د افغانستان د شمال لپاره د څښلو اوبه

د څښلو پاکې اوبه د افغانستان د اوسیدونکو لپاره یوه لږه پیدا کیدونکې متاع ده. که څه هم د پاکو اوبو رسونه ښه شویده، خوبیاهم، د افغانستان جمعیت معمولا یواځې د څښلو ککړو اوبو ته لاسرسی لري، چې اکثراً کولرا، د محرقې د تبې او نس ناستې د ناروغېو لامل ګرځي.

وضعیت

د افغانستان د نفوس ډيره برخه له دغه خطر سره مخامخ ده. د روغتیا د نړېوال سازمان (WHO) د مالوماتو پربنسټ، د افغانستان د ښاري نفوس یواځې یو پر دریمه برخه د څښلو د اوبو منظمې رسونې ته لاسرسی لري. په کلیوالو سیمو کې، دغه رقم تر پنځه سلنې پورې ښکته دي.

دغه ستونزه د کمزورې زیربنا له امله رامنځته کیږي: د اوبو پایپ لاینونه، پمپ سټیشنونه او د اوبو زیرمې، که چېرې شتون ولري، اکثراً ویجاړیږي. دا پدې معنې ده چې د څښلو د اوبو د پام وړ برخه د لیکۍ له امله ضایع کیږي.  

ډيري وګړي خپلې د اړتیا وړ اوبه له سیندونو، جهیلونو او ژورو څاګانو څخه اوباسي او یا یې له ټانکرونو څخه پیري. خو بیاهم، له ټانکرونو څخه د څښلو د اوبو پیرودل ګران دي او ډیري کورنۍ یې توان نلري. په پایله کې ډيري وګړي

پاکې اوبه په افغانستان کې ورځ تر ورځې کمیږي، چې اړونده جمعیت ته یې رسول نور هم ستونزمن کوي. خلک له څاه ګانو او د اوبو له زیرمو څخه ډیره شدیده ګټه اخلي. د ځمکو د خړوبولو لپاره د اوبو ډیر مصرف د اوبو له وړاندې د اوبو کمې شوې سرچینې نورې هم کموي.

موخه

کوم خلک چې د افغانستان د شمالي ولایاتو په کوچنېو او متوسطو ښارګوټو کې ژوند کوي د څښلو د لوړ کیفیت لرونکو اوبو کافي اندازې ته لاسرسی لري. د افغانستان په شمال کې د وګړو روغتیا خوندي شوی ده، د څښلو د پاکو اوبو د رسونې له اصلاح څخه مننه.

اقدامونه او پایلې

له ۲۰۰۸ کال راهیسې، د KfW پراختیايي بانک د آلمان د اقتصادي همکارۍ او پراختیا فدرال وزارت  (BMZ)په استازیتوب کار کوي تر څو د افغانستان په شمالي ولایاتو کې ټاکل شوي ښارګوټي او ښارونه د هغو د څښلو د اوبو د رسونې د اصلاح په برخه کې ملاتړ کړي. تمرکز د امام صاحب، بلخ، فیض آباد، تالقانو، پلخمري، کندز، علی آباد، خان آباد، مزار شریف او نو آباد په ښارګوټو ده.

زیربنا باندې پانګه اچونه

په تېرې لسیزې کې د شمالي افغانستان په ښارګوټو او د بلخ (بلخ ولایت)، فیض آباد (بدخشان ولایت)، امام صاحب (کندز ولایت)، پلخمري (بغلان ولایت)، تالقان (تخار ولایت) او د مزار شریف (بلخ ولایت) په ښارونو کې د څښلو د اوبو په رسولو کې د پام وړ اصلاحات رامنځته شویدي، د آلمان له ملاتړ څخه مننه. دا د زیربنا‌ؤ د پانګونې له امله ده. شاوخوا ۶۸۰۰کورنېو په دغو ښارګوټو او ښارونو کې د اوبو له اصلي پایپونو څخه د خپل د کور شیردانونه ترلاسه کړیدي. له ۶۷۰۰۰ څخه ډیر وګړي اوسمهال د څښلو پاکو اوبو ته له لاسرسي لرلو څخه ګټه پورته کوي. د دې سربېره، شاوخوا د اوبو ۲۱۰ ټانکۍ نصب شویدي، چې شاوخوا ۳۱۵۰۰ اوسیدونکي چې د اوبو رسونې له عامه شبکې نښتي ندي، ترې ګټه پورته کوي. د اوبو شبکه د شاوخوا ۲۳۰ کیلومترو په اندازه پراخه شویده. د اوبو ګڼ شمېر ذخیرې هم اضافه شویدي. څاه ګانې بیارغول شوي او ورته بریښنا رسول شویده، او نوې ژورې څاه ګانې برمه شویدي. په پلخمري کې یو پمپ سټیشن جوړ شوی او د عامه اوبو د آسانتیا دفتر یوه نوې ودانۍ ترلاسه کړیده.

په نو آباد (کندز ولایت) کې د امنیتي وضعیت د خرابولي له امله باید هم کار وځنډول شي.

ډيرې پروژې پلان شویدي

افغان جمعیت ته د اوبو د ښې رسونې ژمنه به له پلان شوي پروګرام «منطقوي مرکزونو کې اوبه او فاضلاب» سره سمه ادامه و مومي. د څښلو د اوبو رسونه به پراخه او د اوبو کیفیت به په افغانستان کې په ټاکل شوو ښارګوټو او ښارونو کې لوړ شي. پدې ډول سره به، دغه پروګرام د اوبو رسونې نوي سیسټمونه جوړ کړي. د پروګرام مسؤلین پلان لري چې د غایطه موادو او فضله اوبو د دفع لپاره ځايي سیسټمونه تاسیس او پراخ کړي او همداراز د غایطه موادو او فضله اوبو د دفع کولو آزمایشي پروژې پلي کړي.

په یو نظر کي

پروګرام:
شمالی افغانستان کې د ښاري اوبو رسونه، کوچنېو او منځي سایز شمالي ښارګوټو کې د اوبو رسونه
دستور ورکوونکي اداره:
د آلمان د اقتصادي همکارۍ او پراختیا فدرال وزارت (BMZ)
شریک:
د افغانستان د ښار جوړولو او ځمکو وزارت (MUDL), د افغانسان د ښارې اوبو رسونې او کانالیزاسیون شرکت (AUWSSC)
پلی کونکي اداره:
د KfW پراختیايي بانک
ولایتونه:
بدخشان, بغلان, بلخ, کندز, تخار
د پروګرام موخه:
په شمالي ولایاتو کې با کیفیته اوبو ته د وګړو د لاسرسي لرلو د ډاډمنولو لپاره
ټوله موده:
NC-I: غويي ۱۳۹۰ – لیندۍ ۱۳۹۸، NC-II: غويي ۱۳۹۰ – زمري ۱۳۹۸