلخ ولایت د دهدادي په ولسوالۍ کې د یوه سړک د بنسټ ایښدونې مراسم چې د مزارشریف د شولګرې سړک د فرقې د سیمې د پل بابوی سره نښلوي، پرځای شول. ولایتي دولتي کارکوونکو او د افغان-المان د همکارۍ د پروګرام د سیمه ایزې بیخبنا د پراختیا د وجهي صندوق (RIDF) استازو په نوموړو مراسمو کې ګډون کړی وو. د ټرافیکو د سمون ورکړل شویو شرایطو څخه به د ۲۸٬۰۰۰ نه زیات اوسیدونکي ګټه پورته کړي. د بلخ ولایت د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست به دغه پروژه پلۍ کوي او د ودانیزو کارونو څخه به څارنه کوي. د افغان-المان د همکارۍ پروګرام دغه اقدام د ۶۸ میلیونو افغانیو په ټولیز لګښت تمویلوي.
19.07.1397 | خبرپاڼه
پرون د کانونو او پټرولیم د وزارت ۲۰ تنو نارینه او ښځینه کارکوونکو په کابل کې یو درې ورځنۍ ورکشاپ په بریالیتوب سره پایته ورساوه. په دې ورکشاپ کې د افغانستان د کان ایستنې په سکتور کې د ښځو د ونډې د ټینګښت په موخه د دې سکتور په پراختیا کې د جندر د رول په باب خبرې اترې وشوې. په افغانستان کې د استخراج په سکتور کې د ښې حکومتولۍ د ټینګښت د پاره د افغان-المان د همکارۍ پروګرام د کانونو او پټرولیم او د ښځو د چارو د وزارتونو سره یوځای دغه روزنیزه غونډه تمویل او پلۍ کړه.
17.07.1397 | خبرپاڼه
پرون د بدخشان ولایت د فیض آباد په ښار کې د یوه نوي قانون د طرحې په باب چې د رسمي او غیررسمي عدلي سکتورونو تر منځ اړیکه تنظیموي، د خلکو د سلامشورې یوه عامه غونډه جوړه شوه. په پام کې ده چې دا قانون به د افغانستان د اتباعو د حقوقي ډاډمنتیا کچه لوړه کړي. په ټولیزه توګه، شاوخوا ۴۰ تنو خلکو چې ۱۵ تنه یې ښځې وې په نوموړې غونډه کې ګډون کړی وو. دا غونډه په افغانستان کې د قانون د واکمنۍ د ټینګښت (RoL) د پروژې په ملاتړ چې د افغان-المان د همکارۍ د پروګام په چوکاټ کې کارکوي، د افغانستان د عدلیې وزارت له خوا پلۍ شوې وه.
12.07.1397 | خبرپاڼه
تالقان، د ۱۳۹۷ کال د تله د میاشتې ۱۱مه نیټه – د تخار ولایت د ښځو د چارو یاست د کندز، تخار او بدخشان ولایتونو د جندر د مرکزی فعالینو، دولتی کارکوونکو او د حقوقي نهادونو او همداراز د مدني ټولنې د سازمانونو د ۴۰ تنو دپاره د همغږۍ یوه غونډه جوړه کړه. د افغان-المان د همکارۍ د ادارې په چوکاټ کې په افغانستان کې د قانون د واکمنۍ د تینګښت پروګرام (RoL) د دې غونډې پلۍ کول او تمویل په غاړه درلود.