Primary tabs
بشري مرستې
د ملګرو ملتونو د بشري چارو همغږۍ دفتر(UNOCHA) د سروې ګانو له مخې په ۲۰۱۹ کال کې په افغانستان کې شاوخوا ۶.۳ ملیونه وګړي بشري مرستو ته اړتیا لري. د دغه ناڅرګنده وضعیت په لاملونو کې وسله والې شخړې او تکراري طبیعي آفتونه شامل دي، لکه د تېر کال وچکالۍ ناڅاپي بحران. دغه فکتورونه په افغانستان کې دننه او ګاونډي هېوادونو لکه ایران او پاکستان او نورو هېوادونو کې په لویه کچه د بې ځایه کېدنې لامل شو.
UNOCHA داسې اټکل کړی چې په افغانستان کې به په ۲۰۱۹ کال کې شاوخوا ۹۰۰۰۰۰ کسان له داخلي بې ځایه کېدنې څخه اغېزمن شي. یوازې د ۲۰۱۸ کال د جنورۍ او اکتوبر میاشتو ترمنځ، شاوخوا ۵۵۱۰۰۰ کسان، چې له نیمایي څخه ډېر یې ماشومان دي، په هېواد کې دننه بې ځایه شوي دي. داخلي بې ځایه شوي خلکو ته د لومړني خدمتونو او اکمالاتو برابرول اکثره د ځایي خلکو په پرتله ډېر ستونزمن کار دی، او په ځینې حالتونو کې د کوربه ټولنو او بې ځایه شوي خلکو ترمنځ د شخړو لامل کېږي.
دا په داسې حال کې ده چې له نورو هېوادونو څخه بېرته راستنېدونکي کډوال هم مرستې ته اړتیا لري. له ایران څخه د بېرته راستنېدونکو کډوالو شمېر په دغه هېواد کې د اقتصادي ستونزو له امله ډېر شوی دی. د ۲۰۱۸ کال جنورۍ میاشتې نه تر اکتوبر میاشت پورې، له ایران څخه ۶۷۰۰۰۰ کډوال بېرته راستانه شوي دي، چې د تېر پوره کال په پرتله دا لوړه شمېره ده. UNOCHA وړاندوینه کړې چې له ایران او پاکستان څخه د راستنېدونکو کډوالو شمېر به په ۲۰۱۹ کال کې په ترتیب سره شاوخوا ۵۷۵۰۰۰ او ۴۰۰۰۰ وي. دغه وګړي اکثره د خپل یا د کورنۍ نفقې پیدا کولو لپاره کومه وسیله نه لري او پر بشردوستانه مرستو باندې تکیه کوي.
نو له دې امله، د آلمان حکومت د بشردوستانه مرستو اقداماتو له لارې د داخلي بې ځایه شوي خلکو او بېرته راستنېدونکو سره اړونده مرستې کوي چې په دغه مرستو کې خوراکي توکو، د څښاک اوبو توزیع کولو، فاضله اوبو لمنځه وړلو او روغتیایي پاملرنې شامل دي. آلمان د ناورین د خطر په مدیریت کولو کې هم ښکېل دی چې موخه یې د بشری ناورینونو اثر کمول دي.
پر دې سربېره، افغانستان د نړۍ په کچه له ماینونو څخه ډېر زیات اغېزمن شوي هېوادونو کې حسابېږي. د افغانستان د ماین پاکۍ همغږي کولو ریاست (DMAC) په وینا، په دې وروستي کالونو کې د وسله والو نښتو په نتیجه کې په سلګونه کیلومتره مربع ځمکه کې ماینونه او نورو چاودېدونکې توکي ځای پرځای شوي دي. ځای پرځای شوي ماینونه ځانګړې ستونزه جوړوي، چې وروسته د بېرته راستنېدونکي نفوس پروړاندې په قصدي توګه ځای په ځای کېږي، او اکثره په شخصي کورونو او کرنیزو ځمکو کې چاودېږي. نو له دې امله د آلمان حکومت د ماین پاکۍ او هغه پروژو سره مرسته کوي چې د ماینونو قربانیانو ته پاملرنه کوي.
د بشري مرستو په برخه کې د موږ فعالیتونو په اړه د لا زیات معلوماتو ترلاسه کولو لپاره، مهرباني وکړئ د "کیسو" او د پروژې تفصیل برخو ته مراجع وکړئ.