Primary tabs
ثبات جوړونه
په افغانستان کې د آلمان لخوا د ثبات لپاره پیل شوي ګامونو لومړني اهداف د خوندي چاپېریال برابرول، له ځنډ څخه پرته د ژوندانه شرایط ښه کول، د حکومت او مدني ټولنې ظرفیت پیاوړی کول دي. په دې کې د پارلماني او ولسمشریزو ټاکنو، د پخلاینې/سولې تګلارې او د قانون له حاکمیت څخه ملاتړ شامل دی.
د آلمان حکومت د پولیسو داسې یو ځواک روزي چې د قانون حاکمیت پر بنسټ د امنیت ساتلو/راوستلو توان ولري. په افغانستان کې اوږد مهاله امنیت یوازې په هغه صورت کې تضمین کېدلای شي، که چیرې د هېواد امنیتي ځواکونه د دې توان ولري چې د خپلو ټولو دندو مسولیت پر غاړه باندې واخلي.
په دې کې د آلمان حکومت لخوا وړاندې شوې مرسته چې د UNDP لخوا اداره کېږي، د افغانستان لپاره د قانون او نظم بودیجوي صندوق (LOTFA) لپاره کلنی ۶۰ میلونه یورو شامله ده، چې له دې بودیجې څخه د افغان پولیسو معاشونه ورکول کېږي. پردې سربېره، د آلمان فډرالي حکومت د نارینه او ښځینه پولیس افسرانو د سواد زده کړې کورسونو بودیجه هم ورکوي چې موخه یې د پولیسو او ټولنې تر منځ باور جوړول دي. د ۲۰۰۲ او ۲۰۱۴ کالونو ترمنځ، د آلمان د پولیسو دوه اړخیزه پروژې له ۷۳۰۰۰ څخه ډېر افغان پولیس روزلي دي.
د دولتي جوړښتونو پیاوړتیا بشپړولو لپاره، په افغانستان کې ثبات له مدني ټولنې څخه ملاتړ کول دي. په دې کې (د بېلګې په توګه Medica Mondiale, Save the Children ادارو په همکارۍ) د ښځو، ماشومانو او ځوانانو د حقونو ترویجوول شامل دي. هغه تګلارې چې په مستقیم ډول په افغانستان کې د سولې او پخلاینې په بهیر کې مرسته کوي، له هغوی سره هم مرسته کېږي.
په افغانستان کې د ثبات لپاره قوي معيشت هم مهم دی. د بنسټیزو زیربناو پراختیایي پروژو لکه (اداري ودانۍ او روغتونونه) د هدف وړ پروژو سربېره، فډرالي حکومت په کابل کې د ښاري زیربناو په بیا رغونه لکه ( د بابر او چهلستون باغونه) کې هم مرسته کوي. همداراز، له پاکستان، تاجکستان او ایران سره سرحدي سیمې په ځانګړې توګه د زیربنایي پروژو له طریقه ورسره مرسته کېږي چې نه یوازې په سیمه کې به د ژوند کیفیت ښه کړي بلکه د پولې له هغه خواوو سره به همکارۍ او اقتصادي پراختیا ته هم ضمینه برابره کړي.
په افغانستان کې داخلي بی ځایه شوي کسان د لاسي صنایعو په برخه کې روزل شوي او خپل کورونه له محلي سرچینو سره د جوړولو په برخه کې ورسره مرسته شوې ده. سیمه ییز چارواکي د شخړې حساسیت او د نوي راستنېدونکو سره منصفانه چلند کولو په برخه کې روزنه ترلاسه کوي څو د کډوالو او کوربه ټولنو ترمنځ د شخړو مخنیوی وشي.
د مونږ د کار په اړه د ثبات لومړیتوب په باره کې مفصل معلومات د پروژې تفصیل او 'کیسو' په برخې کې موندلای شئ.