د آلمان د پراختیايي همکارۍ پاېلې

د پاېلو ترلاسه کول، څارنه او په انتقادي ډول ارزونه –له افغانستان سره د آلمان د پراختیايي همکارۍ د کار کولو څرنګوالې دی.

د المان د پراختیایي همکاریو پایلې

شالید

له افغانستان سره د آلمان د پراختیايي همکارۍ ټول پروګرامونه له پېل څخه د تلپاتې پاېلو د ترلاسه کولو لپاره طرحه شوې دي. دا پدې معنې ده چې پروژې پداسې ډول پلان شویدي چې د افغان وګړو اوږدمهاله ګټه اخیستلو ته لاره هواروي. دا مهمه ده چې په راتلونکې کې د افغانستان حکومت او خصوصي شریکان په خپلواکه توګه د پروژو د اقداماتو او دندو د پلي کولو مسؤلیت پر غاړه واخلي. د کارپوهانو یوه ډله د هرې پروژې د پلان جوړولو په لومړېو پړاونو کې د هغې د امکان لرنې ساحوي ارزونه ترسره کوي. دا ډاډمنوي چې د آلمان د پراختیايي همکارۍ پلان شوي اقدامات عملي کېدونکي او پایښت لرونکي دي او پدې کې د جنډر حساسیت ته پاملرنه او بشري حقونو ته درناوې شامل دي.

کله چې پراختیايي همکاري د پاېلو په اړه خبرې کوي، دا هغو مثبتو بدلونونو ته اشاره کوي چې دا یې د یو ټاکلي اقدام له لیارې ترلاسه کول غواړي. د نوموړو پاېلو د څرګندولو لپاره چې په حقیقت کې ترلاسه شویدي، په هرې پروژې کې د پرمختګ ترلاسه شوې بهیر په دوامداره توګه څارل کیږي او وروسته بیا د پروژې په پاې کې له نړېوالو معیارونو سره سم په مفصل ډول سره ارزول کیږي.

د ۲۰۰۹ کال له پاې راهیسې، له افغانستان سره د آلمان د پراختیايي همکارۍ د ودانیزو اقداماتو، مالي چوپړتیاو، روزنو، دوامداره زده کړې او داسې نورو برخو په اړه مالومات د یو څارنیز سیسټم د کارولو په مرستې سره راټول شویدي. دغه څارنیز سیسټم د شمالي افغانستان لپاره د پراختیایي برید په چوکاټ کې رامنځته شو. د دغه سیسټم موخه د پلي شوو اقداماتو ثبتول او د باوري راپور ورکولو ډاډمنول دي. د دغه سیسټم موخه همداراز عامه وګړو او مالیه ورکونکو ته د بودجې د کارولو د څرنګوالي او ترلاسه شوو پاېلو په اړه کره حساب ورکول دي.

په ۱۳۹۲ کې، دغه سیسټم په هغه څه چې اوسمهال افغانستان لپاره د آلمان د پراختیا د څار سیسټم یا DevTracker دی بدل شو. له هغه وخت راهیسې، دغه ډیټابیس په دوامداره توګه له افغانستان سره د آلمان د همکارۍ د پاېلو په اړه د کمي او کیفي مالوماتو د راټولولو لپاره کارول شوی دی چې د output مالوماتو په نوم یادیږي. دغه سیسټم کارونکو ته خپل مالومات په آسانه بڼې وړاندې کوي  چې ډاډمنوي په روڼ ډول سره د راپور ورکولو په موخه مالومات په لا ډېرې چټکۍ سره تحلیل کېدلې شي.


Screen shot DevTracker

د DevTracker پواسطه راټول شوي مالومات په افغانستان کې د ټولو پروژو په اړه مفصله عمومي کتنه برابروي او په بېلابېلو ډولونو سره کارول کیږي. د مالوماتو اصلي کارول د عامه اړېکو په برخه کې ترسره کیږي. دا همدا راز د آلمان او افغان وزارتونو او په افغانستان کې د آلمان د سفارت لپاره د ځانګړو مالوماتو د برابرولو لپاره هم کارول کیږي. د دی سربېره، راټول شوي مالومات او حقاېق د لا ډېرو تحلیلونو لپاره د یوه مهم بنسټ په توګه کار کوي، د بېلګې په توګه د پېچلو ارزونو او همداراز د انفرادي پروژو د ارزونو یا د ټول افغانستان د پورټفولیو په ترسره کولو کې.

