بریښنا د پرمختګ لپاره

افغانستان کې د ډېرو کورنېو او تصدېو لپاره، د بریښنا ډاډمنه رسونه د تصور وړ نه ده. د جمعیت یواځې ۳۰ سلنه برخه د بریښنا له شبکې سره تړلې دي، چې په نړېواله کچه د ټیټو کچو له ډلې څخه یوه ده. په ځانګړې توګه د افغانستان په شمال کې دغه وضعیت خراب ده، چېرې چې یواځې یو څو ښارونه او کلي د بریښنا له شبکې سره تړلي دي.

وضعیت

دغه ستونزه د ځايي انرژۍ د تولید د کموالي او د انرژۍ د زیربنا د نابسیا او بار لاندې والي له امله رامنځته کیږي. د بریښنا تولیدونکي ماشین آلات، شبکې، د ویش سب سټیشنونه، کنټرولونکې ټکنالوژي او د کورنېو پیوستونونه ټول د لږوالي له ستونزې سره مخ دي. افغانستان خپله ۷۷ سلنه بریښنا له ګاونډېو هیوادونو څخه واردوي. دغه لګښتونه په وروستېو کلونو کې ډیر شویدي. په ۲۰۱۵ کال کې، افغانستان د انرژۍ د واردولو لپاره ۲۲۴ میلیونه امریکايي ډالره ادا کړیدي – چې د ۲۰۰۷ کال پرتله ۱۴ ځله لوړ دي. د لیږد او شبکې زیربنا دومره نیمګړې او بې ثباته ده چې حتی کوچنۍ ستونزه هم کولی شي د بریښنا د سترې پرې کیدو لامل وګرځي.

د بریښنا کمزوری رسونه د هیواد د اقتصادي پرمختګ مخنیوي کوي. تحصیلي مؤسسې، روغتونونه او د عامه خوندیتوب تسهیلات ډاډمنې بریښنا ته اړتیا لري ترڅو په منظمه توګه فعالیت وکړي. شرکتونه بریښنا ته د لاسرسی د نلرلو او د بریښنا د پرچاو کیدو له امله له اقتصادي زیانونو سره مخ دي. له ډاډمنې بریښنا څخه پرته، شرکتونه د خپلو تولیداتو کچه نشي لوړولی. ډيري افغانان بیرته ډیزلي جنراتورونو ته مخه کوي ترڅو د بریښنا نوسانات جبران کړي، مګر ډیزل ګران دي او لګښتونه یې په تدریجي ډول سره لوړیږي. د دې سربېره، له دغه ډول جنراتورونو څخه ګټه اخستل د ژوند کولو چاپیریال هم ککړوي.

افغانستان د نوې کیدونکې انرژۍ لپاره ښه شراېط لري. که څه هم، د اوبو د بریښنا له استثنا سره، د چاپیریال له پلوه د ښې انرژۍ تولید اوس هم په افغانستان کې د خپلې ودې په لومړني پړاو کې ده. دا هیواد د خپلې بریښنا نژدې نیمه برخه د اوبو له بریښنا څخه ترلاسه کوي، مګر دا یواځې د بریښنا موسمي سرچینه ده. بله نیمه برخه یې د فوسیل تیلو له کارولو څخه تولیدیږي.

موخه

د شمالي افغانستان وګړي، شرکتونه او دولتي ارګانونه ډاډمنه بریښنا لري. د بریښنا لیږد پایښت لرونکی ده په زیربنا کې په نښه شوو پانګونو څخه مننه. تخنیکي زیربنا د لوی حجم وارداتو او بریښنا کې د سیمه اییزې سوداګرۍ لپاره ظرفیت برابروي.

په فیض آباد کې، چې د بدخشان ولایت مرکز دی، د ۸.۵ (اته اعشاریه پنځه) میګا واټه د اوبو د بریښنا د دستګاه د چارو بشپړیدل به د سیمې خلکو ته له چاپیریالي پلوه ښه بریښنا برابره کړي. فیض آباد کې د بریښنا د شبکې جوړول به شاوخوا ۸۵۰۰ کورنېو ته د بریښنا رسول تضمین کړي. د بریښنا رسونې اصلاح په پاې کې اقتصادي پرمختګ ته وده ورکړي، فقر به را کم کړي او په سیمه کې به امنیت ښه کوي.

