د داخلي بې ځایه شوو او راستانه شوو کډوالو لپاره بیړنۍ مرستې

په افغانستان کې له تاوتریخوالي ډکه جګړه او ډېره وچکالي هستوګن خپلو کورونو پرېښودلو ته په مکرر ډول مجبوروي. د ۲۰۱۸ زېږدیز کال د اوړي را پدېخوا شدیده وچکالي د هېواد ډېرې برخې اغېزمنوي چې د هرات ولایت په ځانګړي ډول اغېزمن شوی دی. په ډېرو برخو کې کرنیزې ځمکې په شاړو او بې حاصله خاوره بدلې شوې. د بزګرانو حاصلات را کمېږي او د مالداریو درلودونکي خپل حیوانات نه لاسه ورکوي. خواړه په لوړه کچه نادره کېږي او د ژوند کولو یوازې یو څو فرصتونه پاتې دي.

 وضعیت

 د خوړو نړیوال سازمان (WFP) له وینا سره سم، په افغانستان کې له لسو میلیونو څخه زیات خلک اوسمهال د وچکالۍ له امله اغېزمن شوي او نږدې ۳.۵ میلیونه وګړي د خوړو له حاد ناخوندیتوب سره مخ دي. دا په دې معنی چې دوی په دې نه پوهېږي چې آیا دوی به راتلونکې ورځې ته د خوړو لپاره په کافي اندازه څه ولري او کنه.

د داخلي بې ځایه شوو کډوالو لپاره دا وضعیت له خطر ډک دی. د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ اداره (UNOCHA) اټکلوي چې د هرات ولایت نږدې ۲۵۳۰۰۰ اوسېدونکي په افغانستان کې د وچکالۍ له امله کډه شوي دي. سربېره پردې، نږدې ۲۴۳۰۰۰ وګړو د جګړو له امله خپل کورونه پرېښي دي. دا وضعیت په زیات شمېر راستانه شوو کډوالو، په ځانګړي ډول له ایران څخه، سره لا خرابېږي. خواړه او اوبه له همدې کبله نور هم نادره کېږي.

ډېری راستانه شوي کډوال په مؤقتي هستوګنو کې په خرابو شرایطو کې ژوند کوي. اغېزمنې شوې ټولنې له منځه تللي او له کډوالو څخه د پاملرنې ادارې نورې هم پراخې شوي دي. دلته د څښاک اوبه، خواړه او د روغتیا ساتنې تجهیزات شتون نه لري. له ورځني ژوند سره مبارزه د کډوالو لپاره یو بار او بوج دی چې دوی تر ستر فشار لاندې راولي. مېرمنې او ماشومان د تاوتریخوالي او ځورونې له خطر سره مخ دي. په افغانستان له پنځو کلونو کم عمره نږدې ۴۰ سلنه ماشومان خوار ځواکي شوي دي. لوږه په هېواد کې یو ثابت ملګری دی.

موخه

دا پروژه د بشري مرستو د وړاندې کولو له لارې هغه جدي بحران راټیټوي چې په هرات ولایت کې داخلي بې ځایه شوي کډوال، راستانه شوي کډوال او کوربه ټولنې ورسره مخ دي. دغه اغېزمن شوي به خوړو، د څښاک اوبو، بیړني سرپناوو، د حفظ الصحې تدارکاتو او ټولنیز رواني او روغتیایي پاملرنې ته لاسرسی ومومي.

اقدامات او پایلې

د آلمان د بهرنیو چارو وزارت کاریټاس انټرنیشنلیس ادارې ته دنده سپارلې څو په هرات ولایت کې داخلي بې ځایه شوو کډوالو ته بیړنۍ مرستې وړاندې کړي. ټولټال نږدې ۱۰۰۵۰۰ خلک باید د پروژې د اقداماتو له ګټو څخه برخمن شي. دا پروسه د فعالیت په پنځو برخو باندې تمرکز کوي:

 

د خوړو خوندیتوب پر لور کار

د حاد لوږې پر وړاندې د مبارزې او په هرات ولایت کې له داخلي بې ځایه شوو کډوالو سره د مالي مرستو وړاندې کولو لپاره د کاریټاس انټرنیشنلیس ادارې نږدې ۱۸۰۰ کورنیو ته د کار په بدل کې د پیسو د ورکړې پروګرام پیل کړی دی. ګډونوال د ترمیم، مراقبت یا ودانۍ کارونه ترسره کوي له کومو څخه چې کوربه ټولنې ګټه پورته کوي. هغه عاید چې کډوال یې ترلاسه کوي، دوی ته د خپل ځانونو لپاره د وړاندې کولو په موخه فرصت ورکوي. د کاریټاس انټرنیشنلیس اداره همدارنګه په ځانګړو زیانمنو کورنیو باندې نغدي پیسې ویشي څو دوی وکولای شي خواړه واخلي چې دا کار به په کوربه ټولنو کې محلي اقتصاد ته هم ګټه ورسوي.