د ډیټابیس اقتباسات د ټاکلو پوښتنو لپاره د غوښتنې په صورت کې برابرېدلې شي.

که چېرې تاسو له DevTracker څخه د څیړنیزو موخو لپاره د مالوماتو یا حقایقو ترلاسه کولو ته اړتیا لرئ، نو مهرباني وکړئ د خپلې څیړنیزې پروژې له لنډیز سره devtracker-afg@giz.de  ته یوه انفرادي غوښتنه واستوئ.

د دی سربېره، تاسو به د ډېرو هغو پروژو په اړه چې د آلمان د حکومت لخوا تمویل شوی دي، د افغانستان د مالیي وزارت د وړیا لاسرسي کېدونکي ډیټابیس Development Aid Database (DAD) څخه اصلي مالومات ترلاسه کړئ.


د پاېلو د څارنې موخه عمدتاً د پروژو د اقداماتو د اغېزمنتوب او ګټورتوب د کچې لوړول او پدې ډول سره له کارول شوې بودجی څخه 'د پراختیا تر ټولو غوره ممکن عایدات' ترلاسه کول دي. پدې ډول سره د پروژې په ټولو اقداماتو کې رامنځته شوی پرمختګ او همدا راز نیمګړتیاوې لا ډېرې د لیدو وړ ګرځېدلی شي. د مالوماتو اوږدمهاله راټولول او د هغو پر بنسټ د پرتله کولو وړتیا د پاېلو رامنځته کېدو ته لاره هواروي او راتلونکو پروژو ته په لا ډېره اغېزناکه توګه د طرحه کولو وړتیا وربخښي.

پلي کول

څارنه

له افغانستان سره د آلمان همکارۍ اقدامات په بېلابېلو کچو کې څارل کیږي او د دغو ډیټابیسونو په مرستې سره ثبت کیږي.

دغه کار په نړېواله کچه د نورو نړېوالو نهادونو په همکارۍ سره ترسره کیږي:

 

څارنیز فعالیتونه له شریک هېواد افغانستان او د هغه له نهادونو سره په ګډه سره ترسره کیږي:

  • د افغانستان د مالیې وزارت د پراختیايي مرستو ډیټابیس (DAD) د مالي چارچوکاټ، د اقداماتو د لړۍ چې د ټولو دوه اړخیزو او څو اړخیزو تمویلونکو نهادونو پواسطه ترسره شوی دي او له افغانستان سره د آلمان همکارۍ د ټاکلو پروګرامونو په اړه مالومات برابروي. د تازه مالوماتو د اضافه کولو په موخه دغه ډیټابیس هر کال اوسمهاله (اپډیټ) کیږي او عامه وګړو ته په دري او انګلیسي ژبو کې د لاسرسۍ وړ دی.
  • د ټاکلو څارنیزو فعالیتونو ترڅنګ، د آلمان دولت د سلامشورې په وړاندې کولو او د ظرفیت لوړولو د اقداماتو پواسطه د افغانستان د وزارتونو ملاتړ کوي ترڅو د څارنې او ارزونې پروسې اصلاح او هغه لا ډېرې اغېزناکې کړي.
  • د آلمان دولت لخوا په هرې تمویلېدونکې پروژې کې د پلي شوو فعالیتونو پاېلې په دوامداره توګه څارل کیږي.  

 

د پورټفولیو بیاکتنه او ارزیابي

وروسته لدې چې پراختیايي اقدامات پلي شي، هغوې په تصادفي ډول سره د بهرنېو ارزونکو پواسطه د کیفیت د نړېوالو معیارونو(OECD-DAC criteria) په پام کې نیولو سره ارزول کیږي. د اقداماتو ارزونه د لاندې معیارونو پر بنسټ ولاړه ده: د مطلوبې پرمختیا ترلاسه شوې پاېلې، ځانګړو شراېطو کې مطابقت، د موخو ترلاسه کولو په برخه کې اغیزمنتیا، اقتصادي اغیزمنتوب، اوږدمهاله  ثبات او د نورو تمویلونکو له اقداماتو سره اړېکه. د ارزونو پاېلې له مفهومي پلوه د پروژو په اصلاح کې د مرستې کولو او د هغو په لا ډېر اغیزناکه طرحه کولو کې کارول کيږي.

