ستراتیژی

د هغه څه په پاې ته رسېدو سره چې 'د بدلون د لسیزې' (۱۴۰۲-۱۳۹۳) په نوم یادیږي کوم چې د بدلون پروسو ته د رسېدو پړاو ده – افغانستان به د یو 'نورماله پرمختګ کونکي هېواد' وضعیت ته رسېدلې وي. دا پدې معنې ده چې افغانستان به اوس هم په لوړه کچه په بهرنۍ مرستې متکي وي، مګر په لوړه کچه به د خپلې بودجې او امنیتي لګښتونو د برابرولو وړتیا ولري. خوبیاهم، اوسمهال، دولت د هېواد د دوامداره پرمختګ د جوګه کېدو لپاره چې د افغانانو ترمنځ د سولې د پروسې په بریالي پېلېدو پورې اړه لري، کافي بودجه نلري.
د افغانستان ولسمشر اشرف غني د آلمان د صدراعظم انجیلا میرکل سره په خبرو اترو کې.
 

نړېواله ټولنه د ځان بساینې په لور د هېواد ملاتړ کوي او د اصلاح د پروسې او همداراز له افغان دولت سره د هوکړه شوو موخو د ترلاسه کولو د هڅو ملګرتیا کوي. په ۱۳۹۰ کې د توکیو په کنفرانس کې یې هوکړه وکړه ترڅو تر ۱۴۰۲ پورې په ملکي ښکېلتیا کې خپلې ژمنې ته ادامه ورکړي او پدې موضوع یې په لندن (۱۳۹۲)، بروکسل (۱۳۹۴) او په وروستېو کې په جنیوا (۱۳۹۶) کې د وزیرانو په کنفرانسونو کې بیا ټینګار وکړ.  

د هغو اصلاحاتو د موخو پربنسټ چې له افغان دولت سره هوکړې ته رسېدلي دي، نړېوالې ټولنې د ۱۳۹۵ کال د تلې په میاشت کې د بروکسل په کنفرانس کې په افغانستان کې په ملکي ښکېلتیا کې خپله ژمنه تائید او له ۱۳۹۵ څخه تر ۱۳۹۸ کال مودې پورې یې تر ۱۵.۲ میلیارده امریکايي ډالرو د مالي مرستې ژمنه وکړه. د دې مودې لپاره د آلمان دولت د ملکي ښکېلتیا لپاره په کال کې ۴۳۰ میلیونه یورو مرسته تائید کړه (د آلمان د اقتصادي همکاریو او پراختیا فدرال وزارت: ۲۵۰ میلیونه یورو؛ د آلمان د بهرنېو چارو فدرال وزارت: ۱۸۰ میلیونه  یورو). د تصدیق شوې بودجې ترلاسه کول د هوکړه شوو اصلاحاتو په ریښتوني پلي کولو پورې تړلې ده په ځانګړې توګه د حکومتدارۍ، بشري حقونو او د مېرمنو د حقونو په برخه کې او په ځانګړې ډول د قانون د حاکمیت او فساد پر وړاندې د مبارزې او همداراز د کډوالو او مهاجرت په چارو کې د مرستې په برخه کې.

د افغانستان په اړه د جنیوا د وزیرانو په کنفرانس کې چې د ۱۳۹۷ کال د لیندۍ په ۶مه او ۷مه نیټه دایر شو، ۷۰ دولتونو او نړېوالو سازمانونو د ملګرو ملتونو او افغان دولت په بلنې سره له یو بل سره ولیدل ترڅو د اوسني پرمختګ او افغانستان لپاره د لا ډېرې مرستې په موخه په ځانګړې توګه په هېواد کې د سولې او اصلاحاتو د پروسې په اړه سره بحث وکړي. داسې موافقه وشوه چې تلپاتې سوله یواځې پخپله د افغانانو پواسطه د ټولو اړونده لوبغاړو او ډلو په مناسب ډول په پام کې نیولو سره ترلاسه کېدلې شي.

د افغانستان په ژنیو کې د وزیرانو کنفرانس کې د 2018 کال د نومبر په 28 او 28 نیټه ترسره شوې، 70 ریاستونه او نړیوالې موسسې د ملګرو ملتونو او افغان حکومت په بلنه لیدلي چې د افغانستان لپاره د اوسنیو پرمختګ او په ځانګړې توګه د سولې په اړه خبرې وکړي. په هیواد کې اصلاحات. په دې موافقه وشوه چې تلپاتې سولې په پای کې یوازې د افغانانو لخوا د ټولو اړوندو فعالینو او ډلو مناسب غور سره ترسره کیدی شي.

