په افغانستان کې د پراختیایي همکار یو څرنګوالي

 

بین الحکومتي خبرې اترېخبرې اترې

د افغانستان او آلمان حکومتونه د دوه اړخیزو پراختیایي همکاریو د پانګونې په اړه هر کال همکارۍ او خبرې اترې کوي. د دغه خبرې اترو پرمهال، د آلمان او افغانستان حکومتونه د هغه کاري ساحو په پام کې له نیولو سره چې ډېر لومړیتوب لرونکي دي او د دواړو هېوادونو د شرایطو پورې اړوند وي، د یو کال لپاره د پانګې په ورکولو باندې بحث کوي. په ۱۳۹۱ کال کې، دواړه هېوادونو په ګډه د دوه اړخیزې همکاریۍ هوکړه لیک په دې ژمنې سره لاسلیک کړ چې ډیموکراسي، بشري حقونو، د قانون حاکمیت، ښې حکومتولۍ او همدا راز په حکومتي ادارو کې اصلاحات او په افغانستان کې د فساد پروړاندې ګډ ارزښتونه تطبیقوي.

آلمان افغانستان ته د ملکي بیارغونې چارو لپاره زیاته اندازه پانګه ورکوي، له غربت سره په مبارزه کولو کې مرسته کوي، ښه حکومتولي جوړوي او د اقتصادي حالت په ښه کولو کې مرسته کوي. د دغه کار هر اړخیزه مؤخه د ثبات، امنیت، سولې او تلپاتې پرمختګ لپاره بنسټ جوړول دي. د افغان جرمن د اړیکو سوانح پلټنې لپاره پر دغه باندې کلېک وکړئ.

 

د پروژو طرحه کول

له افغاني همکارانو سره په ګډه، د آلمان د اقتصادي همکاریو او پراختیا وزارت (BMZ) اوږدمهاله دوامداره پروژې ترتیبوي نور معلومات دلته ولولئ. دا کار د پلی کونکو سازمانونو لکه د آلمان نړیوالې همکارۍ ټولنې او د آلمان پراختیایی بانک KFWسره په مشوره ترسره کېږي. دغه پروژې په افغانستان کې د ځانګړو شرایطو په نظر کې له نیول سره جوړې شوي او د ځایي خلکو له اړتیاوو سره سمون لري.

کله چې د یوې پروژې پلان جوړېږي، د شونتیاوو ارزونه په محلي کچه ترسره کېږي ترڅو دا باوري شي چې دغه کړنې ګټورې او تلپاتې دي. د دغه کار له ترسره کولو سره آلمان او افغانستان دواړه خواو ته فرصت ورکوي چې خپل مرستې منظمې کړي او د نړیوالو پرلپسې پراختیایي اهدافو  (SDGs) لپاره خپل ملي اړتیاوې پوره کړي.

د دغه پروژو مؤخه افغانانو ته ګټه رسول دي او داسې طرحه شوي چې د اړونده افغاني همکارو ادارو لکه وزارتونه، حکومتي عامه شونتیاوو برابروونکې ادارې یا شرکتونو ته په ولایتي او مرکزي کچه له بشپړېدلو څخه وروسته مسؤلیت ورسپارل کېږي. د زېربناؤو د پانګوونې سم فعالیت او ساتنه د افغانستان حکومت او اړونده همکارو ادارو اساسي مسؤلیت دی. د آلمان حکومت تمه لري چې د افغانستان حکومت هغه مسؤلیتونه پوره کړي چې د هېواد دوامداره پراختیا لپاره د بشپړ ملکیت سره ورته ورکول کېږي.

 

تخنیکي همکارۍ

تخنیکي همکاري (TC)  د همکاریو یو مستقیم ډول دی چې د افغانستان په ساحوي او مرکزي کچه د افرادو او ادارو وړتیاوې  لوړوي. دا کار د آلمان د حکومتي مرستو تطبیقوونکی سازمان GIZ یا نور متخصص سازمانونه لکه د مهاجرت او پراختیا نړیوال مرکز (CIM)، د ځمکپوهنې او طبیعي سرچینو فدرالي انسټیټیوټ (BGR) او ملي مټرالوژي انسټیټیوټ (PTD) ترسره کوي.

په تخنیکي همکارۍ کې، تطبیقوونکی سازمان، په عمومي توګه GIZ، د آسانه وونکی په توګه کار کوي او تخنیکي، اقتصادي او اداري پوهه او مهارتونه په مستقیمه توګه افغان همکارانو ته لږدوی. افغان همکاران، لکه اړوند وزارتونه، د تطبیق په ټولو مرحلو کې په ملي، ولایتي او د ولسوالۍ په کچه ښکېل دي. له افغانستان سره د آلمان د مرستو مؤسسه د افغاني همکارانو لست دلته وګورئ.

دا کار افغانستان په داسې یو حالت کې ساتي چې په راتلونکي کې په خپلواکه توګه دوامداره پراختیایي کارونه تطبیق کړي، د ژوند کولو شرایط ښه کړي او خپل موخې وپېژني، په داسې حال کې چې د سرچینو اغېزمنه او دوامداره کارول باوري کړي. GIZ نړیوال او ملي پرسونل لري ترڅو دا باوري کړي چې په ساحه کې کارونه سم پرمخ وړل کېږي. د موږ پر ستراتېژي پاڼه کې د ملي پرسونل رول په اړه لازیات مالومات دلته ولولئ. دغه پروژې د مالي مرستې له نږدې همغږۍ سره  پلان او تطبیقېږي.