د آلمان د اقتصادي همکارېو او پراختیا فدرال وزارت (BMZ) د خپلې پراختیايي پالیسۍ د لومړیتوبونو ستراتیژیک تمرکز د خپل ۱۳۹۲- ۱۳۹۵ کال د ملي د ستراتیژۍ په سند او له افغانستان سره د همکارۍ د پراختیايي پالیسۍ په اړه راتلونکي مفصل راپور کې روښانه کوي. دغه دواړه سندونه کله چې اړونده پروژې پاې ته ورسیږي د پراختیايي پالیسۍ هغه موخې چې باېد تر لاسه شي روښانه کوي او د افغانستان د پورټفولیو خپلواکه ارزونه شونې کوي. مؤقتي ارزونې وروستۍ پراختیاوې بررسي کوي او د ملي ستراتیژۍ له راتلونکې طرحی او له افغانستان سره د آلمان د پراختیايي همکارۍ د ستراتیژیک تمرکز له سمون سره مرسته کوي. د DevTracker مالومات د نوو ستراتیژېو په جوړولو کې مدغم شوي او د ټولو انفرادي اقداماتو د جامع ارزونې ملاتړ کوي.   

د ۱۳۹۹-۱۴۰۰ کال لپاره  عمومي تګلاره او ترلاسه شوو پاېلو ارزونه یا د پورټفولیو بیاکتنه پلان شوې ده. د نورو موضوعاتو تر منځ به دلته خپلواکه ارزونکي د 'بنسټ لیکې ارقام' وکاروي چې په ۱۳۹۲ او ۱۳۹۳ کې بېرته ترلاسه شوې دي ترڅو د لومړني وضعیت پرتله هر ډول بدلونونه چې ښايي رامنځته شوي وي، اندازه کړي. DevTracker او همداراز په انفرادي پروژو کې د ارزونې او څارنې راټول شوي مالومات به د جامع مالوماتو د یوې سرچینې په توګه وکارول شي. د دی سربېره، د آلمان د پراختیايي همکارۍ (د آلمان پراختیايي همکاري: شمالي افغانستان کې تګلارې او اغیزې | ۱۳۹۴-۱۳۹۶) په لومړیتوب لرونکو شمالي ولایتونو کې د افغان وګړو د سروې په چوکاټ کې، د آلمان د اقتصادي همکارېو او پراختیا فدرال وزارت (BMZ) هر دوه کاله وروسته په هغو ولسوالېو کې لا ډېر مالومات راټول کړیدي چې د آلمان د پراختیايي همکارۍ سازمانونه په کې په ځانګړې توګه فعال او د پراختیايي بدلونونو شواهد څرګندوي.

له ۱۳۸۶-۱۳۹۶ کال پورې د ارزونې د راپورونو هر اړخیزه بیاکتنه

د آلمان د اقتصادي همکارېو او پراختیا فدرال وزارت (BMZ) په ۱۳۹۹-۱۴۰۰ کال کې د ټولو اقداماتو د ارزونې یا د پورټفولیو د بیاکتنې پلان جوړوي. د دې ارزونې لپاره د اوټاوا له پوهنتون څخه یو بهرني کارپوه، پروفیسور کریسټوف زورچر، د آلمان د اقتصادي همکارېو او پراختیا د فدرال وزارت (BMZ) په استازیتوب د ۱۳۸۶ څخه تر ۱۳۹۶ کال په موده کې د پراختیايي همکارۍ د اروزونو یوه هر اړخیزه بیاکتنه ترسره کړیده. د هر اړخیزې بیاکتنې موخه له افغانستان سره د آلمان د همکارېو د بېلابېلو برخو د وضعیت په اړه ارزونکو ته له پرتله کېدونکو شواهدو سره د کره بیاکتنې چمتو کول و. د آلمان دولت د راتلونکې ژمنې لپاره درسونه له هر اړخیزې بیاکتنې څخه ترلاسه کېدلې شي. هر اړخیزه بیاکتنه د دې تحلیل لپاره هم ترسره شوه چې نړېواله ټولنه به څرنګه وکولې شي ترڅو خپل ځان په راتلونکې کې په افغانستان کې په غوره توګه ځاې پر ځاې کړي. د دې سربېره، دغه تحلیل هغه لاسته راوړنې چمتو کوي چې په نورو نازکو شراېطو لکه مالي، عراق، سوریه او لیبیا کې د ښکېل کېدو د پلان جوړولو پرمهال ګټورې ثابتېدلې شي.