د جنیوا د وزیرانو کنفرانس د همکارۍ د موخو په اړه نوې کره هوکړې هم تصویب کړې. د جنیوا د دوه اړخیز حساب ورکولو چوکاټ (GMAF) په مهمو پراختیايي برخو کې لکه د فقر کمولو، فساد پر وړاندې مبارزې، ښې حکومتولۍ، د مېرمنو په ودې او اقتصادي پراختیا کې د افغان دولت او نړېوالې ټولنې د ګډو هڅو بنسټ جوړوي. په ورته وخت کې، GMAF د تمویلونکو له ټولنې څخه د افغان لومړیتوبونو لپاره د هغو د کلکې پاملرنې غوښتونکی ده. 

افغان دولت د اصلاحاتو د پرمختګ اصلي مسؤلیت پرغاړه لري چې له نړېوالې ټولنې سره پرې په ګډه هوکړه شوې ده. خوبیاهم، دا په وروستۍ یادې شوې اوږدمهاله ژمنې پورې اړه لري. د ۱۳۹۹ کال د لړم په میاشت کې د تمویلونکو یو بل کنفرانس پلان شوی دی ترڅو په ۱۴۰۲ کال کې د بدلون د لسیزې تر پاې ته رسېدو پورې افغانستان لپاره د لا ډېرې نړېوالې مرستې کچه معلومه کړي. فینلنډ او افغانستان به دغه کنفرانس په ګډه سره چمتو کوي. د دوه اړخیز حساب ورکولو چوکاټ به هم پدغه وخت کې تازه شي.

آلمان به راتلونکې کې له افغانستان سره د فقر پر وړاندې د مبارزې، ښې حکومتولۍ او د اقتصادي وضعیت د ښه والي په برخه کې خپلې مرستې ته دوام ورکړي او پدې ډول سره به د تلپاتې پایښت، امنیت او سولې بنسټ کیږدي. یو شرط یې د افغان دولت د اصلاحاتو د هڅو دوام دی. پدې برخه کې، اروپايي اتحادیې او د هغې غړو هېوادونو افغانستان په اړه د ۱۳۹۹ کال د غویي میاشتې د شورا پاېلې کې ټولو افغان لوبغاړو په وړاندې خپلې هیلې بیا څرګندې کړې.

له افغانستان سره د آلمان همکاري د افغانستان د اوږدمهاله پایښت او سوله اییز پرمختګ د شراېطو په جوړولو کې مرسته کوي. دا یو جامع او شبکه لرونکی روش ده چې په هغه کې ډیپلوماتيکې هڅې او 'افغانستان لپاره د پایښت تړون' پروژې، د ناټو په روزنیزو پروګرامونو او مشاورتي ماموریت کې ونډه اخیستل، پراختیايي همکاري، د پولیسو د ځواک د بیاجوړلو هڅې او بشري مرستې شاملې دي.

دغه روش لومړۍ د آلمان د بهرنېو چارو د فدرال وزارت، د آلمان د اقتصادي همکارېو او پراختیا فدرال وزارت، د آلمان د کورنېو چارو فدرال وزارت او د آلمان د دفاع فدرال وزارت لخوا پلي کیږي. په لاندې برخه کې، موږ د ملکي بیارغاونې پروسې ته له نژدې څخه کتنه کوو  چې اساساً د آلمان د بهرنېو چارو د وزارت او د آلمان د اقتصادي همکارېو او پراختیا د فدرال وزارت لخوا ملاتړ کیږي

د آلمان همکاري له افغانستان سره د یو داسې دولت په جوړولو کې مرسته کوي چې  وګړي یې د خپلو ګټو د مشروع استازي او د خپلو بنسټیزو اړتیاو لپاره  د چوپړتیاو د برابرونکي په توګه و مني. د دې موخې ترلاسه کولو لپاره، د افغانستان حکومت باید وکولی شي ترڅو خپلو وګړو ته له بېوزلۍ، بېځایه کېدو، کډوالۍ او افراطیت څخه پرته د ژوند هیلِ وړاندې کړي.

په افغانستان کې د آلمان ښکېلتیا په لاندې برخو تمرکز کوي:

د سولې او پخلاینې د پروسې پرمختګ

افغانستان کې شته شخړه یواځې له سیاسي لارې حل کېدلې شي. افغانانو ترمنځ یواځې سیاسي تړون کولی شي ترڅو په افغانستان کې د پایښت او باثباته پرمختګ شراېط رامنځته کړي. موږ له همدې امله د افغانانو ترمنځ د خبرو اترو د هڅو ملاتړ کوو. په ورته وخت کې، موږ په افغانستان کې د امکان تر بریده ډېرو ټولنیزو ډلو شتون ډاډمنولو کې مرسته کوو په ځانګړې توګه مېرمنې د یوې سیاسي حل لارې په رامنځته کولو کې مرسته کولې شي او دغه حل لاره په حقیقت کې هغه څه چې په وروستېو کلونو کې ترلاسه شوي دي، خوندي کوي.

