د بیارغونې د ایمني وجهي صندوق له لارۍ پرمختګ

د المان فدرال جمهوري د افغانستان د بیارغونې دپاره د ایمني وجهي صندوق یو تر ټولو لویو مرستندویو هیوادونو څخه ګڼل کیږي. د دې صندوق مالي حجم چې د نړیوال بانک له خوا اداره کیږي په ۲۰۱۸ کال کې د آلمان ونډه ۶۵ میلیونو یورو ته رسیده او اوس مهال یو لړ پراختیایي ګام اخیستنه له دې لارې تمویلیږي. مالي منجمنت د دولتي بودجې له خوا صورت مومي او د افغان حکومت سره مرسته کوي چې مالي وجهې په شفافه توګه اداره کړي، خپل عواید منځته راوړي او مالي وجهې د هغو ملي لومړیتوبونو په پام کې نیولو سره وکاروي چې تر ټولو زیات پراختیایي اړخ ولري.

وضعیت

د جګړې او کورنیو شخړو تر ۳۰ کلونو نه وروسته د افغانستان د بیخبنا زیاتې برخې له منځه ولاړې. د برښنا او اوبورسونې سیستمونه، ښوونځۍ، روغتونونه په ټول هیواد کې نه پراخه شوې دي او نه د خلکو اړتیاوې پوره کولای شي. په وروستیو کلونو  کې ګڼ شمیر پراختیایي کارونه ترسره شوي دي. خو زیات شمیر پانګونې شتون لري چې د افغانستان دولت تر اوسه نشي کولای هغه په خپلواکه توګه له خپلې بودجې څخه تمویل کړي.

په ۱۳۹۵ کال کې د افغانستان د بودجې ملي عواید ۲ میلیاردو یورو ته ورسیده. د زیاتیدونکو دولتي عوایدو سره سره باید د بودجې ۷۰ سلنه د بهرنیو سرچینو څخه تمویل شي. دلته یو باارزښته ابزار دافغانستان د بیارغونې ایمني وجهي صندوق (ARTF) دی چې د نړیوال بانک له خوا اداره کیږي او له ۳۰ نه زیات هیوادونه هغه تمویلوي.

موخه

د پروګرام موخه داده چې د افغانستان په ثبات جوړونه کې برخه واخلي او په دې توګه په هیواد کې د بې وزلۍ او نادارۍ کچه را ټیټه کړي. په پام کې ده چې د مالي مرستې له لارې د عامه خدمتونو د وظیفوي وړتیا او د هغې پر بنا د ټولنیزو خدمتونو بنسټیزه عرضه هم تامین شي او د افغان حکومت د پراختیایي لومړیتوبونو څخه هم ملاتړ وشي. په پام کې ده چې د اقتصادي شرایطو او مالیاتي سیستم د سمون او همداراز د یوې شفافې او د قانون د واکمنۍ پر بنسټ ولاړې حکومتوالۍ له لارې دا هیواد ډیر عواید په لاس راوړي. په اوږدمهال کې افغانستان باید وکولای شي خپله بودجه د بهرنیو مرستو پرته تمویل کړي او د بودجې وجوه په اغیزمنه او د پراختیا پر بنسټ وکاروي. سربیره پردې، نوموړۍ صندوق د نړیوالې ټولنې او افغان حکومت تر منځ د سیاسي ډیالوګ یو پلاتفرم ګڼل کیږي.