د ارزونې د راپورونو بېلابېل ډولونه د ګڼ شمېر دوه اړخیزو او څو اړخيزو اړخونو لخوا د دغې مطالعې (لکه د اغیزې ارزونې، د فعالیت بیاکتنې، تکویني ارزونې، د هېواد په کچه دوه اړخیزې ارزونې او داسې نور) د تولید لپاره کارول شوي دي. د انګلیسي ژبې اړونده خپرونې (مقالې، کتابونه، کنفرانس پاڼې، راپورونه) چې د ۱۳۸۶ او ۱۳۹۶ کلونو ترمنځ خپرې شوي دي د یوې سیستماتیکې ادبي څېړنې له لیارې تشخیص شوي دي. په ټولټال ډول  شپږ ستر ډیټابیسونه وپلټل شول او همداراز د مطالعو لپاره تشدیدي لاسي پلټنې هم ترسره شوې. د ټولو OECD او DAC هېوادونو د اړونده پراختیايي نهادونو، څو اړخیزو تمویلونکو لکه د نړېوال بانک، آسیايي پراختیايي بانک، ملګرو ملتونو او د ملګرو ملتونو د ادارو بریښنا پاڼې او د ټاکل شوو غیردولتي سازمانونو بریښنا پاڼې چې په افغانستان کې سترې پورټفولیو ګانې لري و پلټل شوې. د افغانستان د بیارغاونې لپاره د ځانګړي عمومي پلټونکي (SIGAR) بریښناپاڼه هم د اړونده خپرونو لپاره و پلټل شوه.

له وړاندې څخه د شاملولو تعریف شوي معیار پر بنسټ، ۱۴۸ مطالعې وټاکل شوې او وروسته بیا په هر اړخیزه بیاکتنه کې تحلیل او لنډيز شوې. ټاکل شوې ارزونې په پنځو ډلو و یشل شوې. له اړونده ډلو څخه په ټولټال ډول سره پنځه راپورونه او همداراز د لنډيز پاڼې په بڼې سره یو لنډیز رامنځته شو:

 

 

لنډيز پاڼه: افغانستان سره د پراختیايي مرستو د ارزونو هر اړخیزه بیاکتنه، ۱۳۸۶-۱۳۹۶

۱ برخه افغانستان کې د پراختیايي مرستو د اغېزې د ارزونو سیستماتیکه بیاکتنه، ۱۳۸۶-۱۳۹۶

۲ برخه د هېواد په کچه د یولسو دوه اړخیزو ارزونو د لنډیز راپور

۳ برخه د افغانستان د سیګار د ټاکل شوو راپورونو لنډیز، ۱۳۸۶-۱۳۹۶

۴ برخه د آسیايي پراختیايي بانک د ارزونې د راپورونو لنډیز راپور، ۱۳۸۶-۱۳۹۶

۵ برخه د څو اړخیزو سازمانونو او غیردولتي سازمانونو پواسطه د ارزونې د ټاکل شوو راپورونو د لنډیز راپور، ۱۳۸۶-۱۳۹۶

 

 

هر اړخیزه بیاکتنه اوسمهال په افغانستان کې د نړېوالو هڅو د وضعیت تر ټولو لویه سیستماتیکه عمومي کتنه ده. لنډيز پاڼه په خورا ستونزمنو شراېطو کې پاېلې بررسي کوي چې د تمویلوونکو ټولنه هغه پداسې هېواد کې چې د جګړې او ترهګرۍ پواسطه په نښه شوي وي، پیدا کړي وي. دغه څېړنه افغان ټولنې کې پیچلي سیاسي ډاینامیکونه او همداراز د نړېوالې ټولنې رول او هغه پیاوړی سیاسي فشار چې دا ورسره مخ شوی دی، بررسي کوي ترڅو د امنیت تر خورا ستونزمنو شراېطو لاندې چټکې پاېلې ترلاسه کړي.

په هر اړخیزې بیاکتنې کې رامنځته شوې پاېلې آندونه ځنډوي او بې نظمه دي. د لنډیز کولو لپاره، ویلو شو چې ځنې بریالیتوبونه ترلاسه شوي دي – بنسټیزو روغتیايي چوپړتیاو او زده کړی ته لاسرسي خورا وده کړیده، د څښلو پاکې اوبه اوسمهال په لوړه کچه د لاسرسي وړ دي، سړکونه او پلونه جوړ شوي دي، بریښنا اوسمهال ګڼ شمېر کلېو ته رسېدلې ده، بنسټیزې دولتي چوپړتیاوې د لاسرسي وړ دي او کوچنېو بنسټیزو زیربناو او ګڼ شمېر روزنیزو پروګرامونو په کلیوالو ټولنو کې د خلکو معیشت اصلاح کړی دی. سره لدې، ډيرې هیله بخښونکي موخې ندي تر لاسه شوي.

