بیخبنایي پراختیا په شمال کې د معیشتونو د منځته راتللو سره مرسته کوي

د المان حکومت د افغانستان په شمال کې د بیخبنایي اقدامونو ملاتړ کوي تر څو اوسیدونکي وکولای شي سوداګریزو، اداري، روغتیایي څرانې او د معارف خدمتونو او فرصتونو ته لاسرسۍ پیداکړي.

 وضعیت

څه نا څه ۳۰ کاله وسله­واله جګړه په افغانستان کې د خلکو معیشت تر زیاته حده پورې له منځه وړی دی. ښوونځۍ او پلونه تخریب شویدي او ټرانسپورټي لارې بندې شوې دي. خو دا بیخبنا د افغانستان په شمال کې د اقتصادي او ټولنیزې پراختیا او په دې توګه د بې وزلې د کچې د راټیټولو بنسټیز شرط ګنل کیږي.

موخه

د افغانستان د اقتصادي پراختیا سره د مرستې او د بې وزلۍ په وړاندې د اغیزمنې مبارزې په موخه دغه پروګرام په پام کې لري چې د افغانستان په شمالي ولایاتو کې اقتصادي بیخبنا پراخه او د کارونې وړ وګرځوي. په تیره بیا د کندز-خلم لویه لاره دوه ډیر مهم سوداګریز مرکزونه سره نښلوي. دا پروګرام د لارې د پام وړ په لنډولو او د سړک د کیفیت په سمون ورکولو سره غواړي چې پایښتي اقتصادي فعالیتونه آسانه او په بالقوه توګه پیاوړي کړي.

ګام اخیستنهګام اخیستنه او پایلې

بیخبنایي پروژې د افغانستان د خلکو په ګډون او د نړیوالو کارپوهانو په طرح کولو سره پلۍ کیږي. د افغانستان په شمال کې د بیخبنایي پراختیا په اړه ټول ودانیز کارونه تر هغه ځایه پورې چې امکان ولري د ځائیزو ودانیزو شرکتونو سره د تړون له لارې ترسره کیږي. د دې کار دلیل دادی چې د افغاني شرکتونو ته برخه ورکول محلي اقتصاد ټینګوي. د بیلګې په توګه، د کندز-خلم د لویې لارې پراختیایي کار یوې نړیوالې موسسې ته چې افغانې ریښې لري ورکړل شو.

که چیرې ممکنه وي، د شاوخوا سیمو اوسیدونکې د پروژې په کار کې ګډون کوي او د ځان دپاره موقت کار برابروي او توانیږي چې د خپلو کورنیو دپاره عاید په لاس راوړي. په کلیو او ښارونو کې خلک د ودانیزې پروژې په چاپیریال کې د حمایتی فعالیتونو لکه د ښار په ګوټونو کې د کوچنیو تحویلخانو، او د څاګانو، ښوونځیو، روغتیایي مرکزونو او لیري کلیو ته د لاسرسۍ د سړکونو څخه په نیغه ګټه پورته کوي.

ټول دغه بیخبنایي ګام اخیستنهګام اخیستنه د ښارګوټو او سیمو پر اقتصادي پراختیا باندې مثبته اغیزه کوي او سوداګریزو، اداري، روغتیایي، او تعلیمي خدمتونو او امکاناتو ته د سیمو د اوسیدونکو لاسرسۍ زیاتوي.

په یو نظر کي

په بدخشان، سمنګانو، تخار، کندوز او بلخ ولایتونو کې فعالیتونه
پروګرام:
د افغانستان په شمال کې د اقتصادي بیخنبا بیارغول او د کندز-خلم ملي لویه لاره
دستور ورکوونکي اداره:
د المان د اقتصادي همکاریو او پراختیا فدرال وزارت (BMZ)
شریک:
د افغانستان د عامو ګټو وزارت
پلی کونکي اداره:
د KfW پراختیایي بانک
ولایتونه:
بدخشان, بلخ, کندز, سمنګان, تخار
د پروګرام موخه:
د زیربناوو پراختیا له لارې د اقتصادي پراختیا سره مرسته کول
ټوله موده:
د کندز-خلم لویه لاره، لومړی پړاو: اکتوبر د ۱۳۸۹ کال د وري میاشتې څخه ۱۳۹۴ د وري تر میاشتې د کندز-خلم لویه لاره، دوهم پړاو: د ۱۳۹۱ کال د زمری میاشتې څخه تر – ۱۳۹۵ کال د لیندۍ تر میاشتې