Primary tabs
پایښتونکي اقتصادي پراختیا او کارجوړونه
د پایښتونکي اقتصادي پراختیا او کارجوړونې د لومړیتوب په ډګر کې د اقدامونو مهمه موخه داده چې د هیواد د طبیعي سرچینو د پايښتونکي کارونې او ساتنې سره د افغانانو لپاره د استخدام او عاید دوامداره او ګټور فرصتونه رامینځته کړي. د دې موخې د ترلاسه کولو، او په همدې توګه په اوږدمهال ډول د خلکو د ژوند شرایطو ته د سمون ورکولو لپاره، د المان حکومت د روزنې او ظرفیت د پراختیا فرصتونو لاسرسۍ ته وده ورکوې، اړینې زیربناوې پراخوي او د ارزښت د مهمو ځنځیرونو څخه ملاتړ کوي.
څرنګه چې د افغانستان د کرنې سکتور د هیواد اکثریتو خلکو ته کار برابروي، خو تر اوسه پورې یې یوازې د تولید ټیټې کچې او د ارزښت لوړلو لږ شمیر لړۍ یې په لاس راوړي دي، د المان حکومت د دې سکتور لپاره موخه ایز ملاتړ برابروي. د بیلګې په توګه د اوبولګولو د بیخبنا د سمون ورکولو، د تولیداتو د چمتو کولو او د هغو د بازارموندنې له لارې د المان حکومت د کرنې د ارزښت د ټاکل شویو ځنځیرونو څخه چې د وارداتو د ځای نیولو ظرفیت ولري ملاتړ کوي لکه د غنمو، چرګانو او مغزلرونکو محصولات، ترڅو بهرنیو تولیداتو ته د اړوندتیا کچه را ټیته شي.
د نوموړو اقدامونو د پلۍ کولو په لاره کې د آلمان حکومت د افغانستان د طبیعی سرچینو په خویندیتوب ټینګار کوی چې د څو لسیزو شخړې جګړې نه وروسته ورځنې په پایښتونکي توګه مدیریت ندی شوی. نن ورځ، د بیلګي په توګه، د هیواد د خاورې یوازې شاوخوا دوه تر درې سلنه ځنګلونه دي چې د خاورې د توږیدنی او خرابیدو لامل کیږی او خلکو معیشت ته خطر پیښوي. له دې کبله د ټولنو سره یو ځای هڅې روانې دي چې د هیواد پاتې طبیعي سرچینې خویندي شي او داسې اقدامونه ترسره شي چې د ځنګلونو سیمی بیاروغول شي.
د المان حکومت د کارجوړونې او عاید د پایښتونکي او ګټورو فرصتونو د منځته راوړلو په موخه د کوچنیو او منځنیو شرکتونو څخه د میکروفاینانس د محصولاتو او د پور د تضمیناتو له لارې هم ملاتړ کوي. په عین حال کې، د مسلکي روزنې د کیفیت د کچې د لوړولو او د کار بازار د اړتیاوو سره د دې روزنې د سمون ورکولو د هڅو څخه د ظرفیت جوړونې او بیخبنایي اقدامونو په کولو سره ملاتړ کوي او په دې توګه د زده کوونکو د عاید فرصتونو ته سمون وربښي.
لاډیر معلومات د پایښتونکې اقتصادي پراختیا او کارجوړونې د لومړیتوب په ډګر کې کولای شی د پروژې په توضیحاتو او د «کیسو» په برخه کې په لاس راوړی.