Primary tabs
بیخبنایي پراختیا په شمال کې د معیشتونو د منځته راتللو سره مرسته کوي
وضعیت
څه نا څه ۳۰ کاله وسلهواله جګړه په افغانستان کې د خلکو معیشت تر زیاته حده پورې له منځه وړی دی. ښوونځۍ او پلونه تخریب شویدي او ټرانسپورټي لارې بندې شوې دي. خو دا بیخبنا د افغانستان په شمال کې د اقتصادي او ټولنیزې پراختیا او په دې توګه د بې وزلې د کچې د راټیټولو بنسټیز شرط ګنل کیږي.
موخه
د افغانستان د اقتصادي پراختیا سره د مرستې او د بې وزلۍ په وړاندې د اغیزمنې مبارزې په موخه دغه پروګرام په پام کې لري چې د افغانستان په شمالي ولایاتو کې اقتصادي بیخبنا پراخه او د کارونې وړ وګرځوي. په تیره بیا د کندز-خلم لویه لاره دوه ډیر مهم سوداګریز مرکزونه سره نښلوي. دا پروګرام د لارې د پام وړ په لنډولو او د سړک د کیفیت په سمون ورکولو سره غواړي چې پایښتي اقتصادي فعالیتونه آسانه او په بالقوه توګه پیاوړي کړي.
ګام اخیستنهګام اخیستنه او پایلې
بیخبنایي پروژې د افغانستان د خلکو په ګډون او د نړیوالو کارپوهانو په طرح کولو سره پلۍ کیږي. د افغانستان په شمال کې د بیخبنایي پراختیا په اړه ټول ودانیز کارونه تر هغه ځایه پورې چې امکان ولري د ځائیزو ودانیزو شرکتونو سره د تړون له لارې ترسره کیږي. د دې کار دلیل دادی چې د افغاني شرکتونو ته برخه ورکول محلي اقتصاد ټینګوي. د بیلګې په توګه، د کندز-خلم د لویې لارې پراختیایي کار یوې نړیوالې موسسې ته چې افغانې ریښې لري ورکړل شو.
که چیرې ممکنه وي، د شاوخوا سیمو اوسیدونکې د پروژې په کار کې ګډون کوي او د ځان دپاره موقت کار برابروي او توانیږي چې د خپلو کورنیو دپاره عاید په لاس راوړي. په کلیو او ښارونو کې خلک د ودانیزې پروژې په چاپیریال کې د حمایتی فعالیتونو لکه د ښار په ګوټونو کې د کوچنیو تحویلخانو، او د څاګانو، ښوونځیو، روغتیایي مرکزونو او لیري کلیو ته د لاسرسۍ د سړکونو څخه په نیغه ګټه پورته کوي.
ټول دغه بیخبنایي ګام اخیستنهګام اخیستنه د ښارګوټو او سیمو پر اقتصادي پراختیا باندې مثبته اغیزه کوي او سوداګریزو، اداري، روغتیایي، او تعلیمي خدمتونو او امکاناتو ته د سیمو د اوسیدونکو لاسرسۍ زیاتوي.