د دولتي نهادونو د پیاوړي کولو ترڅنګ، د آلمان دولت په افغانستان کې د مدني ټولنو ملاتړ کوي؛ په ځانګړې توګه هغه روشونه چې د سولې او بیاپخلاینې له پروسې سره مرسته کوي. د دې سربېره، د آلمان دولت د افراطیت د مخنیوي او د ځايي همکارۍ پیاوړتیا ته ژمن دی.

د مدني ټولنې ثبات جوړونه او د پولیسو د ځواک پیاوړي کول

په یو شبکه اي روش کې د مدني ټولنې ثبات او د پولیسو د ځواک پیاوړي کول د پراختیايي همکارۍ او پوځي ملاتړ لپاره بشپړونکي او اړین اقدامات دي. د دی کار موخه د سولې د پروسې لپاره د اړینو شراېطو رامنځته کول دي. د کورنېو چارو فدرال وزارت په همکارۍ سره، د آلمان د بهرنېو چارو فدرال وزارت (AA) د افغانستان د کورنېو چارو وزارت له مالي پلوه او د آلماني پولیس افسرانو د لیږلو پواسطه ملاتړ کوي ترڅو د پولیسو داسې یو ځواک رامنځته کړي چې د قانون د حاکمیت اصولو ته د درناوي ترڅنګ د امنیت د تأمینولو وړتیا هم ولري.  

د افراطیت د بدیل په توګه د دندې لرلیدونه

هر کال، شاوخوا ۴۰۰،۰۰۰ ځوانان کاري مارکیټ ته دننه کیږي. د ګمارنې د کچې د لوړولو او د دندو د رامنځته کولو د اقداماتو موخه د هغو د لرلیدونو سمون او دواړه ښځینه او نارینه و ته په برابره توګه د لا ډېرې خوندي راتلونکې برابرول دي.

د زده کړې او مسلکي روزنې له لارې د راتلونکې جوړول

ښه زده کړه او مسلکي روزنه دندې او سیاسي ګډون ته د لاسرسي بنسټ جوړوي. د دی موخه د ژوند جوړولو لپاره د خلکو د فرصتونو اصلاح کول دي. له لومړنۍ با کیفیته زده کړې او مسلکي روزنې څخه مننه چې د کار بازار ته د لاسرسي ترلاسه کولو لپاره یې لاره هواره کړې ده. د ظرفیت جوړونې او زیربنا له اقداماتو سره، موږ د مسلکي روزنې او همداراز لومړنۍ او ثانویه زده کړې د کیفیت په اصلاح کې مرسته کوو. د دې سربېره، موږ له فعالو جوړښتونو لکه د شاګردۍ دودیزې دورو څخه چې له وړاندې څخه شتون لري ګټه پورته کوو او هغو ته لا ډېره پراختیا ورکوو.

د ښې حکومتولۍ له لارې د عدالت تأمینول

ښه فعالیت کونکي دولتي مقامات، ادارې او نهادونه عامه نظم، سوله اییزې ټولنیزې اړيکې او حقوقي ډاډمنتیا خوندي کوي. د حقوقي سیسټم او ځايي حکومت د فعالیت د اصلاح اقدامات به د دغو ارګانونو مهارت او ظرفیتونه لوړ کړي ترڅو خپلې دندې په رڼه توګه ترسره کړي، فساد پر وړاندې مبارزه وکړي او د مېرمنو حقونو ته وده ورکړي.

کليوالو سيمو کې اقتصادي پرمختګ

له څلورو څخه درې افغانان په کلیوالو سيمو کې ژوند کوي چې اکثریت یې په کرنه بوخت دي. پدې برخه کې، موږ خپل ملاتړ په ځانګړې توګه د دندې د دواړه اوږدمهاله او لنډمهاله ګټورو فرصتونو په رامنځته کولو متمرکز کوو لکه د شيدو او غنمو د ارزښت د ځنځیرونو د پراختیا او پیاوړتیا له لارې.

