Primary tabs
ښه حکومتوالي
د ښې حکومتولۍ د لومړیتوب په ډګر کې اقدامونه په افغانستان کې د حکومتي ادارو د ظرفیت د پراختیا او د سیاسي پریکړو په لړیو کې د لاډیر شمیر خلکو د شاملولو په موخه ترسره کیږي. په دغو اقدامونو کې د قانون د واکمنۍ ودې، د ښځو د حقونو غښتلي کولو، د اداري فساد سره مبارزې او د اداري جوړښتونو پراخولو ته خاص پام اړول کیږي.
د حکومت نه د افغانستان د خلکو د عمده هیلو څخه یو هیله داده چې د قانون د واکمنۍ اصولو ته غاړه کیږدي. له دې امله، د المان حکومت هڅه کوی چې د افغانستان د اتباعو حقوقي خویندیتوب ټینګ کړي. د دې موخې لپاره، دا حکومت د قانون څخه د خلکو د پوهاوي د کچې د لوړولو د اقدامونو څخه ملاتړ کوی، هغو ته حقوقي مرسته وړاندې کوي، او عملي لارښوونې او زده کړې برابروي تر څو د حقوقي محصلینو زده کړې ته سمون ورکړي. برسیره پردې، د المان حکومت د افغان حکومت څخه د اداري فساد سره په مبارزه کې مرسته کوي، دا یوه داسې ستونزه ده چې د کان ایستنې په سکتور کې په ځانګړې توګه څرګنده ده، چیرته چې په زیاته کچه دولتي عواید اوس اوس د غیرقانوني کړنو او د شفافیت د نه شتون له کبله له لاسه وزي.
د المان حکومت د افغانستان د بیارغونې د ایمني وجهي صندوق (ARTF) له لیارې چې د نړیوال بانک له خوا اداره کیږي، د افغانستان د حکومتي ادارو د ظرفیتونو د پراختیا سره هم مرسته کوي. برسیره پردې، په ټاکل شویو ولسوالیو کې د ولایتي ادارو د توانونو د مدیریت او همغږۍ د سمونتیا د لارو په هکله والیانو او مدیرانو ته سلامشوره ورکول کیږي. د دې کار موخه داده چې په دې کچه اغیزمنه او ځواب ورکوونکي حکومتي ادارې منځته راشي چې وکولای شي پراختیایي پروژې او پروګرامونه په خپلواکه توګه طرحه او پلۍ کړي. برسیره پردې، د عامه پلاتفورمونو ترویجول لکه د خلکو د ډیالوګ او سلامشورې غونډې په سیاسي لړیو کې د هغو برخه اخیستنه هڅوي او په دې توګه د دولت په نسبت د هغو باور زیاتوي.
د المان حکومت همدارنګه نوموړې موخې د مدنې ټولنې د سازمانونو سره د نږدې همکارۍ له لارې تعقیبوي چې باید په زیاتیدونکي توګه په سیاسي لړیو کې ښکیل شي او د دې توان ورکړل شي چې د دولتي نهادونو څخه روڼتوب وغواړي.
د ښې حکومتولۍ د لومړیتوب په ډګر کې زمونږ د کار په باب د لاډیرو معلوماتو د پاره مهرباني وکړئ د پروژو د توضیحاتو او د «کیسو» برخې ته مراجعه وکړئ.