یوه لاسته راوړنه ډېره د پام وړ ده، یعنې دا چې نړېوالې ټولنې په مکرر ډول سره خپله او د خپلو افغان شریکانو وړتیا د چټک ټولنیز بدلون د راوستلو لپاره له حده ډېره اټکل کړیده. کومو پروژو چې تر ټولو غوره کار ترسره کړی دی هغه پروژې دي چې د سیمې په کچه تعبیه شوې دي، تر ټولو غوره موخې او مستقیمې محسوس کېدونکې ګټې یې لرلې. په ځانګړې توګه، د بنسټیزې روغتیا او زده کړې منځګړیتوبونو او هغو چې د وګړو د معیشت د اصلاح لپاره طرحه شوي و، مثبتې پاېلې ترلاسه کړې. پېچلې پروژې چې د ظرفیت لوړولو او د وګړو د چلند د بدلولو په برخه کې یې کار کاوه، ډېرې لږې بریالۍ وې. د بېلګې په توګه، د افغانستان په اداري نهادونو کې د سازماني ظرفیت د لوړولو هڅو د قانون د واکمنۍ او د جنډر موضوعاتو پرتله ډېر لږ کار وکړ.

ترلاسه شوې پاېلې

د سترو پراختیايي هڅو له ملاتړ سره چې د نړېوالې ټولنې پواسطه ترسره شویدي، افغان وګړو او افغان دولت له ۱۳۷۹ کال راهیسې د پام وړ پرمختګ کړیده. اصلاحات په ځانګړې توګه د زده کړې او روزنې، حفظ الصحې او بریښنا او اوبو، د مرکزي او ولایتي دولتي ادارو د سازماني ظرفیت د لوړولو او ښې حکومتولۍ په برخو کې رامنځته شوي دي. افغانستان کې د اکثره ټولنو د ژوند د کیفیت کچې د پام وړ وده کړیده. اوسمهال شاوخوا ۷۵ سلنه وګړي بنسټیزو روغتیايي چوپړتیاو ته لاسرسی لري (۱۳۷۹: ۸ سلنه)، د زیږون په هرو ۱۰۰،۰۰۰ قضېو کې د مېندو مړینه ۳۹۶ قضېو ته راټیټه شویده (۱۳۷۹: ۱،۰۵۰)، شاوخوا ۳۰ سلنه وګړي بریښنا ته لاسرسۍ لري (۱۳۸۰: ۶ سلنه) او ۵۵ سلنه افغانان د څښلو پاکو اوبو ته لاسرسی لري (۱۳۷۹: ۳۰ سلنه). اوسمهال ډيري ماشومان ښوونځېو ته ځي. په ۱۳۸۷ کال کې ۹.۲ میلیونه ماشومان ښوونځي ته تلل؛ چې د نوموړي تعداد ۳.۶ میلیونه ماشومان انجونې وې (۱۳۷۹: په ټولټال ډول سره یو میلیون ماشومان په ښوونځي کې و). په ورته وخت کې، د ۱۳۹۳ کال راهیسي، د فقر کچه د بیا ځلې لپاره مخ په لوړېدو ده او اوسمهال په ۵۵ سلنه کې ولاړه ده.

د افغانستان دولت سازماني جوړښتونه او چوپړتیاوې په تدریج سره وده کوي، مګر له ډېرېدونکې تقاضا او شراېطو سره د سمون وړتیا نلري. دولت پدې بریالی شوی دی ترڅو د بودجی په تمویل کې خپله ونډه ۴۵ سلنې ته لوړه کړي. سره له دې، دولت د پلان جوړولو، پلي کولو او ښې حکومتولۍ ظرفیت نلري. اداري فساد او خپل پلوي، جګړه او د مخدره توکو اقتصاد، د جمعیت ترمنځ د حکومت منل کمزوری کوي. د افغانستان حکومت په مناسب ډول سره په خپله د هېواد د زیربناو د ساتلو وړتیا نلري.  