د بنسټیزې زیربنا برابرول

د رامځنته شوي پرمختګ ترڅنګ، عامه زیربناو، چوپړتیاو او استوګنځایونو د افغان ښاریانو لاسرسی اوس هم خورا محدود دی. زموږ د کار موخه ښاریانو ته په ځانګړې توګه زیانمنونکو ډلو لکه داخلي بېځایه شوو وګړو ته د بنسټیزې زیربنا لکه د اوبو او بریښنا د رسولو اصلاح او د ښاري پراختیا ملاتړ کول دي. یوه فعاله بنسټیزه زیربنا هم په دولتي نهادونو باندې د ښاریانو د باور کچه لوړوي.

د ځايي جوړښتونو پیاوړي کول

د پرمختګ یو مهم شرط د ځايي شریکانو لخوا د مسؤلیت منل دي. دې ټکي ته په پاملرنې سره د آلمان دولت ځايي پرېکړه کونکي جوړښتونه پياوړي کوي او په ډېرېدونکې توګه هغوې د پلان جوړونې په پرېکړو او د پلي کولو په پروسې کې مدغم کوي. دا روش همداراز د ګټې د شخړو د حل په برخه کې ونډه اخلي. ودانیز کارونه د امکان تر بریده پورې د ځايي کارکونکو پواسطه د داخلي ودانیزو توکو په کارولو سره تر سره کیږي ترڅو دندې رامنځته او د هېواد دننه عاید ترلاسه شي.  

د بشردوستانه مرستو برابرول

د سولې او پرمختګ د هڅو سربېره، د ملګرو ملتونو د راپور پر بنسټ په افغانستان کې په ۱۳۹۶ کال کې ۴.۲ میلیونه وګړو پراخې بشري مرستې ته اړتیا لرله. د افغانستان وګړي د پرله پسې طبيعي آفتونو او څو لسیزو وسله والو جګړو پاېلې زغمي. دغو فکتورونو د ګڼ شمېر داخلي بېځایه شوو وګړو بېځایه کېدو ته لکه له پاکستان او ایران څخه ډيري راستنېدونکي افغانان چې بشري مرستې ته اړتیا لري، لاره هواره کړې ده.

د مدني ټولنې رول

مدني ټولنه د دولتي نهادونو د روڼتیا او حساب ورکولو او ټولنه کې د بدلون د هیلو د رامنځته کولو په برخه کې مهم رول لوبوي. په پاې کې، د آلمان حکومت د مدني ټولنې له سازمانونو سره له نژدې څخه کار کوي او هغو ته سلامشوره ورکوي ترڅو په دولتي پروسو کې د لا ډېر ګډون کولو وړتیا ورکړي او پدې ډول سره د مدني حقونو په نافذولو کې ونډه واخلي.            

ملاتړ د اصلاح د هڅونکي په توګه

د خپل مالي ملاتړ په بدل کې، د آلمان حکومت له افغان حکومت څخه تمه لري ترڅو د حکومتولۍ، فساد پر وړاندې د مبارزې، بشري حقونو او د مېرمنو د حقونو په ځانګړې ډول اقتصادي شمولیت په تېره بیا د مېرمنو لپاره او همداراز د کډوالۍ او مهاجرت په موضوعاتو کې د همکارۍ په برخه کې د خپلو اصلاحاتو ژمنو ته دوام ورکړي.

په راتلونکې کې د آلمان حکومت په پام کې لري ترڅو د اصلاحاتو د برخې له افغان شریکانو سره خپله همکاري په سیستماتیک ډول سره پراخه کړي او د روڼتیا، په ځان بساینې او پرمختګ باندې د تمرکز کولو لپاره ډېرې هڅونې تر سره کړي.  

پدې برخه کې به، د ملاتړ دوام د افغان دولت پواسطه د دوه اړخیزه هوکړه شوو اصلاحاتو په پلي کولو پورې اړه ولري. که چېرې د اصلاحاتو په برخه کې د پام وړ پرمختګ و نه ليدل شي، موږ خپل ملاتړ په دوامداره توګه کم یا بندوو. آلمان او نړېواله تمویلونکې ټولنه خپل اړونده ملاتړ له یو بل سره له نژدې څخه همغږي کوي.

افغانستان سره د آلمان همکاري – په یو بې ثباته چاپیریال کې شتون

د آلمان همکاري د هغو ساحو په ګډون چې د بحران او شخړو پواسطه په نښه شوي وي په ګڼ شمېر ساحو کې فعالیت کوي. دغه ساحې په ځانګړي ډول د هغې پراخې کچې ژمنې اړتیا ده چې د آلمان دولت لخوا وړاندې شوې ده. ملي نهادونه او د مدني ټولنې سازمانونه په سوله کې د ژوند کولو، سیاسي امنیت او ثبات په تضمینولو او همداراز د اقتصادي لرلیدونو په پراختیا او د ګډون لپاره د ټول جمعیت د وړ کولو په برخه کې ملاتړ ته اړتیا لري.