اقدامونه او پایلې

افغانستان کې د انرژۍ د اصلاح لپاره، د آلمان د اقتصادي همکاریو او پراختیا فدرال وزارت (BMZ) ګڼ شمېر پروژې تمویلوي چې د KfW پراختیایي بانک لخوا د ترسره کیدو په حال کی دي. د سیمه اییزې بریښنا د لیږد په برخه کې، KfW دغه پروژې د آسیايي پراختیايي بانک په همکارۍ پلي کوي. د افغانستان په شمال کې اوسني اقدامونه د بریښنا د شبکې په اصلاح کولو او د سیمه اییزې بریښنا د تولید (د اوبو د بریښنا دستګاه) په پراختیا تمرکز کوي.

د بریښنا د وارداتو آسانول

شبکې کې په نښه شوې پانګونه افغانستان ته د بریښنا واردات آسانوي. دغې پروژې کې بغلان ولایت ته د ۵۰۰ میګا واټه کنورټر سټیشن لپاره د لوړ ولتاژ د مستقیم جریان لیږد شامل ده. دغه دستګاه به د ترکمنستان او افغانستان تر منځ د بریښنا د شبکو په تنظیمولو کې مرسته وکړي. د بریښنا د لوړ حجم واردات به هم د کنورټر سټیشن تر بشپړیدو وروسته شوني وي. دا به په سیمه کې د شبکې پایښت اصلاح کړي. په منځنۍ مودې کې به، د لیږد له ګڼ شمېر لیکو سره د کنورټر سټیشن د نښلولو  په اړه پلانونه جوړ شي، کوم چې اوس هم د پلان جوړولو په پړاو کې دي. دا به افغانستان ته د بریښنا د ډیرو وارداتو لپاره اړین شرایط رامنځته کړي، کوم چې وروسته بیا له خپل ځان څخه د سیمه اییزې بریښنا د سوداګرۍ یو ترانزیتي هیواد جوړولي شي.

فیض آباد لپاره د اوبو د بریښنا دستګاه

له ۷۴۰۰۰ جمعیت سره، فیض آباد په شمالي افغانستان کې د ۲۰۲۰ کال په پاې کې د اوبو د بریښنا یوې دستګاه ته چې درې توربینونه او ۸.۵ میګا واټه ظرفیت لري، اړتیا ولري. په ورته وخت کې، د سیمه اییزې بریښنا د شبکې د پراختیا پلان هم په پام کې نیول شویده. د سیمه اییزې بریښنا تولید او د نوې کیدونکې انرژۍ ډاډمنه رسونه به په سیمه کې د اقتصادي او ټولنیز پرمختګ هیلې لوړوې او سیاسی پایښت به ملاتړ کړي.

د اوبو د بریښنا دستګاه همداراز د دې لپاره طرحه شویده چې افغانستان د بریښنا له ګرانو وارداتو او د فوسیل له تیلو څخه لا ډیر خپلواک کړي. تر اوسه پورې، ډیري وګړي ډیزلي جنراتورونه کاروي، مګر دغه جنراتورونه د چاپیریال لپاره ښه نه دي. لکه څرنګه چې دغه پروژه مناسبې او نوې کیدونکې انرژۍ ته د لاسرسي لرلو د پراختیا پواسطه د ۲۰۳۰ اجندا په ملي پلي کولو کې په باثباته پرمختګ کې ونډه اخلي (د باثباته پرمختګ موخه ۷).

په یو نظر کي

پروګرام:
شمالي افغانستان کې د سیمه اییزې بریښنا رسول؛ د نوې کیدونکۍ انرژۍ له لیاری د غیر متمرکزې بریښنا رسول (د فیض آباد د اوبو بریښنا دستګاه) او د شمالی افغانستان ولایتي بریښنا رسونه (PENA I او PENA II)
دستور ورکوونکي اداره:
د آلمان د اقتصادي همکاریو او پراختیا فدرال وزارت (BMZ)
شریک:
د افغانستان د اوبو او بریښنا وزارت (MEW), د افغانستان د ملي انرژۍ عرضه کونکی (د افغانستان د برشنا شرکت، DABS)
پلی کونکي اداره:
د KfW پراختیایی بانک؛ د آسیا پراختیایی بانک
ولایتونه:
بدخشان, بغلان (شمالي افغانستان)
د پروګرام موخه:
په شمالي افغانستان کې شخصي کورنېو، شرکتونو او ادارو لپاره د انرژۍ د رسولو اصلاح
ټوله موده:
د بریښنا لیږد: چنګاښ ۱۳۹۶ – مرغومې ۱۴۰۱؛ REP: لړم ۱۳۸۶- مرغومې ۱۳۹۹؛ PENA I-II: مرغومې ۱۳۸۹ – مرغومې ۱۴۰۰