ګام اخیستنهګام اخیستنه او پایلې

د المان فدرال حکومت د 1381۱۳۸۱ کال راهیسې په نوموړي وجهي صندوق کې ونډه اخیستې ده او د ۱۳۹۶ کال لپاره یې پاتې یې ۶۶۳ میلیونه یورو برابرې کړي دي. په دې توګه المان د نوموړي صندوق یو له ټولو مهمو مرستندیو هیوادونو څخه ګڼل کیږي. نړیوال مرستندوی ټولنه د نوموړي صندوق له لارې د افغانستان د حکومت څخه ملاتړ کوي تر څو چې وکولای شي خپلې دندې ترسره کړي او خپله د ملي پراختیا ستراتیژي پلۍ کړي. د دې صندوق د مالي وجوه په وسیله اوس مهال په بیلابیلو ډګرونو لکه د کلیو پراختیا، کرهنې، بیخبنا، ښې حکومتوالۍ، او بشري پراختیا په برخه کې ۲۰ پروژې تمویلږي. یو مثال یې هم د ښوونې او روزنې د کیفیت د سمون پروګرام (EQUIP) دی چې ښوونې او روزنې ته د خلکو لاسرسۍ ته سمون ورکوی او د هغه د کیفیت کچه لوړوي. د نوموړي پروګرام بریالۍ پایله داده چې نن ورځ څه نا څه اته میلیونه کوچنیان ښوونځۍ ته ځی. ثانوي ښوونځي او مناسب تعلیمي نصابونه هم په دې پروګرام کې شامل دي. سربیره پردې، په ټول هیواد کې د ملي پیوستون له لارې د پراختیایي شوراګانو څخه ملاتړ کیږي تر څو دا شوراګانې دولتي او ټولنیز-اقتصادي پراختیایي لړۍ په کلیوالي سیمو کې پلۍ کړي. د "صحت" پروګرام د هیواد په ۲۲ولایاتو کې د روغتیایي ودانیو د جوړولو، ترمیم او سمبالولو او د روغتیایي کارپوهانو د روزنې څخه ملاتړ کوي او په دې توګه د هیواد په بیلابیلو سیمو کې دروغتیا د کچې په لوړتیا کې مرسته کوی. تاسو کولای شی د ټولو هغو پروګرامونو په باب چې د نوموړي وجهي صندوق له خوا تمویلیږي، نور تفصیل په لاندې انترنټي مخ کې په لاس راوړی:  http://www.artf.af/

د "ولسي تړون" د پروګرام موخه چې په ۱۳۹۵ کال کې په افغانستان کې پیل شو داده چې د هیواد ټولو اتباعو ته د سمون ورکړل شویو دولتي خدمتونو په برابرولو سره، د بی وزلۍ او نادارۍ کچه را ټیټه شي، په ملي حکومت باندې د هغوي باور زیات شي او په دې توګه په هیواد کې د ماتیدونکي حالت او تاوتریخوالي امکان شنډ شي. د مثال په توګه په پام کې ده چې تر ۱۳۹۹ کاله پورې به ۳٬۴ میلیونه خلک د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسۍ پیداکړي.

اوس مهال د ۹٬۳میلیونو نه زیات وګړي له هغو اقدامونو څخه ګټه پورته کوي چې د نوموړي وجهي صندوق له خوا تمویلیږي. د هغوی ښځې دي. د ساتونکو اقدامونو له برکته زیات شمیر افغانې ښځې کولای شي چې د برښنا انرژۍ او اوبو ته لاسرسۍ پیداکړي، په یوه روزنیز مرکز کې ګډون وکړي یا د کارموندنې د تدابیرو څخه ګټه پورته کړي.

په یو نظر کي

په ټولو ولایتو نو کې فعالیتونه
پروګرام:
(ARTF) د افغانستان د بیارغونې دپاره ایمني وجهي صندوق
دستور ورکوونکي اداره:
د المان د اقتصادي همکاریو او پراختیا وزارت (BMZ)
شریک:
د افغانستان حکومت، نړیوال بانک (د صندوق مدیر)
پلی کونکي اداره:
د KfW پراختیایي بانک
ولایتونه:
ټول هیواد
د پروګرام موخه:
د پراختیا د خپلواک تمویل او همداراز د ملکي لګښتونو اوسني تمویل په موخه د افغانستان د دولت د ظرفیتونو پیاوړی کول
ټوله موده:
له ۱۳۸۱ کال را پدېخوا