د آلمان همکاري له افغانانو او ملي شریکانو سره په برابره توګه له نژدې څخه همکارۍ کولو باندې تمرکز کوي. د همکارۍ چوکاټ د ۲۰۳۰ اجنډا او د ملګرو ملتونو منشور د ارزښتونو او حقونو په ځانګړې توګه د بشري حقونو پواسطه جوړ شوی دی. په پاې کې، یواځې دغه شریکان باید د اړینو مهارتونو د رامنځته کولو وړتیا ولري او په اوږدمهاله کې په خپلواکه توګه د پراختیايي پرواګرامونو د پلان جوړولو او پلي کولو لپاره اړین ګامونه پورته کړي. د دې موخې لپاره، د آلمان دولت تر ټولو غوره لومړیتوب له افغان شریکانو سره په نږدې مشورې کې کار کول دي ترڅو اړونده پروګرامونه په افغانستان کې له ځانګړو شراېطو سره برابر او له ځايي اړتیااو سره هغوې په غوره ممکن ډول  همغږي کړي.  

پدې هڅو کې، افغان کارپوهان چې د پلي کونکو سازمانونو لپاره کار کوي د پام وړ رول لوبوي. په تخنیکي او مالي همکارۍ کې د کارول شوو روشونو موخه د آلمان د همکارۍ  پروسو ته  د داخلي پرسونل ورپیژندل او د پلي کولو د مدیریت په برخه کې د هغو روزل دي. موخه یې اړونده برخه کې د تخصص رامنځته کول او افغان کارکونکو ته په تدریجي توګه د مسؤلیت سپارل دي ځکه چې هغوې د وخت په اوږدو کې تجربه ترلاسه کوي او د دې کار ترسره کول هغوې د مدیریت په پروسو کې ښکېلوي. له نړېوالو کارپوهانو سره یو ځاې، هغوې اړتیا لري ترڅو له افغان شریکانو سره په مسلکي توګه د پروګرامونو د پلان په جوړولو، د پلي کولو په مدیریت او د ټولو فعالیتونو د اغیزمنتوب او ثبات په ډاډمنولو کې مرسته وکړي.

افغانستان کې د ملي او نړېوالو کارکونکو امنیت د آلمان د حکومت ستر لومړیتوب دی. د ملي او نړېوالو کارکونکو امنیتي وضعیت خورا توپیر کوي او دغه وضعیت په دوامداره توګه څارل کیږي. اړین احتیاطي تدابیر نیول کیږي او معیارونه اصلاح شوي دي. که چېرې اړتیا وي چې نړېوال کارپوهان باید د لنډې مودې لپاره له هېواد څخه ووځي، فعالیتونه به ونه دریږي. د افغان پرسونل د ظرفیتونو د پیاوړي کولو په پاېله کې، پروګرامونه په پرله پسې توګه ادامه مومي. د دې سربېره، د سوداګرۍ د دوام مدیریت په دوامداره توګه ارزول کیږي: کله چې نړېوال کارکونکي ونشي کولې  ترڅو ساحې کې شتون ولري، د کارونو ثابت مدیریت بیا هم تضمین دی. دغه مو‌ډل خپل بریالیتوب ثابت کړی دی او په دوامداره توګه پراختیا مومي. د پلان جوړونې له پړاو څخه وروسته، پروګرامونه داسې طرحه شوي دي چې که چېرې له لري واټن څخه هم مدیریت شي، بیاهم ادامه مومي. د ټولو اړینو امنیتي معیارونو په پام کې نیولو سره، دا د آلمان د همکارۍ په ټولو پروژو او پروګرامونو کې له داخلي کارپوهانو سره د فعاله ښکېلتیا او نږدې همکارۍ له امله شونې ده. له همدې امله، د آلمان د همکارۍ پروګرامونه تر سختو امنیتي شراېطو لاندې هم پلي کېدای او کیفیت او ګټورتوب یې ډادمن کیدای شي.

Screen shot CevTracker

د پایلو په لاس راوړنه، څارنه او نقادانه ارزونه – د افغانستان سره د المان پراختیایي همکاري څنګه پر مخ ځي

د دې لپاره چې د افغانستان سره د همکارۍ د اقدامونو چلندونه او اغیزې په دوامداره توګه ښه والۍ ومومي، د المان حکومت د ستراتیژۍ د پلۍ کولو پرمختګ څاري اود بیلابیلو پروګرامونو پایلو ته کره کتنه کوي. اقدامونه په منظمه توګه ارزول کیږي.  

اړوند >