د افغانستان شمال ته د برېښنا لېږدول

د افغانستان ۷۰ سلنه وګړي باید عامه برېښنا ته له لاسرسي پرته ژوند وکړي. په هېواد کې یوازې ۱.۳ میلیونه کورنۍ د برېښنا له شبکې سره نښلول شوي دي، چې ډېری برخه یې په ښاري سیمو کې ده. له لس سلنې څخه لږ کلیوال وګړي برېښنا ته لاسرسی لري، که څه هم دا هغه سیمه ده چېرته چې درې برخې افغانان ژوند کوي.

وضعیت

افغانستان زېربناوې نه لري چې خپله برېښنا پرې تولید کړي. له همدې کبله، په وچه محدود دغه هېواد باید ۷۷ سلنه برېښنا له ګاونډیو هېوادونو څخه وارده کړي. د افغانستان په شمال کې، شمال خوا ته ګاونډي هېوادونه چې برېښنا لېږدوي، د افغانستان د برېښنا تولید له بېخبنا سره نښلول کېږي ترڅو د برېښنا د لېږد سیمه ییز شبکه چې په شمال ختیځ کې د انرژۍ د توزیع کولو سیسټم (NEPS) په نوم یادېږي، رامنځته کړي. په هر صورت، په شمال ختیځ کې د انرژۍ د توزیع کولو سیسټم په اراضۍ کې ښارګوټو، ښارونو او ښاروالیو تر دې دمه له دې څخه ډیره ګټه نه ده کړې، ځکه چې دوی دغه سیمه ییزې شبکې ته لاسرسی نه لري.

ډېری افغان کورنۍ د انرژۍ له شبکې سره له نښلېدو پرته د ډیزلي جنراټورونو په کارولو سره انرژي تولیدوي چې ګران بیه او چاپیریال ته زیان اړونکی عمل دی. په کافي اندازه د برېښنا د لېږد نشتوالی په ځانګړي ډول د افغانستان په کلیوالو برخو کې د اقتصادي او ټولنیزې پراختیا پر وړاندې یو خنډ دی.

موخه

د افغانستان په شمال کې د برېښنا سیمه ییزه شبکې په شمال ختیځ کې د برېښنا د توزیع کولو سیسټم (NEPS) سره نښلول کېږي او برج یې د نوموړي سیسټم په ساحه کې ښارګوټو، ښارونو او ښاروالیو ته د برېښنا باوري لېږد برابروي.

اقدامات او پایلې

د آلمان د اقتصادي همکارۍ او پراختیا وزارت (BMZ) د افغانستان په شمال کې ټولنو او عامه تأسیساتو ته د غوره برېښنا لېږد د برابرولو موخې په درلودلو سره په شمال ختیځ کې د برېښنا د توزیع کولو سیسټم څخه له مالي پلوه مرسته کوي ترڅو په سیمه کې له اقتصادي پراختیا څخه ملاتړ وشي.

له شبکې سره نږدې ۲۰۰۰۰ پیوستونه چې د ۱۷۰۰۰۰ خلکو لخوا کارول کېږي، دمخه نصب شوي دي. دا یوازې هغه مستقیم کاروونکي دي چې د نوې برېښنا له خدمتونو څخه ګټه پورته کوي، بلکه همدارنګه په سیمه کې کلیوال خلک – نږدې ۱،۸ میلیونه – هم له دغو خدمتونو څخه ګټه پورته کوي. په سیمه کې د برېښنا باوري لېږد همدارنګه خدمتونو او معلوماتو ته د دوی لاسرسي ته هم زمینه برابروي. سربېره پردې، برېښنا ته لاسرسی کوچنۍ او منځنۍ تصدۍ ځواکمنوي ترڅو خپل د کاروبار فعالیتونو ته ادامه او پراختیا ورکړي. دا نوې دندې رامنځته کوي چې په سیمه کې خلک له بې وزلۍ څخه راپورته کولای شي.

د شبکې او بېخبنا پراخول

د آلمان د اقتصادي همکارۍ او پراختیا وزارت (BMZ) پروګرام له هغې بېخبنا څخه مالي ملاتړ کوي چې د افغانستان په شمال کې د لوړ ولټاژ شبکې د پراختیا او د برېښنا د غوره توزیع او لېږد لپاره اړینه ده. د شبکې ادغام ته د ودې ورکولو لپاره د ټرانسفرمر مرکزونه رامنځته کېږي او د لېږد او توزیع لینونه د اندازه ګیرۍ او کنټرول د ټکنالوژۍ ترڅنګ نصبېږي، په داسې حال کې چې کورنۍ له شبکې سره نښلول کېږي. په ورته وخت کې، یو سلاکار له شریکو سازمانونو سره د پروګرام په پلي کېدو کې مرسته کوي او په دې اړه روزنیز پروګرامونه ترسره کېږي چې څنګه نوموړې نصب شوې بېخبنا اداره کړي.

د انرژۍ پلان شوي لېږد ته د ودې ورکولو پروګرام

د آلمان د اقتصادي همکارۍ او پراختیا وزارت (BMZ) نه یوازې د هېواد د برېښنا د لېږد له پراختیا څخه بلکه همدارنګه په افغانستان کې له اقلیم سره سم د برېښنا له تولید څخه هم ملاتړ کوي. اوسمهال د نوې کېدونکې انرژۍ او د انرژۍ د اغېزمنتیا له لارې د انرژۍ لېږد ته د ودې ورکولو لپاره د یو نوي پروګرام په اړه پلان جوړېږي. په اقداماتو کې له شبکې سره د ډېرو ښارګوټو او ښارونو نښلول، له شبکې سره نښلول شوی د فوټوولټائیک لوی سیسټمونه، مستقل لمریز سیسټمونه او د خصوصي کورنیو لپاره سیسټمونه شامل دي. نوموړې پروژه به په ورته وخت کې د انرژۍ اغېزمنتیا او لمریزې انرژۍ ته وده ورکوي او د نوې کېدونکې انرژۍ او د انرژۍ د اغېزمنتیا په اړه به تخنیکي مشورې وړاندې کړي.

د آلمان د اقتصادي همکارۍ او پراختیا وزارت (BMZ) د نوې کېدونکې انرژیو او د انرژۍ د اغېزمنتیا پروژې له لارې د انرژۍ لېږد ته د ودې ورکولو لپاره دمخه د ۶۰ میلیونه یورو ژمنه کړې ده.

په یو نظر کي

پروګرام:
په شمال-ختیځ کې د برېښنا د توزیع کولو سیسټم (NEPS)
دستور ورکوونکي اداره:
د آلمان د اقتصادي همکارۍ او پراختیا وزارت (BMZ)
شریک:
د افغانستان د انرژۍ او اوبو وزارت (MEW)
پلی کونکي اداره:
KfW Development Bank
ولایتونه:
بلخ, سمنګان
د پروګرام موخه:
د شمال ختیځ د برېښنا توزیع کولو سیسټم په ساحه کې له پخوا څخه بې برخې سیمې د برېښنا له شبکې سره نښلول
ټوله موده:
د ۱۳۸۸ سلواغه – ۱۳۹۹ لیندۍ پورې