د افغانستان په شمال کې انرژي د پرمختګ د اړتیا په توګه

په افغانستان کې د برېښنا توزیع د ښاري او کلیوالو سیمو ترمنځ ډېر زیات توپیر لري. د دې لپاره چې د افغانستان په شمال کې د کلیوالو وګړي/اتباع هم انرژۍ ته خوندي لاسرسی باوري شي، د المان حکومت له هغه فعالیتونو څخه ملاتړ کوي چې د برېښنا شبکې پر بنسټ زیربناء ته پراختیا ورکوي.

وضعیت/حالت

په پرله پسې ډول د برېښنا قطع کېدل/تلل په ډېری سیمو کې د افغانانو د ورځني ژوند یوه برخه ده،  که په ټوله کې د برېښنا د توضیع کولو خدمات موجود هم دي خو بیا هم ډېره قیمته او ناباوري برېښنا ده. ډېری ښارګوټي، ښارونه او ښاروالۍ باید ساحوي برېښنایي شبکې سره ونښلول شي څو د خپلو ځایي اوسېدونکو ژوند ته وده ورکړي. نو ځکه برېښنا ته لاسرسی د اقتصادي ودې او د کار زمینې برابرولو لپاره یوه مهمه او کلیدي اړتیا ده او له همدې امله د ژوند شرایطو ته په وده ورکولو کې ستره ونډه لري.

 

موخه

د دې پروګرام موخه د افغانستان په شمالي ولایتونو کې اوسېدونکو، شرکتونو او دولتي ادارو ته د باور وړ انرژۍ برابرول دي، په همدې توګه د اقتصادي ودې او پراختیا لپاره یو مهم بنسټ جوړوي.

 

اقدامات او پایلې

دا پروګرام د برېښنایي شبکې پر پراختیا، د محلي شبکو نښلول، او چېرته چې اړتیا لېدل کېږي، د نوي زېربنا پر جوړولو باندې تمرکز کوي څو د افغانستان شمالي ولایتونو کې د برېښنا شبکې ته د لاسرسي زمینه برابره کړي. د برېښنایي شبکو عصري لېږد او توزیع  په هغو ځایونو کې چې کورنۍ، شرکتونه، دولتي ادارې او تعلیمي ادارې د برېښنا له شبکې سره نښلول شوي دي، د برېښنا امکانات برابروي. د سب سټیشنونو، د برېښنا د توزیع لینونو او برېښنایي نښلونې هم د برېښنا د قطع کېدو په برخه کې د پام وړ کمی راوستلی دی. سربېره پردې، دا کار ښایي د برېښنا د لېږد ثبات او د باورتیا کچه زیاتوي، د برېښنا د زیانونو کچه راټیټه او د برېښنا اغېزمنتیا لا ښه کړي.   

په یو نظر کي

په سمنګانو او بلخ ولایتونو کې فعالیتونه
پروګرام:
د افغانستان په شمال کې د سیمه ایزې برښنا لیږدول
دستور ورکوونکي اداره:
د المان د اقتصادي همکاریو او پراختیا وزارت (BMZ)
شریک:
د افغانستان د انرژی او اوبو وزارت، د افغانستان د برښنا شرکت
پلی کونکي اداره:
د KfW پراختیایي بانک
ولایتونه:
بلخ, سنمګان
د پروګرام موخه:
د موخه ایزو پانګونو له لارې د افغانستان په شمال کې د برښنا د انرژۍ د برابرلو د بیخبنا ټینګول.
ټوله موده:
زمرئ ۱۳۸۹ – لیندۍ ۱۳۹۸