Primary tabs
د انعطاف وړ پروګرام جوړونه
په داسې حال کې چې د انعطاف وړ پروګرام جوړونې د لومړیتوب په ډګر کې اقدامونه د لومړیتوب نورو ډګرونو ته نشي ټاکل کیدلای، دا اقدامونه همدارنګه د افغانستان د خلکو د ژوند د شرایطو او لرلیدونو د دوامداره او پایښتونکي سمون ورکولو او د سولې، امنیت او پایښتونکي پرمختګ په موخه طرحه شوي دي.
د مثال په توګه، د المان حکومت د سویس د حکومت سره یوځای کار کوي چې د افغانستان د پوهنې د وزارت سره د لومړنیو او ثانوي زده کړو د کیفیت د کچې په لوړولو کې مرسته وکړي. د دې موخې لپاره، د ښوونکو د روزنې د ودې، د لوست د نصابونو د بیالیدنې او د زده کړې محتوا ته په افغانستان کې د کار د بازار سره سم په زیاته کچه د سمون ورکولو په لاره کې هڅې روانې دي. په دې ډول، په ۲۰۰۹ کال کې د ۲۲۰۰۰ نه زیاتو ښوونکو د دندې پر مهال روزنه کې ګډون وکړ.
په افغانستان کې د ریسک د مدیریت یو ځانګړئ سیستم جوړشوی دی چې هغه پراختیایي اقدامونه چې د المان د حکومت له خوا پیل کیږي، حتی په داسې حالاتو کې چې امنیتی وضعه بې ثباته شوې هم وي، په اغیزمنه توګه ترسره شي. د کره تجزیو او تحلیلونو په پام کې نیولو او په محل کې د شتون وضعیت په هراړخیزې پیژندنې سره د امنیتی خطرونو کچه راټیټول کیږي او د افغانستان سره د المان په همکاریو کې بوخت کارکوونکو د امنیت په اړونده پریکړو کې خطر په بسیا توګه په پام کې نیول کیږي.
بالاخره، د افغانستان او المان د حکومتونو تر منځ د همکارۍ د څو اړخیزو کړنو او لاسته راوړنو د ثبتولو پروګرامونه په افغانستان کې میشته خلکو او په دواړو هیوادونو کې سیاسي چارواکو ته د خپرونې په موخه شتون لري. د دې کار دپاره یو آنلاین ډیټابیس کارول کیږي چې په هغه کې معلومات او ارقام راټولیږي چې د کمونیکیشن د زیات شمیر وسیلو د استفادې وړ ګرځي او د افغانو رسنیو سره شریک کیږي. دا کار د افغان-المان د همکارۍ د کړنو څخه د خلکو د پوهاوي کچه لوړوي او د دغو پروژو په باب روڼتوب زیاتوي. د څارنې موخه ایز اقدامونه همدارنګه د پروژو د بریالیتوب د اندازه کولو او د راتلونکو پروژو د سمون ورکولو زمینه برابروي. برسیره پردې، د افغانی موسساتو سره د هغوی د خپلو پراختیایي پروژو د کار د اغیزمنې همغږي کولو او ارزولو او د معلوماتو او ارقامو د راټولولو او تحلیلولو د دندو د باکیفیته ترسره کولو په لاره کې مرسته کیږي.
د انعطاف وړ پروګرام جوړونې د لومړیتوب په ډګر کې زمونږ د کار په باب د لازیاتو معلوماتو لپاره د پروژې توضیحاتو او د «کیسو» برخې ته مراجعه وکړئ.