Primary tabs
ښاری پراختیا او د ښارولۍ بیخبنا
افغانستان په چټکۍ سره په زیاتیدونکي ډول په یوه ښاري هیواد باندې د بدلیدلو په حال کې دی. د نورو لاملونو په منځ کې، دا کار د نفوسو د پیاوړې ودې او ښارونو ته د کورني بیځایه شویو او د ګاونډیو هیوادونو څخه د راستنیدونکو د راتګ له کبله دی. دا خبره په ځانګړې توګه د هیواد په پلازمینې کابل کې چې په نړۍ کې د ودې یو له تر ټولو لوړې کچې لرونکۍ ښار ګڼل کیږي صدق کوي. لکه څنګه چې ښارونه مناسب اداري ظرفیت نلري، د پام وړ پرمختیاوو سره سره، دوی نشي کولای مناسب عامه خدمتونه او بنسټیز زیربناوې چمتو کړي. همدارنګه، د ښاري پلان جوړونې اغیزمنتیا هم ډیر لږ ده.
له همدې کبله، د افغانستان په وړاندې د آلمان د اقتصادي همکاریو او پراختیا د وزارت (BMZ) د دریځ په سند کې چې «د افغان مالکیت پیاوړتیا» په نوم یادیږي، ښاري پراختیا او د ښارولۍ بیخبنا د افغانستان سره د آلمان د همکارۍ لپاره د لومړیتوب د یوه ډګر په توګه پیژندل شوی دی، چې دا مهال اوس دوه پروګرامونه لري: د ښاري اوبو رسولو سمونتیا او د فاضله اوبو مدیریت، او همدارنګه د بریښنا رسولو پراختیا. د دې یو مهم اړخ د اوبو او انرژۍ په سکټور کې د بنسټیزو چوکاټونو ته سمون ورکول دی. په دواړو پروګرامونو کې د تخنیکي او سازماني ظرفیتونو منځته راوړلو ته هم لومړیتوب ورکړل شوی تر څو د سیستمونو دوامداره فعالیت او ساتنه او څارنه، او په دې توګه د پانګونې پایښت تامین شي. په راتلونکي کې نور اقدامونه په پام کې دي چې هم د ښارولۍ او بنسټیزې بیخبنا د خدمتونو د سمون ورکولو او هم د ښاري حکومتولۍ او د ښارولۍ د پلان جوړونې د ظرفیتونو د کچې د لوړولو سره مرسته وشي. د نوموړو اقدامونو موخه هم په ښاري او هم په کلیوالي سیمو کې په پایښتونکي پراختیا کې د ونډې اخیستل دي.
اوبه یعنی ژوند
اوبه په افغانستان کې یوه باارښته سرچینه ده چې د کرنیزو محصولاتو او د څښاک د اوبو په ډول د خلکو لپاره حیاتي ارزښت لري. سره له دې، په هیواد کې د ښاري اوسیدونکو شاوخوا یوه څلورمه برخه او د کلیوالي سیمو اکثریت اوسیدونکي تر اوسه هم د اوبورسونې یو سمون ورکړل شوي سیستم ته لاسرسۍ نلري. په تیره بیا ښځې او ماشومان اغلباً مجبور دي چې د خپل ځان او خپلو کورنیو د پاره د څښاک د اوبو د په لاس راوړلو په موخه اوږده واټنونه ووهي. په عین حال کې، افغانستان د اقلیم د بدلون څخه زښت زیات اغیزمن کیږي. له دې کبله، د اوبو سرچینې چې د لږیدو په حال کې دي، د نفوس د چټکې ودې، د اوبو د نامناسبې کارونې، پراخه کرهنه او نورو له امله په زیاتیدونکي توګه تر فشار لاندې دي. په داسې شرایطو کې، د افغانستان د خلکو لپاره د څښاک د پاکو اوبو د دوامدارې رسونې د تامین په موخه د اوبو د موجودو سرچینو ساتل ډیر اړین دی. په دې کار کې د کرنیزو او صنعتي موخو لپاره د اوبو د موجودو سرچینو اغیزمن مدیریت هم شاملیږي.