له اقتصادي پلوه، افغانستان د پراختیا سترې وړتیاوې څرګندوي، ځکه چې دغه هېواد ډېر اوم توکي (د نړۍ د مسو تر ټولو لویه زیرمه او همداراز تېل، طبیعي ګاز، د ډبرو سکاره، لیتیم، طلا، قیمتي ډبرې) لري او له نظري پلوه له نوو کېدونکو سرچینو څخه د خورا ډېرې انرژۍ د تولیدولو وړتیا لري. همداراز که چېرې د سیمه اییز ادغام هڅې نورې هم پرمختګ وکړي افغانستان راتلونکې کې په لوجستیکي مرکز باندې هم بدلېدلې شي. کرنیزه پراختیا اوسمهال د اقتصادي ودې تر ټولو مهم محرک دی او د افغانستان حکومت له همدې امله د کرنې سکتور ته ډېره پاملرنه کوي. د زیربناو له پراختیا سره ځینې بریالیتوبونه هم ترلاسه شوي دي. خوبیاهم، د بې ثباته امنیتي وضعیت له کبله پدې برخه کې ډېره لږه افغان خصوصي یا نړېواله پانګه اچونه ترسره شوی ده.

دې حقیقت ته په پاملرنې سره چې افغانستان یو له هغو هېوادونو څخه دی چې د اقلیم د بدلون پواسطه خورا اغیزمن کیږي، له همدې امله د افغانستان ټول وضعیت لا ډېر ستونزمن کیږي. د دې سربېره، په هېواد کې د اقلیم د بدلون او د جمعیت د چټکې ودې له امله، د اوبو، نورو طبیعي سرچینو او ځمکې پر سر شخړې مخ په ډېرېدو دي. راتلونکی لپاره د مثبتو اقتصادي او سیاسي هیلو څخه پرته، خرابېدونکي امنیتي وضعیت په ځانګړې توګه د اکثرو افغانانو ترمنځ د سترو اندیښنو د رامنځته کېډو لامل ګرځي.

اکثره ارزونې بشري حقونو ته د درناوې ترڅنګ موجودو نیمګړتیاو ته اشاره کوي، د مېرمنو د حقونو په برخه کې خورا محدود پرمختګ، له ښوونځېو څخه د وتلو لوړه کچه، په ښوونځي کې د انجونو د شاملېدو ټیټه کچه، د دوامداره بېسوادۍ لوړه کچه او د افغانستان په حکومت کې خورا ناکافي اقتصادي وده او اداري فساد.

خوبیاهم، اکثره ارزونې پخپله د دوه اړخیزو او څو اړخیزو تمویلونکو تر منځ نیمګړتیاو ته هم اشاره کوي. دلته یوې ستونزې کې د تمویلوونکو هېوادونو ترمنځ د ترسره شوو روشونو او اقداماتو د همغږۍ نه شتون شاملیږي. معمولاً موازی نهادي جوړښتونه جوړ او د افغان دولت د نهادونو پیاوړي کولو ته په مرکزي او سیمه اییزو کچو کې په برابر ډول سره خورا لږه پاملرنه شوې ده. د همکارۍ په موخه د فعالینو او شریکو نهادونو د ټاکلو لپاره خورا لږه پاملرنه شوې ده. پراختیايي فعالیتونه په غیرعادلانه توګه په ولایاتو کې ویشل شوي، پداسې حال کې چې افغان لورې کې د پراختیايي فعالیتونو د پلي کولو لپاره کافي نهادي ظرفیت شتون نه درلود. دا یو له هغه لاملونو څخه دی چې پراخ اداري فساد ولې په ځینو مواردو کې نور هم خراب شوی دی.

هغه څه چې باید راتلونکې کې ترسره شي هغه د اصلاح شوو مفاهیمو او ستراتېژېو کارول دي ترڅو د پام وړ لا ډېر پرمختګ ترلاسه او په پاې کې وکولې شو ترڅو له څلویښتو کالو څخه ډېرې جګړې وروسته افغانانو ته د راتلونکې لپاره هیله مندي ورکړو.

له افغانستان سره د آلمان همکارۍ وروستۍ پاېلې د مالوماتو عمومي کتنه کې لنډيز شوي دي او د آلمان د حکومت لخوا له مالي پلوه د تمویل شوو اقداماتو په پایله کې ترلاسه شوی پرمختګ څرګندوي.