د اوبو څخه د برښنا د تولید د فابریکو په کارولو سره کابل ښار ته د ډاډمنې انرژۍ برابرول

ددې دپاره چې د افغانستان د خلکو دپاره د برښنا د انرژۍ برابرول لاډاډمنه شي، د المان فدرال حکومت د افغانستان څخه د برښنا د بیخبنا د بیارغونې او همداراز د برښنا د تولید د کارخانو لکه د اوبو څخه د برښنا د تولید فابریکو نه ملاتړ کوی.

پخوا وضعیت

په هیواد کې د څو لسیزو جګړو او شخړو له کبله په افغانستان کې د انرژۍ بیخبنا تر زیاتې کچې پورې زیانمنه شویده یا هم پوره له منځه تللې ده لکه د د ماهیپر او سروبي د برښنا د تولید فابریکې چې دواړه د هیواد د پایتخت دپاره د برښنا د تولید تر ټولو مهمې سرچینې شمیرل کیږي. د هغوی نه پرته په ښار کې په ساعتونو برښنا نه لیدل کیږي او دا کار د خلکو ورځنۍ ژوند سخت کوي او د هیواد د اقتصادې ودې بهیر ورو کوي.

موخه

د دې پرګرام موخه داده چې د کابل دپاره د برښنا د انرژۍ د تامینولو او سمون په لاره کې مرسته وکړي او په دې توګه د هیواد بیارغونه او همدارنګه ټولنیز او اقتصادي کارونه منځته راوړي.

اقدامونه او پایلې

د اوبو څخه د برښنا د تولید د دواړو فابریکو د بیارغونې دپاره په کار وو چې سملاسي ترمیمي کارونه لکه د توربین او جنراتور د واحدونو ترمیم، د دواړو فابریکو د فعالولو دپاره نور ودانیز کارونه او همدارنګه د هغوی د ساتنې او څارنې دپاره مشورتي کړنې ترسره شي. د دواړو کارخانو د بیارغونې شاوخوا ۱۵ سلنه ټولیز لګښتونه د نړیوال بانک د بیارغونې د وجهي صندوق (ARTF)د مالي وجهو څخه تمویل شول.

سربیره پردې د نوموړ فابریکو او په کابل کې د برښناکوټ د ستیشن کارکوونکو او پرسونل ته روزنه ورکړل شوه چې په اوږدمهال کې د نوموړ فابریکو د ښه او د تخنیکي له پلوه اغیزمنې کارونې زمینه برابره شي.

وروسته له دې چې د ماهیپر او سروبي دواړې کارخانې بیاورغول شوې، دغه فابریکې په کابل او چاپیریالو سیمو کې د برښنا د انرژۍ په ډاډمنه او سمون ورکړل شوی رسونه کې ډیره مهمه ونډه اخلي – په دې شرط چې دا کارخانې په اغیزمنه توګه وکارول شي. هغو په ټولیزه توګه ۳۰۲ ګیګاواټه یعنې د پخوا نه درې واره زیاته برښنا تولیدوي. له دې انرژۍ څخه اوس ۳۱۲۰۰۰ کورنۍ یعنې د ۱،۹۶ میلیون نه زیات خلک او شاوخوا ۱۳۰۰۰ موسسې او ادارې ګټه پورته کوي.

په یو نظر کي

په کابل ولایت کې فعالیتونه
پروګرام:
د ماهیپر او سروبی د برښنا د تولید د فابریکو بیارغونه
دستور ورکوونکي اداره:
د المان د اقتصادي همکاریو او پراختیا وزارت (BMZ)
شریک:
د افغانستان د انرژی او اوبو وزارت
پلی کونکي اداره:
د KfW پراختیایي بانک
ولایتونه:
کابل
د پروګرام موخه:
د اقتصادي او ټولنیزو فعالیتونو د بنسټ د جوړولو او د همداراز د هیواد د بیارغونې د پاره په کابل کې د انرژۍ د برابرولو په تامین او سمون کې برخه اخیستنه.
ټوله موده:
د برښنایی فابریکو بیا رغونه: له ۱۳۸۱ تر ۱۳۹۳ د بدلون وړ برخو تجهیز او نصب کول