ثبات جوړونه

ثبات جوړونه

په افغانستان کې د آلمان لخوا د ثبات لپاره پیل شوي ګامونو لومړني اهداف د خوندي چاپېریال برابرول، له ځنډ څخه پرته د ژوندانه شرایط ښه کول، د حکومت او مدني ټولنې ظرفیت پیاوړی کول دي. په دې کې د پارلماني او ولسمشریزو ټاکنو، د پخلاینې/سولې تګلارې او د قانون له حاکمیت څخه ملاتړ شامل دی.

د آلمان حکومت د پولیسو داسې یو ځواک روزي چې د قانون حاکمیت پر بنسټ د امنیت ساتلو/راوستلو توان ولري. په افغانستان کې اوږد مهاله امنیت یوازې په هغه صورت کې تضمین کېدلای شي، که چیرې د هېواد امنیتي ځواکونه د دې توان ولري چې د خپلو ټولو دندو مسولیت پر غاړه باندې واخلي.

په دې کې د آلمان حکومت لخوا وړاندې شوې مرسته چې د UNDP لخوا اداره کېږي، د افغانستان لپاره د قانون او نظم بودیجوي صندوق (LOTFA) لپاره کلنی ۶۰ میلونه یورو شامله ده، چې له دې بودیجې څخه د افغان پولیسو معاشونه ورکول کېږي. پردې سربېره، د آلمان فډرالي حکومت د نارینه او ښځینه پولیس افسرانو د سواد زده کړې کورسونو بودیجه هم ورکوي چې موخه یې د پولیسو او ټولنې تر منځ باور جوړول دي. د ۲۰۰۲ او ۲۰۱۴ کالونو ترمنځ، د آلمان د پولیسو دوه اړخیزه پروژې له ۷۳۰۰۰ څخه ډېر افغان پولیس روزلي دي.   

د دولتي جوړښتونو پیاوړتیا بشپړولو لپاره، په افغانستان کې ثبات له مدني ټولنې څخه ملاتړ کول دي. په دې کې (د بېلګې په توګه Medica Mondiale, Save the Children ادارو په همکارۍ) د ښځو، ماشومانو او ځوانانو د حقونو ترویجوول شامل دي. هغه تګلارې چې په مستقیم ډول په افغانستان کې د سولې او پخلاینې په بهیر کې مرسته کوي، له هغوی سره هم مرسته کېږي.   

په افغانستان کې د ثبات لپاره قوي معيشت هم مهم دی. د بنسټیزو زیربناو پراختیایي پروژو لکه (اداري ودانۍ او روغتونونه) د هدف وړ پروژو سربېره، فډرالي حکومت په کابل کې د ښاري زیربناو په بیا رغونه لکه ( د بابر او چهلستون باغونه) کې هم مرسته کوي. همداراز، له پاکستان، تاجکستان او ایران سره سرحدي سیمې په ځانګړې توګه د زیربنایي پروژو له طریقه ورسره مرسته کېږي چې نه یوازې په سیمه کې به د ژوند کیفیت ښه کړي بلکه د پولې له هغه خواوو سره به همکارۍ او اقتصادي پراختیا ته هم ضمینه برابره کړي.

په افغانستان کې داخلي بی ځایه شوي کسان د لاسي صنایعو په برخه کې روزل شوي او خپل کورونه له محلي سرچینو سره د جوړولو په برخه کې ورسره مرسته شوې ده. سیمه ییز چارواکي د شخړې حساسیت او د نوي راستنېدونکو سره منصفانه چلند کولو په برخه کې روزنه ترلاسه کوي څو د کډوالو او کوربه ټولنو ترمنځ د شخړو مخنیوی وشي.

د مونږ د کار په اړه د ثبات لومړیتوب په باره کې مفصل معلومات د پروژې تفصیل او 'کیسو' په برخې کې موندلای شئ.

 

