د اوبو او فاضله اوبو پایښتونکئ مدیریت

اوبه د افغانستان په ډیرو ښاري او کلیوالي سیمو کې د نادره شیانو څخه ګڼل کیږي. پداسې حال کې چې افغانستان په دې وروستیو کلونو کې د اوبو رسولو د پراخولو په لاره کې لوی ګامونه اخیستي دي، د ښاري خلکو اکثریت لاهم د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسۍ نلري. د کلیو اوسیدونکي د څاګانو او ویالو څخه اوبه راوباسي یا یې باید د اوبو له ټانکرونو څخه وپیري. د اوبو د لږوالي په وړاندې دغه سرچینې په زیاتیدونکې توګه له حد نه زیات کارول کیږي او د ککړتیا سره مخ کیږي.

وضعیت

د فاضله اوبو مدیریت وضعیت او پدې توګه د حفظ الصحې شرایط هم په ډیرو ځایونو کې خراب دئ. د اوبو پواسطه رامینځته شوي ناروغئ د پنځه کالو څخه کم عمر ماشومانو په هرو څلورو مړینو کې د یوې مړینې لامل دي.

د اوبو د سکتور په جوړښت او اداره کې نیمګړتیاوې د دې وضعیت یو لامل دی. د دولت بیلابیلې ادارې د اوبو رسولو او فاضله اوبو د دفعې دنده په غاړه لري. مسؤلیتونه او د کار لړۍ اکثرا په بسیا توګه همغږي نه دي، او د معلوماتو د مدیریت لپاره د تړاوونو او فرصتونو څخه کار نه اخیستل کیږي. کوم کسان چې د دولتي ادارو لپاره کار کوي اکثرا هغه پوهه او سازماني جوړښتونه نلري کوم چې دوی ورته د بیخبنا د سالمې تخنیکي کارونې لپاره، او د اغیزمن هایدرولوژیکي پلان جوړونې او د اوبو د سرچینو پایښتونکۍ مدغم مدیریت د تامین لپاره اړتیا لري.

موخه

په افغانستان کې د اوبو چارواکي او مسؤلې ادارې کولای شي ښارې اوبه او د فاضله اوبو دفع په لاښه توګه تامین کړي. د اوبو د سرچینو پایښتونکئ او یولاس مدیریت پراختیا موندلی دئ او د مسؤلو نهادونو ترمنځ همکاري پیاوړې شوې ده.

اقدامونه او پالیې

د GIZ اداره د افغانستان د اوبو د سکتور د ادارو څخه د اړتیاوو د تامینولو دپاره د شته بیخبناوو د مناسب کارولو او د اوبو د شته سرچینو د پایښتونکي مدیریت په لاره کې ملاتړ کوي. دا پروګرام د کارکوونکو تخنیکي ظرفیتونه منځته راوړي او د ادارو په دننه کې د مراتبو د لړې په ټولو کچو کې کړنې پیاوړې کوي او په دې توګه د نهادي او سازماني جوړښتونو په منځته راوړلو کې مرسته کوي. د دغو همکاریو تمرکز په کابل او هرات باندې دئ، او له دغو ولایاتو څخه د هیواد د نورو سیمو دولتي ادارو سره مرسته کیږي.

د اوبو د سرچینو څخه پایښتونکې ګټه اخیستنه

د پروګرام ټیم د انرژۍ او اوبو د وزارت او نورو مسؤلو نهادونو سره په ګډه هڅه کوي چې لارښودونې او میتودونه رامینځته کړي ترڅو د اوبو د دوامداره کارونې ډاډ ترلاسه شي. د ځمکې لاندې اوبو د کچې دوامداره څارنه د اوبو د مدیریت د موخه ایزو هڅو لپاره یو بنسټ برابروي. د پروژې ټیم په دې توګه په تیرو څو کلونو کې په کابل کې د ځمکې لاندې د اوبو څارنې یو سیستم رامینځته کړی دئ چې اوس په نورو سیمو کې هم پلۍ کیږي. په هرات کې، د اوبو د چارواکو تر مینځ متقابل عمل د آزموینې په ډول پیل شوی دئ ترڅو د کار پروسې اغیزمنې کړي او د معلوماتو شریکولو ته وده ورکړي.