 

د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی

دا چې خلک وکولای شي د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی ومومي، په دې اړه د ډاډ ترلاسه کولو لپاره دا پروژه له ۷۰ څخه د زیاتو ژورو څاه ګانو له جوړولو څخه مالي ملاتړ کوي. همدارنګه دا پروژه د اوبو لګونې سیسټمونه تنظیموي او خلکو ته د حفظ الصحې وسایل چې په کې صابون، د غاښونو کریم او د اوبو د پاکولو لپاره د کلورین ټابلیټ شامل دي، توزیع کوي. د څښاک پاکې اوبه اکثره په کوربه ټولنو کې یوازې په کم کمیتونو سره شتون لري چې دا اندازه اوبه په عمده توګه د پخلي او څښاک لپاره اړینې دي چې په ډېره کمه اندازه د ورځني حفظ الصحې لپاره ترې اوبه پاتې کېږي. دغه نوې څاه ګانې به د حفظ الصحې وضعیت ته د ودې په ورکړه او د ساري ناروغیو په مخنیوي کې مرسته وکړي.

 

کورنیو ته بیړنۍ سرپناوې

ډېر داخلي بې ځایه شوي کډوال باید په رامنځته شوو سرپناوو یا حتی دباندې خوب ورکړي. د کاریټاس انټرنیشنلیس اداره خیمې ودروي او دایمي بیړنۍ سرپناوې رامنځته کوي چې په کافي اندازه د ۵۰۰ کورنیو لپاره د هستوګنې وضعیت ته وده ورکوي.

 

ماشومانو لپاره رواني مرستې

د ناڅاپي طبیعي پېښو یا وسله والو جګړو له امله رواني فشار ډېر لوړ دی. په ځانګړي ډول ماشومانو ته د دې پروسس کول ستونزمن برېښي چې دوی څه تجربه کړي دي. د کاریټاس انټرنیشنلیس اداره له همدې کبله ۶۴۰۰ ماشوم دوستانه محلونه رامنځته کوي. دا هغه محلونه دي چېرته چې ماشومان د یو څه وخت لپاره راتللای شي او د خپل محرومیت او د ورځني ژوند تکلیفونه له یاده وباسي.

 

مېندو ته روغتیایي پاملرنه

د کاریټاس انټرنیشنلیس اداره ۱۳۵۰۰ مېرمنو ته له زېږون وړاندې او وروسته پاملرنې وړاندې کوي. قابلې میندوارو مېرمنو، پرستارو مېندو او هغو مېرمنو چا چې په نږدې وختونو کې ماشوم زېږولی وي، او تر شپږو میاشتو عمر لرونکي ماشومانو ته پاملرنه کوي. درمل او طبي تدارکات لکه د پانسمان پټۍ، پلسترونه، پېچکارۍ او یو ځل مصرفه دستکشې د پاملرنې لپاره شتون لري چې همدارنګه د غوښتنې پر بنسټ په کور کې هم ورکول کېږي. دا محدود خوځښت لرونکو مېرمنو او هغو مېرمنو ته چې د کلتوري لاملونو له امله له کوره دباندې نه شي تللای، هم اجازه ورکوي څو له دې څخه برخمن شي. قابله ګانې د روغتیایي ستونزو په اړه د پوهاوۍ د کچې په لوړولو کې روزل کېږي. دوی میندوارو او پرستارو مېرمنو ته د توصیه شوو واکسینونو، د شیدو ورکولو د طریقو او د میندواریو ترمنځ له طبي پلوه توصیه شوي واټنونو په اړه سلا او مشورې ورکوي.

په یو نظر کي

پروګرام:
د داخلي بې ځایه شوو کډوالو، راستانه شوو کډوالو او کوربه ټولنو سره د خواړو مرستې او د څښاک اوبو، بیړنیو سرپناوو او د حفظ الصحوي تدارکاتو ته د لاسرسي په اړه تضمین
دستور ورکوونکي اداره:
د آلمان د بهرنیو چارو وزارت
شریک:
د Cordaid اداره، د Terre des Hommes سازمان او افغانستان لپاره د بیارغونې اتحادیه (RRAA)
پلی کونکي اداره:
Caritas International - د کاریټاس آلمان لپاره د مرستې سازمان
ولایتونه:
هرات
د پروګرام موخه:
د بشري مرستو په وړاندې کولو سره په هرات ولایت کې داخلي بې ځایه شوو کډوالو، راستانه شوو کډوالو او کوربه ټولنو سره د مخ کېدونکي جدي بحران راکمول
ټوله موده:
د ۱۳۹۸ کال د غبرگولی د میاشتې څخه تر ۱۴۰۰ کال د غبرگولی د میاشتې پورې