زمونږ کار پدی برخه کي

د افغان وګړو لپاره د روغتیایي پاملرنو وړاندې کولو ته وده ورکول که څه هم په افغانستان کې ژوند ته هیله لوړه شوې ده، خو د زېږون پرمهال د مور د مړینې کچه اوس هم لوړه ده. د نړیوال بانک د شمېرو له مخې ، په هرو ۱۰۰۰۰۰ ژوندیو زېږونونو کې ۳۹۶ مړینې شتون لري. د نوي زېږېدلي ماشوم او کوچني د مړینې کچې هم په نړۍ کې تر ټولو لوړه ده. more
د کابل په زړه کې د سولې پارک جګړې او کورنۍ شخړې په کابل کې زیات شمیر عامه بیخبناوې او ودانۍ له منځه وړي دي. د چهلستون پارک چې د ۱۲ هکتارو په مساحت د ښار په زړه کې پروت دئ او د هغه د نونسمې پیړۍ ماڼۍ یعنې د چهلستون قصر هم له دې امله ډیر زیان موندلی دئ او یوازې یوه ویجاړه ودانۍ ترې پاتې شوې ده. more
په ښار کې ښه ژوند کول لوی ښارونه په دوامداره توګه نوي استوګن راجلبوي. خلک له کلیوالي سیمو څخه ښاري سیمو ته په دې هیله کډه کوي چې هلته د ژوند غوره شرایط ومومي. د ښاري کیدو په لور د نړۍ رجحان افغانستان ته هم رسیدلی دی. وړاندوینه کیږي چې تر ۲۰۶۰ کال پورې به د افغانستان نیمایي نفوس په ښارګوټو یا ښارونو کې ژوند وکړي. more
د افغانستان په شمال کې د کډوالو ادغامول د المان حکومت د افغانستان د کډوالو او راستنیدوکو د وزارت سره د هیواد په کوربه ټولنو کې د کورنیو بیځایه شویو او راستنیدونکو د ادغام د کار د آسانه کولو په موخه د استوګنې او لومړنۍ بیخبنا د برابرولو په لاره کې مرسته کوي. more
د افغانستان د بیارغاوني لپاره کارپوهان د افغانستان په وزارتونو او اداری سیسټمونو کې په وروستېو کلونو کې د پام وړ پرمختګ رامنځ ته شویدی. اوسمهال، د افغانستان ادارې په تدریجی ډول سره د بیارغونې او د ډونرانو د همغږۍ چارې په خپله مدیریت کوي. more
د کان ایستنې او اومو موادو کارپوهان افغانستان د اومو موادو څخه ډک دئ. خو افغان دولت تر اوسه ندئ توانیدلئ چې د دغو منرالي سرچینو څخه د پام وړ عواید په لاس راوړي. د دې خبرې یو دلیل د کانونو په سکتور کې د فني او مجربو کارپوهانو نشتوالۍ دئ. more
ښاروند محور پولیسوالي اوس مهال، افغان ملي پولیس د قانون او نظم د پلي کولو او د خلکو غوښتنو ته د ځواب ویلو په تړاو خپلې دندې په بشپړ ډول نه شي ترسره کولی. د پولیسو کار نه یوازې په افغانستان کې د خراب امنیتي وضعیت له امله ګران دی، بلکې د پولیسو خپلمنځي ستونزې او د کاري نظم کمزورتیا هم د قانون د حاکمیت په تړاو د اغیزمنې پولیسوالۍ مخه نیسي. more
د پولیسو افسرانو لومړنۍ ښوونه او روزنه افغانستان د قانون د واکمنۍ په ټینګولو کې د ننګوونو سره مخامخ دئ. ډیر لږ شمیر د پولیسو افسران په بسیا توګه د خپلو دندو د واجدو شرایطو لرونکي دي، او د ښاریانو اړتیاوو ته د ځواب ورکونې رسالت د افغانستان د ملي پولیسو لپاره تر اوسه هم لږ ارزښت لري. more
د سرحدي سیمو ترمنځ پراختیا او همکاري په ځانګړي ډول د غالبو طبیعي شرایطو په دلیل سره د افغانستان، پاکستان اوتاجکستان په سرحدي سیمو کې ژوند له ننګونو سره مخ دی. د افغانستان په شمال ختیځه سیمه کې چې له تاجکستان او پاکستان سره ګډې پولې لري، غرونه، طبیعي یخچالونه او ژورې درې شتون لري. هغه خلک چې په سویل کې له پاکستان سره د پولې په اوږدو کې ژوند کوي، د بیدیاوو او دښتو د سختو شرایطو سره لاس او ګریوان دي. د هوا حرارت ډېر نوساني دی، په غورونو کې ډېر سوړ ژمي او په بیدیاوو او دښتو کې سوځنده دوبی لري. more
د افغانستان په شمال کې ثبات جوړونه د افغانستان په شمالي برخو کې د ژوند شرایط ستونزمن دي. ډیر اوسیدونکي د خپل ژوند لپاره په کرهنه او مالداري پورې نښتي دي. دلته نورې دندې چې د عاید ښه فرصتونه ولري ډیر لږ شتون لري. more
د ثبات جوړونې په موخه ودانیز کارونه په افغانستان کې د کورنۍ جګړې د پای نه راهیسې د افغانستان په شمال کې په ملکي بیارغونه کې څرګنده پرمختګ ترلاسه شوی دئ. د زده کړې، اوبو ته د لاسرسۍ او د روغتیاې څارنې په ډګرونو کې بنسټیز او د چټکې اړتیا وړ خدمتونه منځته راغلي دي. خو بیا هم، دولتي نهادونه تر اوسه هم په سختۍ سره خلکو ته د بنسټیزو خدمتونو او عامه مراقبت د برابرولو توان لري. more

زموږ کيسې