دا پروګرام د انرژۍ او اوبو د وزارت او د سیند د حوزې د پنځو ادارو سره کار کوي ترڅو د افغانستان د سیند د ټولو پنځو حوزو لپاره د اوبو د کړنلارې چوکاټونه رامینځته کړي. دا پلانونه دا په ګوته کوي چې دا مهال د سیمې خلک څومره اوبو ته اړتیا لري او په راتلونکي کې به دوی د کرهنې، صنعت او خلکو ته د اوبو رسولو په شمول د بیلابیلو موخو لپاره څومره اوبو ته اړتیا ولري. پایلې د اوبو د شته سرچینو سره پرتله کیږي. د اوبو د کړنلارې چوکاټونه د اوبو په سکټور کې د اغیزمنې او مؤثرې پانګونې د پلان کولو لپاره یو بنسټ جوړوي. پدې کې د اوبو لګونې کانالونه او بندونه جوړول او د ځمکې لاندې د ښاري اوبو رسولو د یوه سیستم رامینځته کول شامل دي. پروژه د پلان جوړونې په پړاو کې د افغان چارواکو ملاتړ کوي.

د فاضله اوبو د ښې دفعې لپاره روزنه

د پروګرام ټیم اوس مهال افغان کارکوونکو ته په تخنیکي او سازماني ډګرونو کې روزنه ورکوي ترڅو مسؤل چارواکي وکولی شي د فاضله اوبو دفعې ته سمون ورکړي. په تیرو څو کلونو کې، د فاضله اوبو د دفعې څو څانګې، د مثال په توګه د افغانستان د ښاري اوبورسونې او کانالیزاسیون په شرکت او د ښارجوړونې او مځکو په وزارت کې رامینځته شوي دي. پروژه د دې څانګو سره کار کوي ترڅو د فاضله اوبو د دفعې په سکتور کې د معلوماتو د راټولولو چلند را منځته کړي، او د هرات لپاره د فاضله اوبو د دفعې ماسټر پلان جوړکړي، کوم چې د نورو ښارونو لپاره به د نمونې په توګه وکارول شي.

د اوبو رسونې پراخول – د خدمتونو سمونتیا

د اوبو شرکتونه باید د مالي پلوه ګټور وي ترڅو اوبو رسونې ته وده ورکړي او خدماتو ته سمون ورکړي. د پروګرام ټیم پدې ډول د افغانستان د ښاري اوبورسونې او کانالیزاسیون شرکت کارکوونکو ته د تخنیکي او سوداګریزو مسلو په باب سلامشوره او روزنه ورکوي. دا پروګرام د اوبو د شبکې سره د نښلول شویو کورنیو د شمیر د زیاتولو، د اوبو د ډیرو میترونو د نصبولو، په نلونو کې د اوبو د ضایعاتو د کمولو، د اوبو د بیلونو د دوامداره صادرولو او د نه تادیه شویو بیلونو د غوښتنې کولو په لاره کې د نوموړي شرکت څخه ملاتړ کوي. یوازې په دې ډول شرکت کولی شي خپل عملیاتي لګښتونه په غوره توګه پوښښ کړي.

په نوموړي شرکت کې د ګمارل شویو تخنیکرانو لپاره د روزنې یو سیسټم د جوړیدو په حال کې دئ تر څو چې د اوبو د بیخبنا کارونې او ساتنې ته سمون ورکړي. د افغانستان د ښاري اوبورسونې او کانالیزاسیون شرکت او د دې شپږ سیمه ایزې کارخانې اوس مهال شاوخوا ۱۵۰۰۰۰کورنۍ د اوبو د شبکو سره نښلولي دي. دا د افغانستان په ښارګوټو او ښارونو کې شاوخوا ۱.۵ (یو نیم) میلیون خلکو ته د څښاک پاکې اوبه برابروي.

په یو نظر کي

پروګرام:
د اوبو د سکتور د سمونتیا پروګرام (WSIP)
دستور ورکوونکي اداره:
د المان د اقتصادي همکاریو او پراختیا فدرال وزارت (BMZ)
شریک:
د افغانستان د ښاري اوبورسونې او کانالیزاسیون شرکت, د ښارجوړونې او مځکو وزارت, د انرژۍ او اوبو وزارت, د چارپیریال د ساتنې ملي اداره, د اقتصاد وزارت
پلی کونکي اداره:
Deutsche Gesellschaft für Internationale Zusammenarbeit (GIZ) GmbH
ولایتونه:
هرات, کابل
د پروګرام موخه:
د اوبو د سکتور مسؤلو نهادونو ته د دې توان ورکول چې د څښاک اوبه رسونه او د فاضله اوبو دفع په لاښه ډول تضمین کړي
ټوله موده:
د ۱۳۸۷ تلې – ۱۴۰۱ غبرګولي پورې