د اوبو د سکټور د سمونیتا پروګرام (WSIP) د تخنیکي همکارۍ د نوښتونو د یوې برخې په توګه هڅه کوي چې په ټاکل شویو مهمو وزارتونو کې نهادي چوکاټونه غښتلي کړي او همداراز د اوبو په ادارو کې تخنیکي او اقتصادي ظرفیتونه لوړ کړي. دغه پروګرام د نورو ډګرونو ترڅنګ، د افغاني ملګرو سره مرسته کوي ترڅو د خپلو هغو کارکوونکو د روزنې تخنیکي اړخونو ته سمون ورکړي چې د احداث او ساتنې او څارنې په کارونو کې بوخت دي. دغه پروګرام همدارنګه د افغان حکومت سره د سیند د حوضې او د اوبو د سرچینو د یوه اغیزمن سیستم په جوړولو کې مرسته کوي. برسیره پردې، د مالي همکارۍ موخه داده چې په کابل او نورو سیمه ایزو مرکزونو کې د اوبورسونې سیستمونه سمون ومومي او د ناولیو اوبو د مدیریت په اړه آزمایښتي اقدامونه روان دي. د المان حکومت د هیواد په پلازمینې کابل کې د ناولیو اوبو د غیرمتمرکز مدیریت د یوه ماسترپلان په جوړولو کې هم مرسته کوي.
انرژي – د پراختیا کیلۍ
د برښنا د انرژۍ ډاډمنه رسونه د اقتصادي ودې، بسیا روغتیایي څارنې او ښوونې او روزنې بنسټ جوړوي؛ په لنډه توګه، دا د پایښتونکي پراختیا د بنسټ ډبره ده. خو په افغانستان کې د برښنا د انرژۍ رسونه، په تیره بیا په کلي والي سیمو کې، اغلباً ناډاډمنه ده یا هیڅ په سترګو نه لیدل کیږي. ګران نرخونه، د برښنا تلل، د برښنا د ناویلیو سرچینو او نابسیا بیخبنا د برښنا رسونې د پایښت څخه مخنیوی کوي. په داسې شرایطو کې، شرکتونه نشي کولای په بسیا توګه برښنا تولید کړي، او له دې امله هیواد نشي کولای اقتصادي ودې ته چې ورته ډیره اړه لري ورسیږي. له همدې کبله د المان حکومت برښنا رسونې د یوه پایښتونکي سیستم د جوړولو په لاره کې د افغانستان د اقدامونو څخه د ۲۰۰۳ کال راهیسې ملاتړ کوي.
اوس مهال، د هیواد د نفوسو یوازې کابو یوه دریمه برخه د برښنا د انرژۍ سرچینو ته لاسرسۍ لري – عمدتاً په ښاري سیمو کې. په ظرفیت کې د کموالي او د برښنا دغوښتنې د ډیریدونکي زیاتوالي له امله افغانستان اړ دی چې د خپلې انرژۍ شاوخوا ۷۵ سلنه د پام وړ ناډاډمنو سیاسي شرایطو کې د بهر څخه وارد کړي چې دا کار هیواد اونډیو ته مهتاجوي. دې حالت کې د بدلون ورکولو په موخه، د المان حکومت د افغانستان سره هم د ملي برښنا د تولید د ظرفیتونو په پراخولو او هم د هغه د برښنا د شبکې سره مرسته کوي. دا کار ښاري او کلیوالي سیمو ته په شنې برښنا رسونې باندې متمرکز دی او د خلکو د ژوند شرایطو او د اقتصادي ودې پوتنسیال ته په پایښتونکي توګه سمون ورکوي. له همدې امله، د نوې کیدونکي انرژې تولیدول، د برښنا د شبکې پراخول او د کورنیو اتصالاتو احداثول د مالي همکارۍ له لارې پیاوړي کیږي. د دې کار د بشپړولو په موخه، د «برښنا رسونې د پراخولو» په پروګرام کې د دولتي نهادونو او د افغانستان د برښنا شرکت د ملي ادارې د ظرفیتونو د پیاوړتیا لپاره تخنیکي همکاري شتون لري. د نوې کیدونکي انرژۍ د تولید، د خصوصې سکتور د ګډون، او د ښوونې او روزنې دپاره هم باید معیارونه او قواعد جوړشي تر څو د برښنا د تولید کارخانې په پایښتونکي توګه کار وکړي او ساتنه او څارنه ورځنې وشي او همدارنګه پانګونه غښتلې شي.