 

مالي مرستې

د مالي مرستې (FC) موخه د افغانستان او آلمان حکومتونو ترمنځ د شوې هوکړې پراختیايي اقداماتو په تمویل کې له افغانستان سره مرسته کول دي. د آلماني حکومت د KFW پراختیایي خپل بانک د افغاني همکارانو سره په ګډه پلان شوې پروژې ارزوي ترڅو ډاډ ترلاسه کړي چې دغه پراختیایي پروژې، د پراختیا په برخه کې سم، ګټور او دوامداره پروژې دي.

BMZ او د افغانستان حکومت هغه هوکړه لیکونه لاسلیکوي چې د نړیوال قانون سره سم اړین وي. KFW - د آلمان د حکومت په استازیتوب له هغه افغاني همکاره ادارو سره چې د پروژې تطبیقولو مسؤلیت لري، د بودیجې تمویل یا پور تړون لاسلیکوي.

KFW نړیوال او ملي مشاورین لري چې د تطبییق پرمهال څارنه او نظارت کوي. په ساحه کې ملي پرسونل هم لري ترڅو د دغه اقداماتو په بریالیتوب سره تطبیقولو لپاره له افغاني همکارانو سره مرسته وکړي.

وروسته له دې څخه چې پروژه بشپړه شي، د وروستي بیاکتنې په اوږدو کې د نړیوال مشاورینو او KFW لخوا معاینه کېږي ترڅو مالومه کړي چې آیا خپل موخې یې ترلاسه کړي او افغاني همکارانو ته سپارلو لپاره چمتو دي او که نه. د KFW فعالیتونو څرنګوالي په اړه لازیات مالومات دلته ترلاسه کړئ.

 

نادولتي مرستې

د دولتي پراختیایي مرستو سربېره، نادولتي مرستې هم په افغانستان کې د پراختیایي پروګرامونو او پروژو په تمویلولو کې مهم رول لري. آلماني، نړیوال او د افغانستان نادولتي سازمانونه (مؤسسې NGOs) چې بنسټونه او خصوصي سازمانونه پکې شامل دي، ډېرئ یې په ساحه کې له خلکو سره ښه اړیکې او مالوماتو ته لاسرسی لري او خلک یې پر کارونو باندې باور لري.

نادولتي مؤسسې هم د روڼتیا په راوستلو، د خلکو په پیاوړتیا، غږ اورېدلو او د دولتي ادارو د حساب ورکونې په وده کې مهم رول لوبوي. دغه مؤسسې د کالونو راهیسې په هېواد کې پر فعالیتونو کې ښکېلې دي او جوړښتونه او شبکې یې جوړ کړي کوم چې په اوږد مهال کې پرمختګ راولي. دغه مؤسسې له دولتي سکټور او افغان همکارانو سره  نږدې  کار کوي. نادولتي مؤسسې او د آلمان حکومت هم په ګډه سره کار کوي او خپلې ژورې تجربې او نظرونه  شریکوي.

 

د شونتیا وو ارزونې

مخکې له دې چې پروژې په ساحه کې پلې شي، په ښه ډول سره چمتو او ارزول کېږي. د تخنیکي همکارۍ په صورت کې دا کار د څېړنې او کارپوهانو وجهي صندوق (SFF) لخوا تمویلېږي، د مالي مرستې په صورت کې د څېړنې او مشورتي وجهي صندوق (SBF) لخوا تمویلېږي. په دواړو صندوقونو کې د پروژې امکاناتو، مشورتي چوپړتیاوو، د خطر شننه، د کارپوهانو ګمارنه، اړین فعالیتونه او د اقداماتو مطلوبه اغېزې په اړه څېړنې او د کارپوهانو راپورونه شامل دي.

پر دې سربېره، اړونده پانګه کېدای شي چې د پروژې د تکمیلۍ  د کړنو پلی کول او همدارنګه د تعقیب، ارزونې او پایلو بیاکتنې لپاره هم وکارول شي. پانګه دا کار شونئ کوي چې د پام وړ کړنې پلې کړل شي چې تر یوې ځانګړې پروژې یا موضوع پورې محدود ندي. د BMZ  هره کړنه تصویب کړی.

 

د پروژې پلې کونه

افغان کارپوهان چې د پلی کونکو سازمانونو لکه GIZ او KFW لپاره کار کوي، د پروژو په  پلی کولو کې ځانګړی رول لوبوي. په تخنیکي او مالي همکارۍ کې چې کومې کاري کړنلارې کارول کېږي، هغه په دوامداره توګه د دوه اړخیزې زده کړې په مؤخه دي او په ګډه د مناسب پلان جوړونې، پلی کولو او څارنې لپاره مناسب کاري چاپېریال برابرول دي. د دغه کاري تګلارو مؤخه سم فعالیت او ساتنه هم ده، نو ځکه د افغانی مالکیت لپاره کارکوونکي هڅوي.

د نړیوالو کارپوهانو سره په ګډه، افغاني کارکوونکي له افغاني همکارانو سره د پروګرامونه په مسلکي ډول پلانولو، د پروګرامونو اداره کولو او د ټولو فعالیتونو اغېزمنتوب او پایښت په باوري کولو کې همکاري کوي. د موږ ستراتېژي پاڼې په اړه په ساحه کې د تطبیقولو په اړه لازیات مالومات دلته ولولئ.

 

وروستۍ ارزونه

کله چې د یوې پروژې پلی کول پای ته ورسېږي، بهرني ارزونکي د نړیوال کیفیت له معیارونو سره سم د اغېزمنتیا، پایښت او موثریت تفصيلي ارزونه کوي. د هغوی راټولې کړل شوي پایلې، په راتلونکي کې د نورو پروژو لپاره په نظر کې نیول کېږي. د دغه پروسې په اړه لازیات مالومات دلته ترلاسه کړئ.